روزنامه هیواد

د جمهوررییس غنی په مشرۍ د ښځو عالی شورا لومړۍ غونډه جوړه شوه

د افغانستان اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ د ښځو عالی شورا لومړۍ غونډه وړم مازدیګر په ارګ کې ترسره شوه.د غونډې په پیل کې د هېواد لومړۍ مېرمن له جمهوررییس څخه د ښځو عالی شورا د جوړېدو په خاطر مننه وکړه او وې ویل: د دې شورا ایجاد دا ثابتوی چې دولت د ښځو ملاتړی دی او د دې ستر ګام په اخیستو سره د تصمیم ګېرۍ په سطحه کې هغوی ته د پرمختګ زمینه برابروی.هغې زیاته کړه، د ښځو عالی شورا ایجاد تاریخی اقدام دی، چې د دولت رهبرۍ ته یې د ښځو د لاسرسی زمینه برابره کړې ده.

په دغه غونډه کې د اجندا مطابق د ښځو چارو وزارت سرپرستې د ښځو عالی شورا په اړه معلومات ورکړل او د یادې شورا د فعالیت د څرنګوالی په اړه یې د هېواد له ښځو سره د مشورتی غونډو په اړه خپل راپور جمهوررییس سره شریک کړ.

نوموړې زیاته کړه: د ښځو عالی شورا د افغانستان اسلامی جمهوریت عالی مقام د  ۲۲/۵/۱۳۹۹ نېټې د (۵۵) ګڼې فرمان پر بنسټ د ژمنو د تطبیق او په ټولنیزو، اقتصادی، سیاسی، فرهنګی او حقوقی برخو کې د ښځو ستونزو د حل په خاطر ایجاد شوه.

د ښځو چارو وزارت سرپرستې وویل: د ښځو عالی شورا لومړۍ غونډې ترسره کولو لپاره په هېواد کې دوه مشورتی غونډې شوی، په هکله یې د ګډونوالو نظریات او وړاندیزونه ترلاسه او د اجندا موضوعات اولویت بندی شوی او د نن ورځې اجندا په سولې پروسه کې د ښځو د رول په اړه ده.

وروسته د ولایتونو د ښځو په استازیتوب سارا سیرت د ښځو عالی شورا د غونډو د اجندا په اړه د ښځو نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.

نوموړې د ښځو عالی شورا د غونډو د اجندا او په دې شورا کې د مدنی ټولنې د شمولیت ډول په هکله د دوی د نظریاتو د شمولیت په برخه کې د ښځو چارو وزارت اقدام وستایه او د مشوری غونډې د ترسره کولو موخه یې د ښځو عالی شورا د فعالیت څرنګوالی په اړه د ښځو د نظریاتو راټول او د یادې شورا په غونډو کې په دورانی ډول د مدنی ټولنې د غړو ګډون وباله.سارا سیرت، د شورا د غړو لپاره په بېلابېلو برخو کې د ښځو (۳۴) مورده وړاندیزونه هم بیان کړل.

وروسته د جمهوری ریاست د عالی شوراګانو د انسجام چارو ریاست مرستیال د شورا کاری کړنلاره غونډې ته وړاندې کړه او وې ویل: د غونډو د موضوعاتو د انسجام، د ښځو عالی شورا د غونډو جوړولو او موضوعاتو د څېړنې او ارزونې، د شورا د کاری طریقو د معیاری کولو، د وزارتونو، ادارو او دارالانشاء تر منځ د همغږۍ د ایجاد او آسانتیاو رامنځته کولو، همداراز د مصوبو د څارنې بهیر د چټکتیا او د جمهوری عالی مقام او عالی شورا غونډو ته د ګټورو او نتیجه محورو راپورونو وړاندې کولو لپاره د لازمې همغږۍ او چمتووالی په خاطر د دغې شورا کاری طرزالعمل په ۴ څپرکو او ۲۸ مادو کې په څو غونډو کې د ښځو چارو وزارت سره په همغږۍ، د هېواد لومړۍ مېرمن دفتر او عدلیې وزارت د ګټورو نظریاتو او مشورو په ترلاسه کولو سره، ترتیب شوی دی.جمهوررییس د غونډې د ګډونوالو د نظریاتو له اورېدو وروسته، حاضرینو ته د ښځو عالی شورا د لومړۍ غونډې ترسره کېدو مبارکی ورکړه او دا یې لوی ویاړ وباله او وې ویل: دا چې افغان ښځې اوس خپله استازولی کوی، د دې لامل ګرځی چې غږ یې هره ورځ لا زیات رسا شی.

د هېواد جمهوررییس څرګنده کړه، په تېر کې د ښځې پر دویم رول تمرکز و، خو نن له نارینهو سره د مساوی حقونو لرونکی وګړی په توګه د افغان ښځې پر کلیدی رول ټینګار کېږی، چې دا په خپله د هېواد د اساسی قانون مسلم اصل دی.جمهوررییس، د شورا طرزالعمل او د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ او اقتصاد وزارتونه د یادې شورا د دایمی غړو په توګه تایید او د ولایتونو د ښځو د وړاندیزونو په اړه یې لارښوونه وکړه، چې ټول ذکر شوی وړاندیزونه دې سکتور بندی او په جلا ډول دې د ښځو عالی شورا غونډو ته وړاندې شی.

ورپسی د اجندا مطابق د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشری حقونو او مدنی ټولنو معیین د سولې بهیر کې د ښځو د اقداماتو مسیر او د ملی روغې جوړې عالی شورا مرستیال د اجتماعی سولې د ایجاد د څرنګوالی طرحه وړاندې کړه.د غونډې په پای کې جمهوررییس وویل: د سولې هېڅ مذاکره آسانه نه ده، باید ژر له تشریفاتو څخه د مذاکرتو اصلی موضوعاتو ته وګرځو او دا د دولت کار دی، چې د سولې تطبیق ته زمینه برابره کړی. ده زیاته کړه: سیاسی حللاره چې د تلپاتې او باعزته سولې لامل شی، زموږ کلیدی موخه ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید