روزنامه هیواد

د تورغنډۍ بندر د سوداګریزو کاروانونو پر مخ پرانیستل شو

د افغانستان په لوېدیځ کې د تورغنډۍ بندر د سوداګریزو کاروانونو پر مخ پرانیستل شو.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند وایې: چې دغه بندر د ترکمنستان او د افغانستان د چارواکو له پرله‌پسې غوښتنو وروسته وړمه شپه ناوخته د سوداګریزو کاروانونو پر مخ پرانیستل شو.ښاغلی مومند زیاتوی: (( تر اوسه ۳۵ ټانکره تېل، ۲۲ موټره ګاز وارد شوی ))دغه بندر چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دی، څو ورځې مخکې د وسله‌والو طالبانو د بریدونو په پایله کې د سوداګریزو کاروانونو پر مخ تړل شوی و.دا په داسې حال کې ده چې د هېواد پر یو شمېر بندرونو د طالبانو بریدونو د خوراکی او سونګ توکو بیه لوړه کړې ده، خو د افغانستان حکومت وایی ،چې ډېر ژر به د طالبانو ټغر په ټولولو سره یو شمېر هغه بندرونه، چې تر اوسه د دغې ډلې په واک کې دی، د تجارتی کاروانونو پر مخ پرانیزی.دا په داسې حال کې ده، چې اوس هم د اوړو، غوړیو، وریجو، ګازو او تېلو بیه د هېواد په بازارونو کې لوړه شوې چې خلک‌یې اندېښمن کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید