روزنامه هیواد

د تل پاتې سولې لپاره به د سریلانکا او نورو هېوادونو له تجربو څخه به ګټه واخلو

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی پرون له غرمې مخکې په افغانستان کې د سرىلانکا سفىر ګګن پولاستی بلاتسىنګهالا سره د مخه ښې کتنه وکړه. په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، جمهوررییس غنی د اړىکو په ځانګړی ډول د افغانستان او سرىلانکا ترمنځ د سىاسی،اقتصادی او فرهنګی اړىکو د پراختىا په برخه کې د ښاغلی ګګن پولاستی د هڅو قدردانی  او هغه ته یې په راتلونکو مامورىتونو کې د برىالىتوب هىله وکړه.

دغه راز د سرىلانکا سفىر له جمهوررییس څخه د مننې ترڅنګ په افغانستان کې پر خپل مامورىت خوښی وښووده او د افغانستان د اقتصادی ودې، د جګړې د ختمېدو او د سولې او ثبات د تامىن په خاطر ىې د جمهوررییس غنی هڅې وستاىلې. هغه زىاته کړه، سرىلانکا هم د جګړې توره دوره تېره کړې او اوس هلته د سولې فضا حاکمه ده.جمهوررییس غنی څرګنده کړه، سوله د حکومت لومړىتوب او د افغانستان د خلکو غوښتنه ده. د دوامداره سولې د تامىن لپاره به د ټولو هېوادونو په ځانګړی ډول د سرىلانکا له برىالىو تجربو څخه استفاده وکړو.

ممکن است شما دوست داشته باشید