روزنامه هیواد

د جنایتکارانو په پلوۍ او د ملی ګټو پرضد خوځښتونه د منلو وړ نه دی

خو د دې کسانو پلویانو بیا د افغان دولت پرضد لاریونونه پیل کړی او د قیصاری د خوشی کېدو غوښتنه کوی. بل پلو ولس د خپل جمهور رییس دغه اقدام ستایی او دا د ولسمشر محمد اشرف غنی ستره ژمنه وه، چې زورواکی به د قانون منګلو ته سپاری، نو ولس یې له همدې امله پراخ ملاتړ وکړ او د ورته نورو اقداماتو سترې سترې هیلې او غوښتنې هم ترې لری، خو د دې ترڅنګ ولس د هغو کسانو غندنه هم کوی، چې د زورواکانو په څنګ کې درېدلی او نه غواړی، چې قانون پلى شی، سوله ییز لاریونونه د هېواد د هر وګړی حق دی ،چې د روا او مشروع غوښتنو لپاره یې کوی، چې عامو خلکو ته زیان ونه رسېږې، خو د قیصاری ترنیول کېدو وروسته د هغه پلویانو د ده د خوشی کېدو لپاره داسې لاریونونه پیل کړل، چې د ملی ګټو او قانون پر خلاف وو، دغه لاریونوالو د آقینه بندر ترافیکو پر مخ وتاړه، چې د غه چاره  د عامو خلکو په زیان ده،  د آقینه بندر تړل په هېواد کې د نفتی توکو  په کمښت کې ناوړې اغېزې لرې او که چېرې دغه بندر د ترافیکو پرمخ ژر خلاص نه شی، د نفتی توکو بیه کېدای شی نوره هم لوړه شی او د هغه اقتصادی پیټى به یې  د هېواد د خلکو په  غاړه شی. سربېره پر دې د قیصاری پلویانو د کابل – مزار لاره هم تړلې وه، چې مسافرو او سوداګرو ته یې سخت زیانونه واړول. اقتصادی کارپوهان وایی : دولت باید د هر راز عامل د لرې کولو لپاره چې د خلکو د اقتصادی زیانونو سبب کېږی، اقدام وکړی چې خلک زیانمن نه شی.
هر راز نا آرامۍ د خلکو د وارداتی لګښتی توکو د بیو د لوړوالی سبب کېږی او څرنګه چې زموږ هېواد بهرنیو محصلاتو په تېره بیا تېلو او ګازو ته اړ دى او د بندرونو تړل نه یوازې خلک زیانموی ، بلکې ملی ګټو ته هم  زیان رسوی.هره ورځ د آقینې بندر له لارې د نفتی توکو سل ټانکرونه هېواد ته واردېږی او د دغه بندر تړل کېدل په هېواد کې د نفتی توکو  په کمښت زیاته اغېزه کوی . د یو هېواد اقتصادی او تجارتی وده په امنیت او ثبات کې نغښتې ده، له دې پرته اقتصادی وده او په هېواد کې پانګونه ناشونې ده، که له یوې خوا ولسمشر د اقتصادی ودې د غوړېدا لپاره لوى بندرونه پرانیزی او د همدغو بندرونو پر مټ یې هېواد له وچې ایستلى ،نو له بلې خوا باید د دغو بندرونو ساتنه وشی او نور هم پراخ شی، که یې څوک د بندولو پلان لری، نو د هغوى مخنیوى باید په ټول زور وشی. ځکه دا د ملی ګټو خلاف کار دى او دا په خپله د دښمن په ګټه ده. له همدې امله هر راز ستونزه چې په آقینې بندرکې رامنځ ته شی،  هېواد  د نفتی توکو له کمښت سره مخامخ کېږی، بیې لوړېږی او غوښتنې زیاتېږی ،چې دولت باید په دې برخه کې
لار زیاته پاملرنه وکړی او ډېر ژر له هر ممکنې لارې د داسې هڅو مخنیوى وکړی او په هر راز حالت کې باید بندرونه پرانیستی وساتی. که څه هم چې حکومت د خلکو د ژوندانه د سوکالۍ د تامینولو مسوولیت لری او باید د خلکو اندېښنو ته  پاملرنه وکړی او په اوسنیو شرایطوکې باید خلک د لسګونو ټولنیزو ستونزو ترڅنګ د نفتی توکوله کمښت سره مخامخ نه شی ، خو افغان حکومت له هرې ممکنې لارې هلې ځلې کوی  چې د نفتی توکو د بیې د لوړوالی مخه ونیسی او په کافی اندازه نفتی توکی هېواد ته وارد شی.د نفتی توکو د بیو د لوړوالی اړوند اندېښنې له هغه وروسته زیاتې شوې چې د فاریاب یوشمېر اوسېدونکو د دې ولایت د سیمه ییزو پولیسو د یوه قوماندان نظام الدین قیصاری د نیول کېدو په اعتراض کې چې د امنیتی ځواکونو له خوانیول شوى ، د آقینې بندر وتاړه او دغه بندر لس ورځې کېږی  چې دغه بندر یې تړلى دى او د سوداګرو د نفتی توکو په سلګونو ټانکرونه د ترکمنستان په خاوره کې ولاړ دی. د نظام الدین قیصاری د نیول کېدو په غبرګون کې د ده پلویانو لاریونونه پراخ کړل او هڅه یې داوه چې دوی افغان حکومت تر فشار لاندې ونیسی او ناروا غوښتنې ترې پوره کړی.له فاریاب وروسته په بغلان او سمنګانو کې له تاوتریخوالی ډک لاریونونو کې سوداګرو او دوکاندارانو ته زیات زیانونه اوښتی اود  هېواد دښمنې کړۍ پردې کار کوی چې دا لاریونونه لا ډېر په تاوتریخوالی بدل کړی چې د خلکو زیاتې غوسې راپاروی او لا ډېر د حکومت پر ضد را پورته شی.که لاریونونه سوله ییز وی،د  هېواد دښمنې کړۍ باور لری چې پر افغان حکومت فشارونه نه راځی، نو لاریون کوونکی تاوتریخوالی ته هڅوی، چې په اخ و ډب یې واړی او حکومت تر نیوکو او فشارونو لاندې راشی.د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی دا تګلاره او دریځ له هرکلی سره مخ دى چې د زور واکو پروړاندې یې ګام پورته کړى او ولسمشر ډاډ ښودلى چې ټول هغه زور واکی به قانون ته سپاری چې کلونه یې په خلکو ژوند تنګ کړى او د ناامنیو او جګړې له درکه یې ځانونو ته قصرونه جوړ کړی دی.ولس هم نه پرېږدی، چې خپلسری وسله وال دې نور د دښمن د ګټو لپاره ملی او ولسی ګټې تر پښو لاندې کړی، خو یو شمېر ډلې او ټپلې لا هم شته، چې دا کار کوی، دلته د ولس مسوولیت هم دى، چې دغه کسان پوه کړی، چې د ملی ګټو مخالف او د ملی روحیې ضد کسانو ننګه ونه کړی، د قیصاری پلویانو نه یوازې د اقینې بندر تړلى، بلکې د کابل_ مزار لار یې هم تړلې وه او د فاریاب ولایت ودانۍ ته یې هم اور واچاوه، دا د وسله والو ترهګرو او مخالفینو کار دى، دوى د همدغو ترهګرو او وسله والو په شان ملی خیانت وکوی، نو ولس باید له هغوى سره کښېنی او قناعت ورکړی، چې د ملی ضد کارونه نور ونه کړی او نور دخاینانو او جنایتکارانو په څنګ کې ونه درېږی.

شهیر

ممکن است شما دوست داشته باشید