روزنامه هیواد

د ثبت شویو شکایتونو د څېړلو لپاره باید لازم وخت مشخص شی

پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه وایی، د شکایتونو کمېسیون دې ثبت شویو شکایتونو ته د څېړلو لپاره د اړتیا وړ لازم وخت مشخص کړی. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له دې څرګندونو وروسته چې، په ټاکل شویو پنځلسو ورځو کې ټول شکایتونه څېړالى نه شی ، اوس پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه وایی، دغه کمېسیون دې څرګنده کړی، چې په څومره موده کې دا کارکولاى شی.د رڼو ټاکنو بنسټ یا ټیفا غړې صغرا سعادت د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل: ((که د شکایتونه څېړل لا نور وخت هم وغواړی، دغه کمېسیون باید له وړاندې وخت مشخص کړی، چې څومره نور وخت غواړی؟ دوى دې یوه نېټه په ډاګه کړی، چې خلک پوه شی دغه کمېسیون په ټاکلې موده کې کولاى شی د شکایتونو پایلې اعلام کړی.))آغلې سعادت وایی، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید د وخت له ضایع کېدو هم مخنیوى وکړی.

له دې سره د ازادو او عادلانه ټاکنو د څار بنسټ یا فیفا اجرائیوی مشر یوسف رشید وایی، د شکایتونو د اورېدو کمېسیون ته پکار ده چې خپل ظرفیت لا زیات کړی.د ښاغلی رشید په خبره، د پروسې ځنډ به اندېښنو او شکونو ته زمینه برابره کړی: (( زموږ اندېښنه هم همدا ده چې د شکایتونو کچه ډېره ده، نو د شکایتونو کمېسیون ته په کار ده چې خپل تخنیکی ظرفیت په هغو ولایتونوکې چې شکایتونو په کې زیات دی، ډېر کړی خو که چېرې دا پروسه نوره هم ځنډېږی، خامخا به د پروسې اوږدوالی اندېښنو او شکونه ته زمینه برابره کړی.))د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یو غړی محمد قاسم الیاسی دا تائید کړې چې شکایتونه ډېر دی او په ټاکلې موده کې یې څېړل ناشونی دی.مخکې له دې یو شمېر رسنیو د کمېسیون د نورو چارواکو په حواله دا خبره را اخیستې وه.د ټاکنو د شکایتونو د کمېسیون په خبره، د ټول هېواد په کچه له دوى سره ۱۶۵۰۰ ټاکنیز شکایتونه ثبت شوی، چې ډېره برخه یې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې دی.دا شمېر شکایتونه په درېیو ورځو کې له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره ثبت شوی او یاد کمېسیون د دغه بهیر تر پیل دمخه ویلی وو چې دا لومړى پړاو څېړل به پنځلس ورځې ونیسی.په ورته وخت کې یو شمېر مخکښ ټاکنیز ټیمونه هم په دې اړه خپلې خبرې لری.د محمد اشرف غنی په مشرۍ د دولت جوړوونکی ټاکنیز ټیم غړی رضوان مراد ویلی، د شکایتونو کمېسیون دې د وخت د مدیریت لپاره هغه شکایتونه وڅېړی چې حقیقی وی. هغه زیاته کړه: (( موږ مخکې هم ویلی وو، چې شکایتونه شته په دې معنا چې په زرګونه شکایتونه ځکه شوی چې وخت ضایع کړاى شی او لکه چې په لومړنیو پایلو کې ځنډ راغلى دغه شان نور ځنډ هم رامنځته شی، دکره او مستندو شکایتونو څېړل خپل وخت لری او مونږ ډاډه یو چې د شکایتونو کمېسیون به یې څېړی، خو هغه شکایتونه دې وڅېړل شی چې د ارزونې وړ وی.))ښاغلى مراد وایی، د شکایتونو کمېسیون باید په ډېردقت او د طرز العمل په نظر کې نیولو سره خپلې چارې مخته یوسی.خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون بیا وایی، د دوى له خوا ټول ثبت شوی شکایتونه مستند دی.هغه زیاتوی: (( زموږ لپاره مهم د ټاکنو روڼوالى دى ان که د مهالوېش په نقض هم تمامېږی، زموږ تمه دا ده چې شفافیت ته لومړیتوب ورکړل شی، موږ ۸۰۰۰ شکایتونه ثبت کړی چې غوڅ اکثریت جوړوی، موږ ټول شکایتونه مستند کړی په دې کې داسې شکایتونه هم دی چې ګواکې د ټاکنو د رایو برخلیک هم بدل کړی.))د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له دې وړاندې ویلی، چې تر دې دمه په درېـیو ولایتونو کابل، تخار او بامیانو کې د شکایتونو د څېړنو او ډلبنډۍ بهیر پیل شوى، او پاتې نورو ولایتونوکې به په لنډو ورځو کې دا بهیر پیل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید