روزنامه هیواد

د جمهوررییس په حضور کې زیمنس د انرژی له کمپنۍ سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په حضور کې د مالیې وزارت، د اوبو د چارو د تنظیم ملی ادارې او د افغانستان برېښنا شرکت او زیمنس انرژی کمپنۍ ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک پرون له غرمې مخکې، لاسلیک شو.په چهارچنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د جمهوری ریاست لومړی مرسیتال امرالله صالح هم حضور درلود، د پانګونې د آسانتیا واحد رییس عطاالله نصیب زیمنس انرژۍ کمپنۍ سره د دغه تفاهم لیک لاسلیک د جمهوررییس لیدلوری او غوښتنې ته د جرمنی د لومړۍ وزیرې مثبت ځواب وباله .ښاغلی نصیب زیاته کړه: د دغه تفاهم لیک عمده موخې د جیو ستراتیژیک او د انرژی د ټرانزیټ د بستر په توګه نویو عایداتی منابعو ته د افغانستان لاسرسی، د داخلی انرژی منابعو او د هېواد صنعتی کولو کې د افغانانو بشری ظرفیتونو څخه ګټه اخیستل او په افغانستان کې د انرژۍ د نوی، عصری، چټک، پایدار او ګټور سیستم ایجاد دی.نوموړی وویل: دا مهال په افغانستان کې ۲۸سلنه خلک برېښنا ته لاسرسی لری او په ۲۰۳۲ م کال کې به دا سلنه ۶۵ ته لوړه شی. ده د برېښنا د تولید او انتقال په برخه کې د افغانستان د ظرفیت یادونه او په دغه ظرفیت د زیمنس انرژی کمپنۍ د باور قدردانی وکړه او وې ویل: زیمنس د انرژی کمپنۍ سره د تفاهم لیک له لاسلیک وروسته به دوامداره همکاری ولرو.ورپسې د مالیې وزارت مرستیال حبیب ځدران، د اوبو د چارو د تنظیم ملی ادارې رییس خان محمد تکل او د افغانستان برېښنا شرکت استازی محمود قادری د زیمنس انرژی کمپنۍ اجرائیه رییس ډایټمر سیرډارفر او مالی رییس میکایل بوکر سره د همکارۍ تفاهم لیک، لاسلیک کړ. وروسته د زیمنس انرژی کمپنۍ عمومی رییس ډاکتر کریسټن بروک چې د ویډیو کنفرانس له لارې تالار ته وصل و، وویل: ما غوښتل چې نږدې راشم، خو د کورونا له امله مې ونشو کولای. د دغه تفاهم لیک د لاسلیک او پر زیمنس د انرژی کمپنۍ ستاسو له باور څخه مننه،خوښ یم چې په دې برخه کې مو نن یو ګام واخیست او موږ ټول به په راتلونکی کې د انرژۍ په برخه کې له افغانستان سره له نږدې او ګډ کار وکړو.نوموړی د هېوادونو پرمختګ کې د انرژی ارزښت ته په اشارې وویل: موږ به دوامداره، باوری او تجدید وړ انرژۍ ته د افغانستان د لاسرسی لپاره کار او مرسته وکړو . افغانستان به په تجدید وړ انرژۍ سنبال او سیمې ته د انرژی د لېږد په مرکز بدل کړو. ده زیاته کړه، موږ غواړو په افغانستان کې د انرژۍ د ارزښت زنځیر او د انرژۍ موثر، پایداراو د لاسرسی وړ سیستم رامنځته کړو.جمهوررییس غنی دغو مراسمو ته پر وینا کې وویل: وخت او واټن زموږ د ګډ کار او همکارۍ مخه نشی نیولی او له ټولوڅخه مننه، چې د دغه تفاهم لیک د لاسلیک او د انرژۍ په برخه کې یې د ګډ کار او همکارۍ زمینه برابره کړه. ده زیاته کړه: انرژی یوازې زیربنا نه، بلکې د ټولو پرمختګونو او انسانی پانګونو لپاره مهمه ده.ده څرګنده کړه، انرژی یوازې د زیربنا ، زیربنا نه ، بلکې د انسانی، اجتماعی او ټولو پانګو او مالی بنسټونو د انکشاف او پرمختګ لپاره بستر دی. موږ به افغانستان جوړ او خپلو هېوادوالو ته د کورونو، دفترونو، محصولاتو، تولیداتو، کرنې، صنعت او خدمتونو په برخوکې باوری او دایمی برېښنابرابره کړو. جمهوررییس د برېښنا په برخه کې د افغانستان ضایعاتو ته په اشارې وویل: د زیمنس له تجربو څخه په استفادې به په دې برخه کې د شته ضایعاتوکچه راکمه کړو. ده زیاته کړه: افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعت او د انرژی د تولید او انتقال د لوړ ظرفیت له لارې د جنوبی آسیا اړتیاوې پوره کولی شی.جمهوررییس غنی د انرژی په برخه کې د زیمنس د انرژی کمپنۍ پر رول خوښی څرګنده کړه او وې ویل: د زیمنس په رول خوښ یوو چې د سیمې په کچه د اسانچاری رول ادا کړی او د مرکزی آسیا برېښنا ته لاسرسی لا آسانه کړی.د هېواد جمهوررییس څرګنده کړه: افغانستان د انرژۍ او طبیعی ګازو د تولید لوړ ظرفیت او پرېمانه منابع لری، چې هغو ته د انکشاف او له هغو څخه د موثرې استفادې ترڅنګ به د برېښنا معیاری سیستم ایجاد کړو.محمداشرف غنی د جمهوری ریاست د لومړی مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د برېښنا اصلاحاتو ملاتړ اعلام کړ او وې ویل: موږ به په پام وړ توګه د لمریزې، بادی او آبی برېښنا د تولید منابعو ته انکشاف ورکړو او افغانستان دولت د زیمنس انرژی کمپنۍ د چوکاټ ملاتړ کوی.جمهوررییس غنی د انرژی په برخه کې بشری پانګونه کلیدی عنصر وباله او د انرژی پراخ استعمال او ارزښت ته په اشارې یې په ټینګار سره وویل: موږ د هراړخیز پرمختګ او د هېوادوالو د هوساینې لپاره په افغانستان کې د صنعت، کرنې او په بله هره برخه کې دوامدارې انرژۍ ته لاسرسی غواړو .

ممکن است شما دوست داشته باشید