روزنامه هیواد

د جاسندا اردرن د بیا صدراعظم کېدو بریا په نیوزیلند کې تاریخ جوړوونکې شوه

د نیوزیلند په پارلمانی ټاکنو کې جاسندا اردرن د دویم ځل لپاره صدراعظمه شوه او د دې دا بریا د ډېرو څوکیو د ګټلو له کبله تاریخ جوړونکې شوه.د وړمې ورځې ټاکنو لومړنۍ پایلې ښیی ،چې د اردرن کارګر ګوند د پارلمان اکثره څوکۍ ګټلې دی.جاسندا اردرن په اوکلنډ کې خپلو پلویانو ته وویل: (( موږ په قطبی کېدونکې نړۍ کې ژوند کوو، هغه ځای چې هره ورځ زیات شمېر کسان د نورو د وړتیاوو د لیدلو توانایی له لاسه ورکوی، زه هیله‌منه یم چې د نیوزیلند ټاکنو به ښودلې وی، چې موږ هغسې نه‌یو، د یوه ملت په توګه کولای شو غوږ ونیسو او کولای شو بحث وکړو، ټاکنې تل د خلکو د راټولولو لپاره ښې وی، خو داسې باید نه‌وی چې خلک سره لرې کړی.))مېرمن اردرن ۴۰ کلنه ده. د دې ګوند د ۲۰۱۷ م کال ټاکنو کې هم هغه مهال بریالی شو ،چې له دوو نورو ګوندونو سره‌یې اتحاد وکړ.دا د نړۍ دویمه مشره وه چې د دندې پر مهال‌یې ماشوم وزېږاوه.

ممکن است شما دوست داشته باشید