روزنامه هیواد

د جمهور رییس محمداشرف غنی د ډاډګیرنې پیغام

په خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د علومو اکاډمۍ غړې، لیکواله او ژورنالیسته غوټۍ خاورې د ورپیښې ناروغۍ له کبله په حق ورسېده. غوټۍ خاورې د راډیو افغانستان د ویاندې، د ادبیاتو د محققې، د ولسی ادب د ټولوونکې،  د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د خپلواک کمېسیون د کمیشنرې او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علمی غړې په حیث د هېواد خدمت وکړ. د دې مړینه لویه ضایعه ده. د غوټۍ خاورې د مړینې په مناسبت د هغې کورنۍ، دوستانو، د افغانستان په علومو اکاډمۍ کې د هغې همکارانو او د هېواد فرهنګیانو ته تسلیت وایم. الله تعالی دې یې جنتونه په نصیب کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید