روزنامه هیواد

د جنیوا کنفرانس ته د افغانستان تمه او هیلې

پرون په سوېس کې د افغانستان په اړه د جنیوا دوه ورځنی نړیوال کنفرانس جوړ شو، چې په‌ کې  نږدې ۱۰۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازی ګډون کوی. دلته په افغانستان کې او دغه راز نړیواله کچه داسې هیلې او تمې شته، چې په دغه کنفرانس کې به نړیواله ټولنه له افغانستان سره مرستې بېرته تازه کړی، ځکه د افغانستان وضعیت له سخت، خو برخلیک ټاکونکی بهیره تېرېدونکی دی، له یوې خوا افغان سولې ته سیمه او نړۍ په تمه ده او له بلې خوا افغانستان د ځان بسیاینې لپاره او یا پر خپلو پښو درېدو لپاره پراخ پلانونه تر لاس لاندې نیولی دی، په افغانستان کې وروستی پرمختګونه، بشری حقونه، د رسنیو او مدنی ټولنې بشردوستانه فعالیتونه او دغه راز نورې هڅې د دې وړ دی، چې نړیواله ټولنه یې ننګه او ملاتړ وکړی، خو تر ټولو مهمه دا ده، چې نړۍ یوځل بیا افغانستان یوازې نه پرېږدی، چې د ترهګرۍ پر ځاله بدل شی. د افغانستان تر ټولو ستر مرستندوی هېواد امریکا ده، له نېکه مرغه امریکا د وخته د خپلو مرستو او همکاریو ژمنتیا څرګنده کړې ده. امریکا وار دمخه اعلام کړی چې په جنیوا کنفرانس کې به له افغانستان سره خپلې مرستې له سره تازه کړی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په جنیوا کنفرانس کې د امریکایی پلاوی د ګډون په اړه وړمه ورځ اعلامیه خپره کړې ده.په اعلامیه کې راغلی چې امریکا به په دغه کنفرانس کې له خوندی، با ثباته، ډیموکراتیک او په ځان بسیا افغانستان سره چې هم په کور د ننه او هم له ګاونډیانو سره په سوله کې وی، پر خپلو تعهداتو ټینګار وکړی.سربېره پر دې د جنیوا کنفرانس دوو نورو شریکانو [فنلنډ او ملګرو ملتونو] هم هیله ښودلې چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره د خپلو همکاریو ډاډ ورکوی.د فنلند د پراختیایی همکارۍ او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر ویلې سکینارې «Ville Skinnari» په وېډیویی پیغام کې ویلی: ((د افغانستان سوله‌ییز او هوسا راتلونکی لپاره د نړیوالو هڅو پیاوړی کول اوس وخت خورا مهم دی، ځکه دا هېواد د سولې لپاره تاریخی فرصت په مخ کې لری. د سولې او روښانه راتلونکی په لور د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ یوو.))نیویارک مېشتی د بشری حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ هم په یوه مطلب کې له نړیوالو مرستندویانو غوښتی چې په افغانستان کې د بشری حقونو په برخه کې لاسته راوړنې له پامه ونه‌ غورځوی. د بشری حقونو د څار سازمان په دغه مطلب کې چې په خپله وېب‌پاڼه کې یې خپور کړی لیکی، د افغانستان بهرنی مرستندویان باید د ښوونې، روغتیا په تېره بیا د نجونو او ښځو او د خپلواکو رسنیو مالی تمویل ته لومړیتوب ورکړی. د بشری حقونو د څار سازمان وایی، دغه کنفرانس داسې مهال جوړېږی چې په دغه هېواد کې روانو شخړو او د کرونا خپرې شوې وبا بشری وضعیت نور هم خراب کړی دی.همداسې د نړۍ نورو سازمانانو او خپله اروپایی ټولنې او ملګرو ملتونو هم د دغه کنفرانس ننګه او ملاتړ کړی دی، ملګری ملتونه خو آن د دغه کنفرانس کوربه دی. همدا تمې دی، چې په دغه کنفرانس به نړیواله ټولنه له افغانستان سره مرسته وکړی، خو دا ځل دا مرستې د تېر په څېر نه دی، هرو مرو به نړیواله ټولنه له افغان حکومته ژمنې تر لاسه کوی، په تېره بیا د اداری فساد پرضد مبارزې لپاره ژمنې، له نېکه مرغه دا مبارزه هم نوی پړاو ته ننوتلې ده، افغان حکومت دې مبارزې ته ژمن دی. له ترهګرۍ سره هم افغانستان د مبارزې په لومړۍ کرښه کې جنګېږی،چې په دې برخه کې یې مېړانه او زړورتیا د ستاینې وړ ده، خو د دې لپاره سخته اړتیا نړیوالو مرستو او همکاریو ته ده، دا همکاری باید دوامداره وساتل شی، همدا اوس افغان ځواکونه پوره تجهیز او د ترهګرۍ پرضد مبارزې لپاره جنګی وسایلو او د شپنیو عملیاتو وسلو ته سخته اړتیا لری، دا اړتیا لا هم پوره شوې نه ده، د افغان ځواکونو د روزنې او تمویل برخه هم بشپړه شوې نه ده، هوایی ځواک ستونزې لری او پیاوړی نه دی، دا او  د دې ترڅنګ د نورو بشری او انسانی مرستو لپاره افغان حکومت سخته اړتیا لری، ځکه په افغانستان کې د فقر او بېکارۍ کچه لوړه ده، د سړی سر عواید لږ دی او د کرونا په څېر نور انسانی او طبیعی ناورینونه د اندېښنې وړ دی، نړیواله ټولنه هم دې ټولو ته په کتو سره له افغانستان سره مرستو او همکاریو ته ژمنه ده، خو افغانستان به تل د نړیوالې ټولنې د مرستو احتیاج نه وی، بلکې ژر پر خپل ځان بسیا کېدونکی دی، خو که د ترهګرۍ او اورپکۍ له خطره وژغورل شی او د پرمختګ لپاره یې سوله او ثبات حاکم کړل شی، نو ډېر ژر به له روان بد وضیعت څخه راووزی چې دا د نړیوالې ټولنې په همکاریو پورې اړه لری!

ممکن است شما دوست داشته باشید