روزنامه هیواد

د جمهور رییس حکمونه

  دانتخاباتو خپلواک کمېسیون  دروان کال دلړم دمیاشتې د ٢١مې نیټې  دپریکړې  له مخې ،ددغه کمېسیون له غړیتوب  څخه  دنجیب الله احمدزی دګوښه کولو په اړوند لارښوونه  کېږی چې اړونده  بنسټونه  دې دنوی نوماندانو لېست  ددغه کمېسیون دیو تن غړی په کمبود  بست کې دټاکلو لپاره جمهوری ریاست ته معرفی کړی .

همدارنګه :

  دسیمه ییزې  حکومتوالۍ په چارو کې  د جمهور رییس د سلاکار د ګوښه کېدو په  باب  دافغانستان داسلامی جمهوریت د جمهور رییس محمد اشرف غنی حکم :     داساسی قانون د ۶۴مادې د ١٣ فقرې  دحکم له مخې ،  دسیمه ییزې  حکومتوالۍ په چارو کې  دافغانستان داسلامی جمهوریت  د جمهور رییس  دسلاکار احمد الله علیزی ګوښه کېدل منظور دی .

ممکن است شما دوست داشته باشید