روزنامه هیواد

د جمهوررییس غنی په مشرۍ په کانونو او پټرولیم وزارت کې د اصلاحاتو په موخه غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ پرون ماسپښین د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو سره د یاد وزارت د جوړښت د بدلون او اصلاحاتو په اړه غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې وشوه، د کانونو او پټرولیم وزارت د جوړښت د تغییر او اصلاحاتو پر بحث سربېره، د هغو پروژو د لومړیتوب په اړه چې عواید لوړوی او هغه پروژې چې د اکتشاف په برخه کې به یې دولت تمویل کړی، بحث او
خبرې وشوې.

غونډې پرېکړه وکړه چې د کانونو او پټرولیم وزارت دې په یوه اونۍ کې خپلې طرحې او برنامې په لیکلې بڼه د جمهوری ریاست عالی مقام ته وړاندې کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید