روزنامه هیواد

د جمهور رییس محمداشرف غنی د تسلیت پیغام!

په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم، چې د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو رییس پوهنوال سیداجان عتیق عبدیانی د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.

انا لله و انا الیه راجعون

استاد سیداجان عتیق عبدیانی د ننګرهار پوهنتون د استاد په توګه د هېواد د ځوانانو د تحصیل او مسلکی روزنې په برخه کې د قدر وړ خدمتونه وکړل ، د نوموړی مړینه یوه ضایعه ده.

د مرحوم پوهنوال عبدیانی کورنۍ، دوستانو، شاګردانو، همکارانو او د لوړو زده کړو وزارت رهبری او منسوبینو ته د نوموړی د وفات له امله خپل د ډاډګیرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوم او ارواښاد ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت هیله کوم.

ممکن است شما دوست داشته باشید