روزنامه هیواد

د جمهوررییس غنی په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د کابینې غونډه د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ او د کابینې د غړو او والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې پرون مازیګر په ارګ کې ترسره شوه.

لومړی جمهوررییس غنی په سمنګان ولایت کې تروریستی برید سخت وغانده او د دې پېښې د شهیدانو او د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو د شهیدانو کورنیو سره یې د خپلې غمشریکۍ مراتب څرګند کړل.

جمهوررییس د دښمن د بریدونو د دفع کولو لپاره د احضاراتو او تیاریو په موخه، د هېواد امنیتی اودفاعی ارګانونوته لازمې لارښوونې وکړې.

همداراز جمهوررییس د ننګرهار د مخکینی والی ارواښاد سلیم خان کندوزی کورنۍ ته چې د کرونا ناروغۍ له امله وفات شو او د دې ویروس له وجې د نورو قربانیانو کورنیو ته د خپلې غمشریکۍ او همدردۍ مراتب وړاندې کړل.

جمهوررییس د یو شمېر ولایتونو لپاره نویو معرفی شویو والیانو او د کابینې په غونډه کې د هغوی د ګډون هرکلی ترڅنګ، په نږدې راتلونکې کې په تدریجی ډول په مرکز او د خپل مسوولیت په ساحو کې د امنیتی میثاق د عملی کولو په موخه د کابینې د غړو او والیانو پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.

همداراز تر راتلونکې یوې اونۍ پورې د کابینې د غړو، والیانو، د ادارو رییسانو (خپلواک بودجوی واحدونه) او د وزارتونو مرستیالانو د شتمنیو ثبت فورمونو په اړه لارښوونه وشوه چې د فورم د نه ثبتولو په صورت کې دې د هغوی معاشونه د فورم تر بشپړولو پورې د مالیې وزارت له لوری قطع شی.

په همدې ترتیب د کابینې غړو، والیانو او د ادارو رییسانو (خپلواک بودجوی واحدونه) ته د هغوی تر لاس لاندې مسوولینو د شتمنیو ثبت په اړه لاښوونه وشوه.

کابینې دافغانستان د سولې او انکشاف ملی چوکاټ د دویمې مسودې سند له یو سلسله بحثونو او نظریاتو زیاتولو سره تصویب کړ.

همداراز کابینې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی په موخه د کاری رژیم طرزالعمل د تعدیل طرحه، په (۱۹) ماده کې د احصاییې او معلوماتو ملی ادارې اود کابل ښاروالۍ په شاملولو سره، چې باید د یاد طرزالعمل مطابق د ادارو کارکوونکی د روغتیایی معیارونو په رعایت کولو سره په دوو کاری نوبتونوکې په جفتو او تاقو ورځوکې د سهار له ۸ د مازدیګر تر ۴ بجو پورې خدمتونه وړاندې کړی، تصویب کړه.

کابینې پرېکړه وکړه چې ښوونځی او پوهنتونونه دې د روان کال د زمری میاشتې له ۱۵ نېټې وروسته د روغتیایی معیارونو او سپارښتنو په رعایتولو سره، په دې شرط چې د عامې روغتیا وزارت د ارزونې پر اساس د هېواد په کچه د کرونا ویروس وضعیت تر یادې نېټې پورې شدید نشی، پیل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید