روزنامه هیواد

د جلغوزیو حاصلات ۲۴ زره ټنو ته رسېږی

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د جلغوزیو د ځنګلونو تر ارزونې وروسته په روان کال کې د جلغوزیو د  لس تر ۱۲ سلنې زیاتوالی خبر ورکوی. د جلغوزیو د ځنګلونو ارزونه ښیی، چې د جلغوزیو سږنی حاصلات ۲۴ زرو ټنو ته رسېږی.
د جلغوزیو ځنګلونه د هېواد په نهو ولایتونو ((  خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، کاپیسا او کابل)) کې شتون لری، چې تر دې مهاله یې ۴۴ زره هکتاره مځکه نیولې ، چې په تېر کال کې د جلغوزیو له یادو ځنګلونو څخه څه باندې ۲۳ زره ټنه حاصلات تر لاسه شوی ، خو په روان کال کې دغه شمېره ۲۴ زرو ټنو ته رسېږی.

د خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ، لغمان، نورستان او کاپیسا ولایتونه د هغو ولایتونو په ډله کې راځی ،چې د جلغوزیو ډېر ځنګلونه په کې شتون لری. یواځې د خوست او پکتیا په ولایتونو کې کابو ۴۰ زره کسان د جلغوزو په کار وبار او په راټولولو بوخت دی.

د ولسمشر محمد اشرف غنی له خوا، تېر کال د لړم ۱۵ مه د جلغوزیو ملی ورځ ونومول شوه. د روان کال د لړم په ۱۵ مه د جلغوزیو د ملی ورځې په نمانځغونډه کې ولسمشر غنی  د جلغوزیو صادراتو ته په اشارې وویل: (( زموږ پټې خزانې نورې پټې نه دی. زموږ دی، رڼې دی، مشروع دی او د افغانستان د صادراتو وړ دی.))

جمهوررییس غنی په مراسمو کې وویل: نن د افغانستان ټول ولس د جلغوزیو په ارزښت پوهېږی. جلغوزې یواځې د لویې پکتیا نه دی، بلکې د ټول افغان ولس دی.
جلغوزې، پسته او زعفران د افغانستان مهم صادراتی توکی دی او اوس د نړۍ په ۱۶ هېوادونو کې د جلغوزیو د اخیستو غوښتنه زیاته شوې ده.د کرنې وزارت چارواکی وایی، چې افغانستان په کال کې له ۲۳ تر ۳۵ زره ټنه جلغوزیو د تولید وړتیا لری، چې که په اوسنۍ بیه محاسبه شی ۳۵ زره ټنه  چلغوزې د کال څه باندې ۴،۱ میلیارډه  ډالر جوړوی.

د جلغوزیو او چهارمغزو د تولید د سرچینو د پراختیا لپاره د کرنې وزارت هلې ځلې ورځ تر بلې ډېرېږی. د کرنې وزارت له خوا یواځې په روان کال کې د جلغوزیو او چهارمغزو اته زره او ۷۰ هکتاره ځنګلونه احیا شوی. د خوست، پکتیا او پکتیکا په ولایتونو کې د ځنګلونو ۱۰۸ ټولنې جوړېدل، یوزر او ۸۰ کورنۍ قوریې جوړېدل، د پکتیا، خوست، او پکتیکا ولایتونو د جلغوزیو د تولیدوونکو ټولنو پر ګروپونو د جلغوزیو د غوټو د راشکولو دوه زره او ۲۲۰ بیاتی ګانې وېشل، چې دغه بیاتی ګانې ۲۰ سلنه د جلغوزیو د ضایعاتو مخه نیسی اود جلغوزیو د ځنګلونو د ساتنې لپاره درى زره او ۲۴۰ کسانو ته روزنه ورکول هغه بنسټیزې چارې دی، چې د جلغوزیو د ځنګلونو د ساتنې او د تولید د زیاتوالی لپاره تر سره شوی دی. دغه راز روان کال په ټول هېواد کې د جلغوزیو ۴،۶ میلیونه نیالګی هم اېښودل کېږی، چې د جلغوزیو د تولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ دی.

د جلغوزې صادرات: د جمهور رییس د ځانګړې پاملرنې له کبله، په دې وروستیو کې ګاونډیو هېوادونو ته د جلغوزیو د قاچاق مخه نیول شوې او دا مهال دغه محصول د هوایی دهلېزونو او بندرونو له لارې د افغانستان په نامه د نړۍ بازارونو ته صادرېږی.

په ۱۳۹۷ یم کال کې افغانستان د هوایی دهلېز له لارې  په خپل نامه چین ته هم د جغلوزیو صادرات پیل کړل.

ولسمشر محمد اشرف غنی د کابل او چین تر منځ د جلغوزیو د صادراتو هوایی دهلېز پرانیست ،چې تر اوسه یې له ۱۶ زرو ټنو ډېر جلغوزی صادر کړی دی.

د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایی: له چین سره د هوایی دهلیز تر پرانیستل کېدو وروسته دغه هېواد ته د جلغوزیو صادرات ډېر شوی دی.د دغو چارواکو په خبره، په نړیوال بازار کې د یو کیلو جلغوزیو بیه درى سوه ډالرو ته لوړه شوې ده. د یادې خونې چارواکی دغه راز وایی، د چین سربېره په هند، متحده عرب اماراتو او یو شمېر نورو اروپایی هېوادونو کې د جلغوزیو بازار د پام وړ ښه شوی دی.په ۱۳۹۷ یم کال کې له افغانستان څخه بهر ته ۱۶ زره ټنه جلغوزې صادرې شوی دی. سږکال چې د جلغوزیو د فصل د راټولولو پیل دی افغانستان توانېدلى چې تر دې دمه ۳۸۱ ټنه جلغوزې بهر ته صادر ې کړی.

د کرنې وزارت د افغانستان یاد محصول ته د زیان نه رسېدو په اړه د جلغوزیو د ډاډمن او معتبر صادرولو لپاره د چین سفارت ته ۷۷ شرکتونه ور پېژندلی دی.

دغه راز د صادراتو د معیاری کولو لپاره په وروستیو کلونو کې قرنطین استیشنونه د فوموګیشن او د صادراتی محصولاتو په سرټیفیکېټونو سمبال شوی ، چې صادرات د نړۍ په کچه
معیاری کوی.

د جمهوررییس غنی د تازه حکم په اساس د افغانستان د جلغوزیو، پستې او زعفرانو قاچاق منع دى او امنیتی ځواکونو ته ویل شوی، چې یاد محصولات د قاچاق په وخت کې ضبط او قاچاق وړونکی یې عدلی او قضایی بنسټونو ته ور وپېژنی. همدارنګه په حکم کې راغلی که موظفین د جلغوزیو، پستې او زعفرانو محصولاتو د قاچاق د مخنیوی په برخه کې غفلت وکړی، د قانون مطابق تر عدلی تعقیب لاندې راځی.

د جلغوزیو پروسس د کرنې وزارت د دې محصول د پروسس، بسته بندۍ او له ضایعاتو څخه یې د مخنیوی لپاره هم پراخ پروګرامونه تر لاس لاندې نیولی ، چې ددې محصول تولید، پراختیا، پروسس او پلور ته زمینه برابره کړې.

د پروسس په برخه کې د کرنې وزارت د جلغوزیو تر ټولو لویه فابریکه په کابل کې جوړه شوه. دغه فابریکه د روان زېږدیز کال په مارچ میاشت کې د ولسمشر محمداشرف غنی له خوا پرانیستل شوه.د جلغوزیو د پروسس دغه لویه معیاری فابریکه په نړیوالو معیارونو جلغوزی پروسس کوی ، چې د سیمې په هېوادونو کې سارى نه لری.

دغه فابریکه چین او یوشمېر اروپایی هېوادونو ته د جلغوزیو د صادراتو په پیل سره بشپړه  او په کار یې پیل وکړ.

په دې فابریکه کې جلغوزې هم له پوستکی سره او هم یې مغز د امریکا او اروپا په معیارونو پروسس کېږی.

دغه فابریکه چې د کابل په صنعتی پارکونو کې شتون لری د پنځه میلیونه ډالرو په پانګونې سره رغاول شوې ده. په دې فابریکه کې په ۲۴ ساعتونو کې اته ټنه جلغوزې پروسس او بسته بندی کېږی.

دغه راز په هېواد کې د جلغوزیو د پروسس د وړتیا لوړولو لپاره ټاکل شوې چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملی پروژې په ملاتړ د خصوصی سکتور لپاره په پکتیا ولایت کې هم د جلغوزیو د پروسس یو مرکز جوړ شی،خو په پراخه کچه اوس هم د جلغوزیو پروسس او بسته بندی په دودیزه توګه تر سره کېږی.

د افغانستان خلکو او دولت ته چې اقتصادی سیستم یې مالی ملاتړ ته اړتیا لری، د وچو مېوو او په ځانګړې توګه د جلغوزیو پروسس او صادرول اقتصادی ارزښت لری.                    بزګر اوونیزه

ممکن است شما دوست داشته باشید