روزنامه هیواد

د جنایتکارو ډلو د فعالیتونو په زیاتېدود کابل د ځینو ښاریانو اندېښنې

د کابل ځىنی ښارىان د جناىتکارو ډلو د فعالىتونو په زىاتېدو اندېښنه ښیی.

په کابل ښار کې د ىوې مجرمې ډلې د مشر نبی کوهبندی له وژل کېدو وروسته د دغه ښار اوسېدونکی له حکومته غواړی چې د دغو ډلو د فعالىتونو مخنىوی ته دې جدی اقدامات وکړی. دوى وایی، دغو ډلو په ښار کې د دوى ژوند ستونزمن کړى دى. حاجی خان ازادۍ راډىو ته ووىل، د دغو کسانو او ډلو نىولو ته باىد هڅې جدی شی. ده ووىل: (( سړی تښتونې، غلاګانې او چور او چپاول شته، ژر دې په کابل ښار کې دغه کسان چې دغه اعمال ترسره کوی، د قانون منګولو ته وسپارل شی. )) د کابل ښار بل اوسېدونکى مولاخان هم له حکومته ورته غوښتنه لری او واىی: د دغو ظالمانو د نىولو لپاره باىد هڅې زىاتې شی.دا په داسې حال کې ده چې د پولىسو په خبره، تېره ورځ د ىوې جناىتکارې ډلې مشر نبی کوهبندی د نهمې امنىتی حوزې اړوندو سىمو کې د پولسو له خوا ټپی او بىا د ټپونو له امله مړ شو. دى هغه مهال ووژل شو چې د پولىسو پر وړاندې ىې مقاومت کاوه.

د افغانستان د کورنىو چارو وزارت وایی، نبی کوهبندی د ىوې جناىتکارې ډلې مشر و چې له څلورو مىاشتو راهىسې د پولىسو تر څارنې لاندې و.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، نبی کوهبندی له څو کلونو راهىسې په کابل ښار کې د خلکو په وژلو، غلاګانو او داسې نورو جنایی اعمالو لاس پورې کړى و.

د دغه وزارت وىاند نصرت رحىمی ازادی راډىو ته ووىل، د داشان کسانو د نىولو لپاره جدی هڅې روانې دی. دى واىی: (( په لېرې ورځو کې نه بلکې په نږدې ورځو کې به تاسې د داشان څو کسانو د نىول کېدو شاهدان ىاست، دوى به هېڅ چېرې خوندی نه وی، پولىس ورپسې دی، د دوى ىو ىو به نىسی او د قانون منګولو ته به یې سپاری. )) ښاغلى رحىمی وایی، په تېرو دوو مىاشتو کې سلګونه کسان چې جناىی جرمونه ىې ترسره کول، نىول شوی دی.

دى د داشان کسانو په نىولو کې د خلکو ونډه مهمه ګڼی او وایی، نبی کوهبندی ىې هم د خلکو په همکارۍ څارلى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید