روزنامه هیواد

د جرمنی په کولن ښار کې د ستر جومات پرانیستنه

څو ر وځې وړاندې په جرمنی کې یو ستر جامع جومات پرانیستل شو، د جومات دغې پرانیستې ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم ورغلى و، دا ستر جامع جومات د جرمنی په کولن ښار کې د ځانګړو مراسمو په لړ کې پرانیستل شو، اردوغان وویل چې دى غواړی د جرمنی په نورو ښارونو کې هم ورته جوماتونه ووینی.    اردوغان په درې ورځنی سفر په جرمنی کې و،چې د دغه جومات د پرانیستې په مراسمو کې یې هم ګډون وکړ.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مراسمو په ترڅ کې وویل چې دغه مرکزی جومات د میلیونونو ترکانو لپاره د ویاړ سرچینه ده.
ده وویل: «هغوى چې دلته راځی، هغوى به په ترهګرۍ کې په ښکیل نه وی.» اردوغان همدا راز زیاته کړه چې د جومات د مراسمو لپاره ۱۰ زره کسان دلته راټول شوی دی. دغه جومات د دیتیب سازمان له لوری رغول شوى دى.

(( دیتیب» یا په دینی چارو کې د ترکیې – اسلامی ټولنه، په جرمنی کې د جوماتونو له ټولو ستره ټولنه شمېرل کېږی. د کولن د ستر جومات ترڅنګ، په جرمنی کې ۹۰۰ نور جوماتونه هم د دغې رسمی ټولنې تر چتر لاندې دی او ۸۰۰ زره غړی لری. په جرمنی کې پر دغې ټولنې او جومات
انتقادونه شوی.

اردوغان د جومات د پرانیستلو د مراسمو پرمهال همدا راز وویل چې په یوه حساس وخت کې چې د جرمنی او ترکیې ترمنځ د نظر اختلاف دى، خو جرمنی ته مې سفر ډېر بریالی و. نوموړی همدا راز وویل چې ده له خپل دغه سفر څخه د توکم پالنې او نفرت د مخنیوی په برخه کې هم له ځایی چارواکو سره خبرې کړې دی. په هر حال، دا ستر جومات  د رړلت «د ۲۰۱۸م کال د سپټمبر په ۲۹ مه پرانیستل شو» دا په کولن ښار او په ټول جرمنی کې له ټولو ستر جومات دى.

د دغه «مرکزی جومات یا مسجد» د جوړولو د بنسټ ډبره د ۲۰۰۹م کال د نوامبر میاشتی پر ۷مه نېټه کېښودل شوه.   په ۲۰۱۱م کال کې چې د مسجد ۳۷ متره لوړه گنبده او دوه ۵۵ متره هسک منارونه جوړ شول په پلان کې وو چې د دغه جومات د جوړېدو چارې تر ۲۰۱۲م کال پورې پاى ته ورسېږی، خو وروسته بیا د معمارۍ پر شرکت د ځینو تورونو له کبله د دغه جومات د جوړونې چاری وځنډېدې. په دغه مسجد کې په یوه وخت ۱۲۰۰ کسان لمونځ کولى شی.  دغه مسجد پر ۱۶۵۰۰ متره مربع مځکه جوړ شوى او په کې یو کتابتون، د زده کړو او سمینارونو ځاى، د دوکانونو لپاره ساحه، د خدماتو چمتو کوونکو لپاره دفترونه او د موټر درولو لپاره تر مځکې لاندې ستر پارکینگ جوړ شوى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید