روزنامه هیواد

د تپل شوې جګړې پر اوږدوالی تمرکز

امریکایی جنرال سکاټ مېلر ته په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قوماندانی په ډېرو حساسو شرایطو کې سپارل کېږی، وړمه ورځ جنرال مېلر ته دا دنده په کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې له بل امریکایی جنرال جان نېکلسن څخه وسپارل شوه. جنرال مېلر ته دغه قوماندانی پهداسې حال کې انتقالېږی چې په افغانستان کې هم د سولې هڅې ډېرې شوې او هم د بهرنیو دښمنانو په لمسون او هڅو د وسلهوالو طالبانو او داعش بریدونو زور اخیستى دى. بل لورى امریکا هڅه کوی، چې د افغانستان او سویلی اسیا لپاره یې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه تګلاره بریالۍ شی، چې تېر کال یې د اګېست په میاشت کې اعلام کړه، خو نن پرې سختې نیوکې دا دی، چې د یو کال په تېرېدو سره بیا هم دا تګلاره سمې پایلې نه لری. په افغانستان کې د ناټو د قوماندې له بدلونه د امریکا موخه دا ده، چې تګلاره یې پلې شی او ښې پایلې ترې تر لاسه کړی، د دې تګلارې اصلی موخه دا ده، چې په افغانستان کې جګړه ختمه کړی او وسله وال طالبان یا د زور او یا د رضا پر مټ له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړاى شی او دغه راز په سیمه کې د ترهګرۍ ځالې وځپل شی. نوی قومندان جنرال مېلر هم ویلی: (( نړۍ پهدې پوه ده چې افغانستان به د ترهګرو خوندی ځاى نهوی او پهدې هم پوه ده چې موږ به پهدې مبارزه کې ناکام نهشو.)) په ورته وخت کې تلونکی قومندان جان نېکلسن پر وسلهوالو طالبانو غږ وکړ چې د افغان حکومت لهخوا اعلام شوى اوربند ومنی او خبرو ته کېنی. بل لورى د افغان ولس هیلې هم دا دی، چې طالبان دې سوله وکړی او هغه جګړه دې پرېږدی، چې د بل په لمسون روانه ده او د دینی او اسلامی ارزښتونو له مخې ناروا بلل شوې ده، د دې لپاره هم نارینه وو او هم ښځو په ملی کچه غږ پورته کړى او د سولې سفرونه او پرلتونه دوام لری. دا چې د افغانستان جګړه له بهره تمویلېږی او له بهره د سولې هڅې تتېږی، نو د افغانانو غوښتنه هم دا ده، چې نړیواله ټولنه او د ناټو په مشرۍ امریکا باید د دغو بهرنیو لوریو د جګړه ییزو هڅو مخنیوى وکړی، څو ورځې وروسته د سپټمبر په ۱۱مه په افغانستان کې د دې جګړې ۱۷ کاله پوره کېږی. له یوې خوا د پاکستان او ایران په شمول یو شمېر ګاونډیان ،له بلې خوا روسیه او چین په افغانستان کې د امریکا پالیسی تخریبوی، له همدې امله په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد دا مبارزه له ناکامۍ سره مخ کېږی. روسیه او تر څنګ یې پاکستان او ایران باید قانع شی، چې په افغان جګړه کې یې خیر نشته او دا جګړه د سیمې او نړۍ پر زیان ده. بل دا چې افغانان بې طرفه خلک دی نو په نړیواله کچه حساسیتونه او رقابتونه د هغوى په کور کې ونه پالل او د دې سیالیو قربانی نه شی. دا مسوولیت د امریکا په مشرۍ د ناټو او نړیواله ټولنې دى، چې هم د ترهګرۍ مخنیوى وکړی او هم په افغانستان کې د سولې هڅې بریالۍ شی، له دې سره هرو مرو د امریکا تګلاره بریالۍ کېږی او په سیمه ییزه او نړیواله کچه ولسونه د ترهګرۍ له شره ژغورل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید