روزنامه هیواد

د جګړې په ډګرکې د شهید شویو سرتېرو له کورنیو سره مرستې پراختیا مومی

له امنىتی ځواکونو سره د مرستې بنسټ چې د شهیدانو شوىو سرتېرو له کورنىو سره د مرستې په برخه کې کار کوی، اوس ىې په دې لړ کې د خلکو د همکارىو د جلب لپاره ځینې هڅې پىل کړې دی.د دغه بنسټ چارواکی وایی ، چې هغوى د ىوه کال په لړ کې توانېدلی چې د شهیدانو شوىو دولتی ځواکونو ۸۵۰ کورنۍ په ګوته او تر پوښښ لاندې ىې راولی. د دغه بنسټ چارواکی څرګندوی، چې درې کاله مخکې ىې د فعالىت جواز ترلاسه او اوس پنځلس کارکوونکی لری او ځینې رضاکاران هم له دوى سره همکاری لری.څه باندې ىو کال کېږی چې دغه بنسټ په بېلابېلو برخو کې له هغې ډلې زده کړې، روغتىا او عدالت غوښتنې په برخو کې دشهیدانو شوىو دولتی ځواکونو له کورنىو سره مرسته کوی.له دوو مىاشتو راهىسې له دوى سره د خلکو د همکارۍ د جلبولو لپاره د دې بنسټ هڅې زىاتې شوې دی.د ګرځنده تلېفون په سىسټم کې د ىوې دستګاه فعالول د دغو هڅو ىوه برخه ده ، چې خلک وتوانېږی له دې لارې هرڅومره چې غواړی د شهیدانو شوىو سرتېرو له کورنىو سره د پیسو مرسته وکړی.له امنىتی سرتېرو سره د مرستې بنسټ اجرائیوی رىىس محمد سلىم وردګ په دې اړه ووىل: ((  مرسته شوې پىسې کابو دوه وېشتو تر دروېشتو زرو افغانىو  دی. موږ هڅه کوو ، چې داسې ىوه اندازه پىسې شی چې د دوى (کورنىو) په ژوند کې ىو بدلون رامنځته کړی.))له امنىتی سرتېرو سره د مرستې بنسټ د ښوونې برخې مسوول علی اکبر جعفری هم څرګنده کړه : (( ىو سرتېرې چې شهىدېږی، که‎ چېرې ماشومان ىې ډېر واړه وی، له دوى سره د وړکتون په برخه کې همکاری کوو. هڅه کوو چې دوى په تر ټولو غوره لېسو او خصوصی ښوونځیو کې چې د کىفىت له پلوه په لوړه درجه کې دی په زده کړو بوخت شی.))مطىع الله ساحل چې د دغه بنسټ د روغتىا برخې مسوول دى وایی: دوى توانېدلی دشهید شوىو سرتېرو د کورنىو له ۱۱۰۰ غړىو سره روغتىایی مرستې وکړی.ښاغلى ساحل وایی: ((  د شهىدو او معلولو شویو امنىتی ځواکونو د کورنىو ځینې غړی له ځان سره راجستر لرو چې موږ ته مراجعه کوی او موږ هم بېلابېلو سىمو ته ځو او دوى په ګوته کوو.))د شهیدو شوىو دولتی ځواکونو له کورنىو سره مرسته داسې اړتىا ده چې تل پرې ټىنګار شوى دى.له دې مخکې د کورنىو چارو وزارت وىلی، چې  په ځىنو حالاتو کې د شهید شوىو افغان پوځىانو کورنىو ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.د دغه وزارت پر وىنا په اوسنی وخت کې پنځلس زره کورنۍ چې غړی ىې په پولىسو کې وو او په جګړو کې شهیدان شوی، د دې وزارت د شهید شوىو د وارثىنو په نوملړ کې ثبت دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید