روزنامه هیواد

د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې د خلکو د پراخ ګډون او همکارۍ اړتیا

افغان حکومت د هېواد د نافذه قوانینوپه رعایت سره د جمهوری ریاست ټاکنو ته هراړخیز چمتووالى نیولى  او د جمهوری ریاست نوماندانو هم د روان لمریز کال د زمری میاشتې له شپږمې نېټې څخه په رسمی ډول خپل ټاکنیزکمپاینونه پیل کړی دی: ټاکل شوې چې د جمهوری ریاست انتخابات د روان لمریز کال د تلې یا میزان میاشتې په شپږمه  نیټه په ټول هېواد کی و شی ، البته دغو ولسمشریزو ټاکنو ته پراخ تیارى نیول شوى دى ، افغان حکومت او ولس  دغو  ټاکنو ته لیوال دی دغه راز مدنی ټولنې  او د بشری حقونو مدافعان ، د ښځو د حقونو مبارزین او فعالان له ټاکنو پرته بله لاره غوره نه ګڼی ، ددغو بنسټونو په شمول په سیمه او نړۍ کې هم دافغانستان دوست او ستراتیژیک ملګری هېوادونه په افغانستان کې له جمهوری نظام پرته د هېواد امن اوثبات په بل څه کې نه وینی ، افغان حکومت دولس په ملاتړ د ټاکنو په مخ کې ټول خنډونه له منځه وړی او نه غواړی چې په بېلا بېلو پلمو هېواد بېرته  شا تګ ته اړشی . چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره  ۱۲زره ښځې له خپلو محارمو سره د تلاشۍ لپاره ګمارل  کېږی، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلی چې دغه ښځې به په موقت ډول د ټول هېواد په کچه وګومارل شی. خو ۱۲ زره محرمان به بیا ددغو ښځو د خوندیتوب لپاره ورسره همکار وی. ددغه کمېسیون ویاند دروان لمریز کال د وږی میاشتې په څلورمه نېټه  رسنو ته  ویلی چې د ښځو دا شمېره د ښځو چارو وزارت له لوری ورپېژندل شوی دی ،۱۲ زره ښځې او ۱۲ زره محرمان یې چې ټولټال ۲۴ زره کسان کېږی، دا د ښځو چارو وزارت له لوری معرفی شوی چې د ټاکنو په ورځ به د تلاشی کوونکو په توګه  د ټاکنو له کمېسیون سره همکاری وکړی ، همداشان ویل شوی هره هغه مېرمن چې د ټاکنو په پروسه کې د تلاشی کوونکې په توګه همکاری کوی امتیازات هم ورته په پام کې نیول شی دی، خو دغه امتیازات ددوى د محرمانو لپاره نه دی. له دې سره په دغې پروسه کې د راى ورکولو د مرکزونو بندوالی او له لوړ امنیتی ګواښ سره مخ کېدل هغه څه دی چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون یې اندېښمن کړى دى. ددغه کمېسیون په خبره، دا مهال د امنیتی بنسټونو له لوری ورته یوازې د ۴۹۰۰ مرکزونو  د امینت د ټینګښت ډاډ ورکړل شوى دى. له دې وړاندې دغه کمېسیون امنیتی بنسټونو ته د ۷۳۷۳ مرکزونو وړاندیز کړى و، خود امنیتی بنسټونو له لوری ورته د ۵۳۷۳ مرکزونو د امنیت ډاډ ورکړل شو چې دا شمیر هم بالاخره ۴۹۰۰ ته راښکته شو. همداراز د کورنیو چارو وزارت بیا وایی چې د ښځینه پولیسو د کموالی له امله اړ دى چې له ملکی ښځو څخه په دې پروسه کې همکاری وغواړی او انتخاباتو ته په نږدې ورځو کې به د تلاشۍ او پلټنو لپاره ښځو ته روزنې هم ورکړل شی. ددغه وزارت ویاند ویلی : تاسو پوهېږئ چې په ټول هېواد کې موږ درې نیم زره ښځینه پولیسې لرو، خو دا کفایت نه کوی، ځکه ددوى ترڅنګ به د ولسی جرګې په انتخاباتو کې چې کومو  ښځو د تلاشۍ په برخه کې تجربه درلوده، له هغوى به دا ځل هم ګټه اخیستل کېږی او دا کار د ښځو چارو وزارت په همغږۍ شوى دى. پرانتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه بیا د حکومت له دغې پرېکړې هر کلى کوی، خو وایی چې د تلاشۍ لپاره دې د ښځو له محرمانو هم د انتخاباتو په پروسه کې کار واخیستل شی، چې دا پروسه خوندی او پیاوړې شی.»البته ټولټاکنې یوملی بهیر دى نو د خلکو د ملاتړ اوهمکارۍ په صورت کې کېداى شی چې دغه بهیر له هراړخیزې روڼتیا او مشروعیت څخه برخمن شی ، نو ټولټاکنې په حقیقت کې په هره ټولنه کې د دموکراسې د ټینګښت او پایښت یو اصل ګڼل کېږی چې دهمدې اصل په پام کې نیولو سره خلک هم باید په ډېر شوق او علاقې سره په راروانو ټاکنو کې پوره ونډه واخلی او داسې نوماند ته خپله رایه ورکړی چې له هره پلوه وړ او دهیواد ملی ګټو ته ژمن او وفادار وی چې وکولاى شی په ښه توګه ولس ته خدمت وکړی او هېواد له شته کړکېچونو او کشالو څخه په  پوره هوښیارۍ وژغوری، ځکه ګران افغانستان دامهال له سختو حالاتو سره مخامخ دى نو یواځې ولس سمه پرېکړه کولى شی چې حالات  کابو کړی ، البته د نوماندانو دټاکنیزو کمپاینونو په لړکې خلک باید د نوماندانو په تشو ژمنو هم ونه غولېږی، بلکې خلکو ته په کار ده چې دهر نوماند پروګرامونه او وړتیاوې ښې دقیقې وارزوی اوبیا وروسته ورته دملی امانت په توګه خپله رایه وکاروی .

البته د حکومت له لوری په خپل وخت  دټاکنو د ترسره کېدو د ژمنتیا ترڅنګ د هېواد روانو امنیتی ننګونو ته په کتو سره دا روښانه کېږی چې د هېواد او سولې دښمنانو په دې وروستیو کې خپلو ناوړو فعالیتونوته زور ورکړى چې په دې ډول د هېواد ثبات او امنیتی حالت نارامه ، ګډوډ او د ټولټاکنو بهیر په یو ډول نه یوډول سبوتاژ کړی  چې ددوى داکړنې په ښکاره توګه د اسلامیت ، انسانیت او افغانیت پرخلاف دی ،  خو داباید هېرنه کړو چې دهېواد اتل امنیتی او دفاعی ځواکونه ددی وړتیا لری چې په هېواد کې د جمهوری ریاست د ټولټاکنوپرمهال خلکوته هراړخیزمصئون امنیتی چاپېریال مساعد کړی  چې له مهال وېش سره سم په هېواد کې د جمهوری ریاست ټولټاکنې د بشپړ امنیت په فضا اود خلکو په پراخ ګډون سره له هر ډول درغلیو پرته په پوره روڼتیا ترسره شی او دخلکو واقعی استازى ولس ته دښه خدمت کولو په موخه دجمهوری ریاست څوکۍ  ته لاره پیدا کړی او په دې توګه هېواد او هېواد والو ته په پوره سپېڅلتیا د غوره خدمت کولو ویاړ ترلاسه کړی.

ش ، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید