روزنامه هیواد

د جمهوررییس غنی : معیینان به د آزاد رقابت له لارې استخدام شی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ د کابینې غونډې د یما سیاووش او د هغه د همکارانو او د خبریال الیاس داعی پر موټر  او پغمان ولسوالۍ کې پر امنیتی او دفاعی ځواکونو او د هېواد نورو برخو کې شوی تروریستی بریدونه په سختو ټکو وغندل.د هېواد جمهوررییس د بیان آزادی د افغانستان د خلکو او دولت له مهمو او په ډېرو قربانیو ترلاسه شویو ارزښتونو څخه وبلله او د جمهوری ریاست د عامه او ستراتیژیکو اړیکو ادارې رهبری ته یې د  خبریالانو د ملاتړ صندوق له لارې د شهیدو خبریالانو کورنیو ته د رسیدګی لارښوونه وکړه.کابینې د جمهوری ریاست د لومړی مرستیال په رهبرۍ د امنیتی تړون د تطبیق په پایله کې دوه ځلې د دولت تصرف کې د عامه ملکیتونو د راتګ قدردانی او پرېکړه وکړه، چې د جمهوری ریاست لومړی مرستیال دې د لسو عمده ښارونو لپاره تدوین شوی تطبیقی پلان څارنه وکړی.جمهوررییس غنی دې ته په اشارې ،چې کابل ښار کې د امنیتی تړون د تطبیق پلان تجربې په واضح توګه وښوده ، چې اضافه پیسو او تشکیل ته اړتیا نشته وویل: په موجود تشکیل او واضح ارادې لس برابره کار په اساسی توګه کېدای شی او دا پروسه دې دوام پیدا کړی . د جینوا کنفرانس لپاره د افغانستان د انکشاف او سولې ملی سند چوکاټ د وروستیو انکشافاتو په اړه د بحث پرمهال جمهوررییس وویل: د جنیوا کنفرانس سند د اصلاحاتو اساسی پیل دی او ټولې ادارې پر بنیادی اصلاحاتو مکلفې دی، له دې پرته به یې بودجه قطع شی. محمداشرف غنی وویل: له دې وروسته باید هره اداره خپله بودجه د اصلاحی اقداماتو، د عوایدو زیاتوالی او د بودجې د معقول مصرف په پایله کې ترلاسه کړی. هر وزارت، اداره او ولایت باید له جمهوری ریاست سره د خپلو فعالیتونو واضح او شفاف تړون ولری. ټول معیینان به د آزاد رقابت له لارې  په مطلقه بې طرفۍ استخدام شی او دوی به باصلاحیته وی.د جمهوری ریاست لومړی مرستیال پر کابل پوهنتون د تروریستی برید په اړه د پرمختګونو د معلوماتو ترڅنګ په هلمند، کندهار او د هېواد نورو برخو کې د دښمن پر وړاندې د امنیتی او دفاعی ځواکونو د وروستیو بریاوو قدردانی وکړه. غونډې ټینګار وکړ، چې د وروستیو تروریستی بریدونو په ځانګړی ډول پر کابل پوهنتون د برید د عاملینو د عاجلې او ښکاره محکمې په اړه دې عدلی او قضایی ارګانونو سره خبرې وشی.د کابینې غونډې د کورونا د دویمې څپې په اړه د عامې روغتیا وزارت راپور او وړاندیزونه تائید کړل او پرېکړه یې وکړه ،چې یاد وزارت او د جمهوری ریاست د عامه او ستراتیژیکو اړیکو اداره دې له ولس سره شریک کړی. کابینې همداراز پستی خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د حق الامتیاز، کمېشن او تضمین او په افغانستان کې د بیسیم مخابراتی دستګاو او راډیویی فریکونسۍ څخه د استفادې څرنګوالی مقررې د ځینې مادو د تعدیل طرحه تصویب کړه.کابینې د غړو د یو لړ اصلاحی نظریاتو په درجولو سره د دولتی ادارو ویاندویانو لارښود ترڅنګ ملت ته د دولت د ځواب ویلو کلنۍ برنامې راپور تائید کړ او ټولو ادارو ته یې د ۱۳۹۹ لمریز کال د کړنو د راپور برابرولو او د جمهوری ریاست د عامه او ستراتیژیکو اړیکو ادارې ته یې د هغو د خپرولو لپاره د چمتووالی لارښوونه وکړه.

د کابینې غونډې د جمهوری ریاست د لومړی مرستیال په مشرۍ د شپږ نیمو بجو د غونډې، د جمهوریت په ملاتړ او د خلکو ستونزو ته د رسیدګی په موخه د غونډو جوړېدو، په تلوېزیونی بحثونو کې د جمهوررییس د سلاکارانو او پخوانیو والیانو د ګډون، د شهیدانو ورثې، کډوالو او بې ځایه شویو او علمای کرامو ته د مځکې او سرپناه  د وېش په موخه د تقنینی اسنادو د نهایی کېدو، د افغانستان برېښنا شرکت سره د زیمنس کمپنۍ د همکارۍ او د برېښنا د ضایعاتو د مخنیوی په موخه د موثرې طرحې برابرولو قدردانی وکړه. د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، هغه خصوصی روغتیایی مرکزونه دې، چې د بهرنیو سفرونو په خاطر د هېوادوالو د کرونا ټیسټ کوی، جدی وارزول شی او د سرغړونکو پر وړاندې دې عاجل قانونی اقدامات وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید