روزنامه هیواد

د جګړې د نوی فصل د ګټلو لپاره باید افغان حکومت څه وکړی؟

د معمول په څېر بیا هم پر هېواد له بهره د طالب او ترهګر په نامه د تاریخی او قسم خوړلی دښمن د تپل شوې جګړې د شدت نوى فصل را روان دى، ژمى تېرېږی او پسرلى راځی، هر کال دا جګړه په هېواد کې د هوا له تودېدا سره له سره پیلېږی، ترهګرو او طالبانو ته د افغانستان قسم خوړلی دښمنان نوی جګړه ییز تکتیکونه او پلانونه ورکوی او د ژمی په موسم کې یې هغوى پر دې ښه روزلی وی. خو سږ کال د پاکستان د ناسم او پر ملا مات یا خراب اقتصادی وضیعت د دې نه دى، چې هغوى به د طالب او ترهګر پر مټ په افغانستان کې مخامخ جګړه د تېرو کلونو په پرتله سمه پر مخ یوسی ! بیا هم د جګړې د دوام فصل زور اخلی، ستونزه دا ده، چې له شماله به د افغانستان د جګړې د دوام لپاره روسیه او له لوېدیځه به ایران طالبان او ترهګر د دې تپل شوې جګړې د دوام لپاره اکمال کړی او روانه جګړه به تازه وساتی، د بالامرغاب ولسوالۍ پېښه یې ښه ثبوت دى، د دې ولسوالۍ پر مورىچاق سىمه د طالبانو له پراخو حملو د روسیې په ملاتړ زور اخیستى او د بلخ د امنیه قوماندان د نوې ګومارنې پرضد وسله وال مخالفت هم د روسیې کار دى. خو په بالامرغاب کې د طالبانو برید دومره شدید و، چې افغان ځواکونه یې اړ کړل، چې ترکمنستان ته وتښتیی، چې له نېکه مرغه دا ځواکونه پرون بېرته هېواد ته راستانه کړاى شول. وایی هلته ۶۰ سرتېری د جګړې او بریدونو د شدت له امله ترکمنستان ته واوښتل او د افغان حکومت او ترکمنستان په ګډو هڅو د تورغونډۍ بندر له لارې بېرته خپل هېواد ته راستانه شول. د بادغىس د ولاىتی شورا غړو مخکې وىلی وو چې د بالامرغاب پر مورىچاق سىمه د طالبانو له پراخو حملو وروسته له سلو زىات افغان پولىس د ترکمنستان په سرحد کې ګىر پاتې وو. د ولاىتی شورا د غړو په وىنا، شااوخوا پنځوس سرتېری له طالبانو سره ىوځاى شول خو پاتې له سرحده واوښتل او حتى د ولاىتی شورا ىوه غړی لا دا ادعا هم وکړه چې شااوخوا ۱۵۰ سرتېری چې په مورىچاق سىمه کې د طالبانو له حملو وروسته ترکمنستان ته اوښتی وو، وروسته طالبانو ته تسلىم شول. پر دې سىمه د طالبانو د حملو له زىاتېدو وروسته د بادغىس د ولاىتی شورا ریىس عبدالعزىز بىګ پر افغان حکومت غږ وکړ چې د ډاډمن امنىت د ټىنګولو لپاره مرستندوى ځواکونه ور واستوی. په نورو سویلی ولایتونو کې هم ورته وېره شته. دا وېره وروسته له هغې زیاتېږی، چې د سولې خبرې روانې خبرې بې پایلې را ووتې، د امریکا د ځانګړی استازی په مشرۍ د زلمی خلیلزاد تر کاسې لاندې نیم کاسه ده او هغه په قطر کې له طالبانو سره د سولې پر هوکړه خوله پټه کړې او داسې اوزې شته، چې دواړه لوری دې پایلې ته رسېدلی، چې له افغانستانه ټول بهرنی عسکر ووزی او افغانستان سلامت د طالبانو په خوله کې ورکړی، چې هغه وخت به یې خپله زلمى خلیلزاد مشر وی، دې ته هغوى د مؤقت حکومت نوم ورکړى او په دې باندې نه یوازې افغانان تېر باسی، بلکې د سولې د پرېکړې تر نامه لاندې افغانستان بېرته شاتګ ته اړ باسی او بحران ته یې ور ټېل وهی، چې دا د دښمن غوښتنه ده، دا د پاکستان غوښته ده، دا د ایران او روسیې غوښتنه ده، ځکه پر پاکستان او ایران د افغانستان اوبه بندېږی، دواړه لوری اوس په افغانستان کې د پیاوړې دیپلوماسۍ له لاسه انزوا ته تللی او پټ او ښکاره منافقتونه یې بربنډ شوی دی، همدا راز افغانستان عملاً د اسیا د زړه په توګه را ځرګند شوى او د چابهار بندر او لاجوردو لارې پر مټ د منځنۍ اسیا شارګونه پرانیستل کېږی، چې هغه وخت به د روسیې یو نیم سل کلن انحصار پرې له منځه لاړ او نور به د افغانستان له لارې له سیمې او نړۍ سره وصل وی او د روسیې محتاج به نه وی، نو روسیه نه یوازې د افغانستان په امنیت ،پرمختګ او ثبات کې منځنۍ اسیا له لاسه ورکوی، بلکې د افغانستان د شمالی برخې د لاندې کولو پلانونه یې هم له خاورو سره خاورې کېږی! له همدې امله په راروان فصل کې بیا پر افغانانو تپل شوې جګړه زور اخلی او د دې لپاره له طالبانو سره خبرو هېڅ پایله ورنه کړه، بلکې یوازې او یوازې تر فشار لاندې پاکستان فرصت تر لاسه کړ، امریکا یې تېر ایستله او داسې یې ښکاره کړه، چې ګنې طالبان یې ورسره سولې ته حاضر کړل، خبیا یې هم ورسره سوله ونه کړه، ځکه هغوى یې سولې ته پرې نښوودل! په دغه راز حالت کې په افغان حکومت ته په کار ده، چې باید له عربی نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې کړی، چې له هغه ځایه د ترهګرۍ پټې اکمالاتی سرچینې بندې کړی، خو له امریکا او ناټو سره د افغانستان پوځی ، اقتصادی او روزنیزې اړیکې ډېرې غوره دی، چې باید لا پسې پراخې او غښتلې، چې ځانګړی ځواکونه مو نور هم پیاوړی، تجهیز او وروزی، چې له ګاوندیو هېوادونو راروانه ترهګری او اورپکی په ښه توګه وځپلى شی، ځکه ځانګړو ځواکونو او نورو کرونیو ځواکونو په دې وروستیو کې د دښمن وسله وال خوځښتونه سخت ځپلی دی، د هغوى مشران یې په نښه کړی او د هغوى رهبری یې له پښو غورځولی دی. دا همکاری او د کورنیو ځواکونو روزنه او د هوایی ځواک غښتلی کول او پر پښو درول ستره لومړیتوبونه دی، چې باید تر سره شی، همدا راز افغان حکومت ته په کار ده، په ځانګړې توګه ولسمشر محمد اشرف غنی ته ،چې په کور د ننه سیاسی مخالفتونه مهار کړی او هغوى په یوه نه یوه بڼه د خپل ځان کړی او په ځان پسې یې وتړی، چې په کور د ننه سیاسی مخالفتونه پاى ومومی او دښمن ته د هر ډول مداخلې او لاسوهنې فرصت کم او له منځه یوړل شی.

تمیم

ممکن است شما دوست داشته باشید