روزنامه هیواد

د جلغوزو د قاچاقو په بشپړه توګه مخنیوى کېږی

د جمهوری ریاست د چارو ادارې لوی ریاست، د پنجشنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د دولتی چارواکو، د سوداګریزو خونو د رییسانو، د پستې او جلغوزیو د متخصصینو، د بزګرانو او پانګه والو په ګډون، نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د پستې او جلغوزیو د صادراتو او تولیداتو د پراختیا ملی غونډه؛ جوړه کړه. د چارو ادارې تخنیکی مرستیال، خان ولی بشرمل وویل: په دې غونډه کې د جلغوزیو او پستې د ځنګلونو پر بیارغونه، د تازه ځنګلونو پر رامنځته کولو، په معیاری توګه د یادو محصولاتو راټولول، بسته بندی او نړیوالو بازارونو ته د هغوی پر صادراتو، بحث او خبرې کېږی، څو د دغو بحثونو پایلې د جمهوری ریاست مقام ته وړاندې شی.ښاغلی بشرمل د حکومت او خلکو ترمنځ د ګډون اړتیا ته په ټینګار سره زیاته کړه: اړتیا ده ،چې د هېواد په شمال کې د پستې او جنوب کې د جلغوزیو د تولیداتو کچه زیاته شی.د جلغوزیو ځنګلونه د هېواد په ۹ ولایتونو کې شتون لری، چې تر دې مهاله یې ۴۴ زره هکتاره مځکه نیولې ده. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال، حشمت الله غفوری وویل، چې تېر کال کې د افغانستان د جلغوزیو له ځنګلونو څخه څه باندې ۲۳ زره ټنه محصول تر لاسه شوی.نوموړی وویل: کرنې وزارت په روان کال کې ۶،۶ میلیونه د جلغوزیو او ۵،۳ میلیونه د پستې نیالګی کېنولی دی. پر جلغوزیو سربېره، پسته هم د افغانستان له مهمو کرنیزو محصولاتو څخه شمېرل کېږی، چې اوسمهال د هرات په ګډون د هېواد په ۱۱ شمالی ولایتونو کې کرل کېږی. اوسمهال په یادو ولایتونو کې ۳۵۷۱ هکتاره د پستې ځنګلونه شتون لری، چې تېر کال کې له دغو ځنګلونو څخه څه باندې ۲۵ زره ټنه محصول تر لاسه شوی.غفوری وویل : کرنې وزارت په نېږدې راتلونکی کې د هرات ولایت اړوند په ۳۰ زره هکتاره مځکه کې د پستې یو لوی باغ جوړوی. دغه راز تمه ده چې ۱۰ زره هکتاره د پستې باغ به په نورو ولایتونو کې هم رامنځته شی.په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، اجمل حمید عبدالرحیمزی، د صادراتو د کچې زیاتوالی ته په اشارې سره وویل: د افغانستان صادرات د تېرو ۴ کلونو پرتله ۵۷ سلنه زیات شوی دی.ده زیاته کړه، چې جلغوزی، پسته او زعفران د افغانستان مهم صادراتی توکی دی او اوسمهال د نړۍ په ۱۶ هېوادونو کې د جلغوزیو د اخیستو تقاضا شتون لری.عبدالرحیمزی وویل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت په دې هڅه کې دی، چې د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شی او د روان کال تر پای ته رسېدو د صادراتو مجموعی کچه یو میلیارډ ډالرو ته ورسیږی.د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ د خونې مرستیال، خان جان الکوزی په دغه غونډه کې خصوصی سکتور ته د جمهور رییس د پاملرنې په اړه وویل: هغه ژمنې چې د جمهور رییس له لوری له دې سکتور سره په ځانګړې توګه د کورنیو تولیداتو په برخه کې شوې وې؛ عملی شوی دی.ده د خصوصی سکتور په استازیتوب ډاډ ورکړ ،چې د کورنیو محصولاتو د تولید، پروسس او صادراتو د کچې د زیاتوالی په برخه کې به هڅې ترسره شی. په دې غونډه کې د هرات، ننګرهار او خوست ولایتونو مرستیالانو، د هېواد په شمال او سهیل کې د پستې او جلغوزیو ځنګلونو رغولو او جوړولو ته زمینه برابره وګڼله، خو غوښتنه یې وکړه چې د دغو ارزښتناکه محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ لپاره دې د معیاری فابریکو جوړولو ته زمینه برابره شی. په افغانستان کې پسته او جلغوزی په پرېمانه کچه تولیدیږی. د جمهور رییس د ځانګړې پاملرنې له کبله، په دې وروستیو کې ګاونډیو هېوادونو ته د جلغوزیو د قاچاق مخه نیول شوې ده او دا مهال دغه محصول د هوایی دهلیزونو او بندرونو له لارې د افغانستان په نامه د نړۍ بازارونو ته صادریږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید