روزنامه هیواد

د جرمنی هڅو د سولې لپاره هیلې راټوکولې دی

په افغانستان کې دتلپاتې سولې لوړ هدف ته درسېدلو لپاره دافغانستان دجمهور رییس محمد اشرف غنی، دافغانستان دسولې په اړه دامریکا دبهرنیو چارو وزارت دځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، دسیمې اونړۍ دنورو سوله دوستواوبشردوستو هېوادونو، دخیرغوښتونکو ټولنو استازو اوچارواکو دسوله ییزو منډوترړو او نه ستړی کېدونکو هڅو ترڅنګ  د دوست هېواد جرمنی دبهرنیو چارو وزیر اوهمدارنګه دافغانستان اوپاکستان لپاره دجرمنی ځانګړی استازی افغانستان، پاکستان اوقطرته په خپلو وروستیو جلاجلا سفرونوکې له افغان او پاکستانی چارواکو او په قطر کې له طالبانو سره خبرې اترې وکړې او په ترڅ کې یې  پوره چمتووالى وښود چې له یادو هېوادونو اوهمدارنګه له طالبانو سره به د پوره همغږۍ اومرستې له مخې دقطر په دوحه کى دبین الافغانی خبرو دپرمخ بیولو سترتاریخی مسئولیت او مکلفیت پرغاړه واخلی اوپوره اسانتیاوې به ورته برابرې کړی اوپه پوره جدیت اورښتینولۍ سره به دراتلونکې جولاى میاشتې پراوومه اواتمه نېټه په قطرکې د بین الافغانی خبرو سرته رسولوته سازمان ورکړی اودافغانستان دحکومت مرکچی پلاوى، دسیمې اونړۍ دسوله دوستو هېوادو ځینی مشران اوچارواکی، دنړیوالې ټولې استازی او دغه راز دافغانستان په جګړوکې  دښکېلو ډلو استازی به په کې برخه واخلی، چې دجرمنی دسوله دوست، بشردوست اوخیرغوښتونکی هېواد دغه ډول رښتینو اوجدی سوله ییزو منډوترړو او نه ستړی کېدونکوهڅو دکلونو کلونو دجګړه ځپلو افغانانو دسولې هیلې راټوکولی اودې ته یې په تمه کړی دی چې پرمټ به یې په هېواد کې دتلپاتې سولې ډېوه  پرځلېدو راشی اودسیمې اونړۍ ثبات ته دسترګواښ په توګه به پرافغانستان دڅه دپاسه څلوېښت کلنو تپل شویو خونړیوجګړو ډېرو غمېزو اوناخوالوته دپاى ټکى کېږدی اودبشرد ډېرستر اوګډدښمن په توګه به دترهګرو تورټغرله افغانستان اوآن دسیمې له ټولو هېوادونو څخه دتل لپاره ټول کړی دسیاسی شنونکو اونورو کارپوهانوپه اندکه چېرې دپاکستان، روسیې اوایران په څېردسیمې او نړۍ مغرضواوتېری کوونکو هېوادونو اودغه راز د نړۍ نورو زبېښاکګرو، ښکېلا کګرو، نیواکګرو او استعمار ګروځواکونو دافغان حکومت اوطالبانو ترمنځ دسولې دغه ډول بریالۍ خبرې پراوبولاهو کولې اودتېرپه شان یې دافغانستان  په کورنیو چارو کې خپلو بې شرمانه اومذبوحانه لاسوهنوته دوام ورکړ، نو ترټولو دمخه باید دسیمې اونړۍ دغه ډول تېری کوونکی اومغرض هېوادونه په نښه شی اودحساب اوکتاب لپاره دې دسولې ددښمنانو په توګه دملګرو ملتونو امنیت شورا ته معرفی، رسوا اوبربنډشی. دکلونوکلونوجګړه ځپلی او پرسولې مین افغانان په ډېرې بې صبرۍ سره دې ته لارې څاری چې دجرمنی درښتینو اوجدی سوله ییزو هڅو په پایله کې په قطرکې بین الافغانی خبرې دپوره بریالیتوب تربریده ورسېږی اوله دې لارې دافغانستان په څېردسیمې اونړۍ هېوادونه دبشرد ډېرستراوګډدښمن په توګه دترهګرو اودهغوى دملاتړ کوونکو هېوادونوله شره دتل لپاره وژغورل شی.

شاولی قرار شینوارى

ممکن است شما دوست داشته باشید