روزنامه هیواد

د جمهور رییس حکم

د اساسی قانون د (٣۴ مې)  مادې صراحت ته په پاملرنې سره، چاپی رسنۍ، صوتی بنسټونه ، نشراتی موسسې او خبری آژانسونه د هېواد داتباعو د افکارو، خبرو او لیکنې د خپرولو د وسیلې په توګه د بیان د آزادۍ په تحقق او مصونیت او د دموکراسۍ په تامینولوکې کلیدی رول لری، د همدې ملحوظ له مخې د دغو بنسټونو د ستونزو د لرې کولو، د فعالیت د ځنډېدو د مخنیوی او د دغو بنسټونو د فعالیتونو د هڅونې، ملاتړ او پیاوړتیا په خاطر ددغو مراتبو لارښوونه کېږی:

لومړۍ ماده :

د باقیاتو د تحصیل د څرنګوالی د قانون د ۱۲مې) مادې له صراحت سره سم، دهغو  صوتی رسنیو، نشراتی موسسو او د خبری آژانسونو مالیات چې  تر اوسه پورې یې خپل مالیات نه دی ورکړی، په حد اکثر ډول په اوو کلونوکې په میاشتینیو قسطونو سره دې واخیستل شی.

دویمه ماده:

د اساسی قانون د ( ۶۴ مې) مادې په  (١٨ مې) فقره او د باقیاتو د تحصیل د قانون په (٣٠ مې) ماده کې د لیکل شوی صلاحیت له مخې د دغو بنسټونو پخوانی مالیاتی جریمې او دغه راز تر وروستۍ تصفیې پورې د دغو بنسټونو دمالیاتی قسطونو په دوران کې معاف بلل کیږی .

دریمه ماده :

د مالیاتو د لومړی قسط په ورکړې سره، د دغو رسنیو د فعالیت جواز لیکونه تمدیدېږی.

په استثنایی ډول د یو ځل لپاره، د هغو نورو رسنیو د مالیاتی قسطونو نه تحویلی چې د واحد شخص تر ملکیت لاندې دی، د هغې رسنۍ د جواز د تمدید خنډ نه کېږی چې مالیاتی قسط یې ورکړاى شوى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید