روزنامه هیواد

د جمهور رییس غنی په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلى سرقوماندانۍ غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامی جمهورىت د جمهوررییس محمداشرف غنی په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلى سرقوماندانۍ غونډه پرون له غرمې مخکې په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه.غونډې په غزنی، هلمند، کندهار، ننګرهاراو فراه ولاىتونو او د کابل په څنډو کې د ځانګړو او تصفىوی عملىاتو د پرمختګ په اړه د دفاعی او امنىتی سکتور د وزارتونود  راپور له اورېدو وروسته لارښوونه وکړه چې ىادعملىات دې په قوی او مستمر ډول دوام ومومی.دغه راز د دفاعی او امنىتی سکتور وزارتونو ته لارښوونه وشوه چې د هېواد د لوىو لارو د امنىت پر تامىن خپل تمرکز لا زىات او په دې برخه کې دې بېړنی اقدامات وکړی.

د غونډې په پاى کې جمهوررییس غنی د هېواد له هغو دفاعی او امنىتی ځواکونو څخه چې د تصفىوی عملىاتو او د فراه ولاىت د هلىکوپتر د پېښې د جسدونو په ترلاسه کولو کې ىې مېړانه ښودلې وه، قدردانی وکړه او اړوندو ادارو ته ىې د دوى د تقدىرولو لارښوونه وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید