روزنامه هیواد

د جنبش ګوند پلویانو مظاهرې پاى ته ورسولې

وړمه ورځ مازیګر مهال د جمهور رییس لومړى مرستیال جنرال دوستم بېرته افغانستان ته راستون شو، او له خپلو طرفدارو یې وغوښتل چې په ولایتونو کې مظاهرې پاى ته ورسوی.د تالقان، جوزجان، او فاریاب د ښارونو په لویو لارو او کوڅو کې د جنبش د طرفدارو له خوا خېمې وهل شوې وې، چې وړمه شپه ددغه ګوند طرفدارو له ټولو ښارونو خېمې ټولې کړې دی.دولتی ادارې او تړل شوی بازارونه پرانیستل شوی خو کاروباری خلک او دوکانداران وایی چې په تېرو پنځلس ورځو کې یې زیات تاوان کړى دى.د تالقان ښار یو تن دوکاندار محمدرحیم وایی چې په تېرو پنځلس ورځو کې یې ۵۰ زره افغانۍ تاوان کړى، هغه زیاتوی چې ځینې هغه سودا چې باید زر خرڅه شوې واى خرابه شوې ده.هغه زیاتوی چې مظاهرو کې باید عام ولس ته زیان وانه وړی خو دغو مظاهرو د تالقانو خلک سخت زیانمن کړل.د جنبش د ګوند یو تن غړی انه مراد وایی چې د مظاهرو درول شویو خېمو ته یې تلوېزیونونه راوړی وو او له هغه ځایه یې د خپل مشر د راتګ ژوندۍ خپرونې کتلې.هغه زیاتوی وړمه شپه یې د مظاهرو په خېمو کې له خوښۍ او د موسیقۍ له اورېدو وروسته خیمې ټولې کړې او د ښار تړل شوې برخې پرانیستل شوې دی.د جنبش ګوند د مظاهرو پیل له فاریابه وشو چې په کې د ولایت ودانۍ او دولتی موټر وسوځول شول، او د اقینې بندر د سوداګرو د تجارتی مالونو د صادراتو او واداتو پر مخ تړل شوى و، په سمنګانو کې هم څو ځل د کابل مزار لویه لار وتړل شوه، او په تالقانو ښار کې هم د یوې اوونۍ لپاره د بازار یوه برخه او دولتی ادارې تړل شوې وې.د جنبش ګوند له تاوتریخوالی ډکې دغه مظاهرې وړم مازیګر هغه وخت چې جنرال دوستم بېرته هېواد ته راستون شو پاى ته ورسېدې، ا و د شپې له خوا یې خېمې ټولې کړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید