روزنامه هیواد

د جنوب لویدیځ زون دینی علماوو ته د اعتدال په اړه سیمینار جوړ شو

د حج او اوقاف وزارت له خوا پرون په کندهار کی د جنوب لویدیځ زون د دینی علماوو لپاره د (اسلام د اعتدال دین دی) تر نامه لاندی یو ورځنی علمی سیمینار وړاندی شو.په یاد سیمینار کې د ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجی اغالالی دستګیری ترڅنګ د ارشاد حج او اوقاف وزارت څخه راغلی پلاوی، د کندهار د ارشاد حج او اوقافو او علماوو شورا مسوولینو او د جنوب لویدیځ زون دینی علماوو برخه اخیستې وه.د ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجی اغالالی دستګیری حاضرینو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د ارشاد، حج او اوقاف وزارت څخه مننه وکړه، چی د جنوب لویدیځ زون دینی علماوو لپاره یې د اعتدال اړوند سیمینار ترتیب کړی، څو په ورځنی ژوند کې د میانه روی چلند، چې د اسلام مبارک دین امر او د نبی کریم (ص) د امت د غوروالی نخښه ده، غوره شی.ښاغلی دستګیری دې ته په اشارې، چی دینی علما د ټولنی اغېزناک شخصیتونه دی، له هغوی غوښتنه وکړه، چې په دین کې د اعتدال پیغام تر ولسونو پوری وروسوی، څو د ټولنیزو ستونزو د حل ترڅنګ د اسلام مبارک دین اساسی لارښوونه عملی کړل شی.د ارشاد، حج او اقاف وزیر مولوی محمدقاسم حلیمی د تېلفون له لارې غونډی ته وویل، اعتدال د خدای امر او د رسول (ص) راپاتی سنت دی، چی عملی کول یې زموږ د غوره والی نخښه ده.ده زیاته کړه: اعتدال یا میانه روی ۱۴۰۰ کاله مخکېنۍ برنامه ده او په عملی کېدو یې د ټولو ستونزو حل ته لار لټول کېږی، ځکه خو طالبانو ته په کار ده، چی په دوحه کې د سولې بین الافغانی خبرو کې له امریکا سره د شوی تړون مادو پر ځای د اعتدال لاره  غوره کړی، څو د الهی احکامو د عملی کېدو له لاری روانه جګړه پای ته ورسېږی.په دغه یو ورځنې سیمینار کې د کندهار د ارشاد، حج او اوقافو رییس قاضی محمدعمر اخندزاده او د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د اعتدال رییس مولوی احمدګل دلارو هم خبری وکړې او له علماوو سره د اعتدال په اړه هر اړخیز معلومات شریک شول او هغوی ته سپارښتنه وشوه، چې دغه مطالب تر نورو ولسونو پوری ورسوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید