روزنامه هیواد

د جګړې دوام به افغانستان نور هم له بېوزلۍ سره مخ کړی

د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمېسیون مشره شهزاد اکبر په هېواد کې پر روان تاوتریخوالی د جګړو پر دوام اندېښنه ښیی او وایی: د جګړې د دوام عواقب به د افغانستان لپاره لا خطرناک او دردوونکی وی.هغې ویلی : د جګړو دوام به افغانستان لا بېوزله، دردمن او نارامه کړی.اکبر پر ښکېلو لوریو غږ کړی، چې ژر تر ژره جګړه ودروی او د ملکی وګړیو ژوند ته متوجه خطر له منځه یوسی.د بشری حقونو خپلواک کمېسیون څو ورځې وړاندې په راپور کې هم د جګړو پر دوام او د تاوتریخوالی پر ډېرېدو جدی اندېښنه ښودلې وه او له ښکېلو لوریو یې د جګړې د درېدو غوښتنه کړې وه.شهزاد اکبر داسې مهال دا څرګندونې کوی، چې په افغانستان کې روان وضعیت کړکېچن او د طالبانو تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیاتوالی مومی.

ممکن است شما دوست داشته باشید