روزنامه هیواد

د تلپاتې سولې لپاره د اوربند اړتیا

د سولې خبرو د ترسره کولو لپاره اوربند ته جدی اړتیا ده. له څوکلونو راهیسې طالبانو له بهرنیو هېوادونو سره غونډې او کتنې کړی دی، خو خبرو یې ځکه، پایله نه ده ورکړې، چې د جګړې له اصلی اړخ سره یې چې افغان دولت دی له خبرو ډډه کړې او نه دی حاضر شوی چې له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې وکړی. د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ د پردې ترشاه نهه میاشتې خبرې او کتنې وشوې، خو نتیجه یې ور نه کړه. له دې وروسته که د سولې خبرې بین الافغانی نه شی او د دې ترڅنګ اوربند و نه شی، بیا هم خبرې له ناکامۍ  سره مخ کېږی.

بهرنی هېوادونه کولای شی د افغان حکومت او طالبانو له خبرو ملاتړ وکړی.

په دې اړه د هېواد ورځپاڼې خبریال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د تاریخ او اتنوګرافی انستیتیوت له غړې سرمحققې نسرین (( امین)) سره مرکه کړې، چې خپرېږی.

پوښتنه: د امریکا له خوا په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره بېرته هلې ځلې پیل شوې دی .د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له اوربند او خبرو له  بین افغانی کېدو پرته خبرې مثبته پایله لرلی شی؟

ځواب: له څلورولسیزو راهیسې افغانانو جګړه په پوست او هډوکو لمس کړې ده. په دې جګړه کې یې خپل نږدې خپلوان له لاسه ورکړی، ګاونډیو او د سیمې نورو هېوادونو ته مهاجر شوی او دا لړۍ  همدا اوس هم دوام لری.

مېرمن امین زیاته کړه: په هېواد کې سوله اوثبات راتلل د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له اوربند کولو پرته ناشونی کار دی. د امریکا د استازی خلیلزاد او طالبانو ترمنځ خبرو نهه میاشتې دوام وکړ، خلیلزاد؛ قطر، پاکستان اوافغانستان ته سفرونه کول، کله چې دغه خبرې د پایلې مرحلې ته نږدې کېدې، طالبانو په ځان وژونکو بریدونو پیل وکړ، چې سلګونه هېوادوال یې په درېو سیمو کې شهیدان کړل او اوس هم دا لړۍ دوام لری. د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له اوربند کولو پرته سوله نه شی راتلای… دا کار  په هېڅ ډول شونی نه دی، نو  د دې لپاره ،چې وخت ضایع نه شی، اوربند کولو او رعایتولو ته یې سخته اړتیا لیدل کېږی. سربېره پردې د سولې خبرې باید بین الافغانی وی، نه پاکستانی او قطری . افغانان له طالبانو او همدارنګه طالبان له افغانانو او حکومت سره ستونزه لری. په کار  دی چې د افغان حکومت استازی او طالبان په خپلو منځونو کې سره کېنی، او خپلې ستونزې او غوښتنې مطرح کړی. په داسې یوه حالت کې کېدای شی سولې راوستو ته هیله مندی پیدا شی. د جګړې او  تاوتریخوالی د دوام له لارې هېڅکله طالبان او پر افغانستان د تپل شوې جګړې ښکېل هېوادونه مثبتې پایلې ته نشی رسېدای. پاکستان چې د افغانستان په کورنیو چاروکې په لوړه کچه لاسوهنه کوی، د دغه هېواد دلاسوهنې مخه دې په کلکه ونیول شی،چې د سولې خبرې یو ځل بیا له خنډ سره مخ نه شی،که چېرې پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کولای نن به زموږ هېواد او خلک له دومره ستونزو،ناورینونو،بدمرغیواو ورانیو سره نه مخامخ کېدل،نو د افغانستان په کورنیو چارو کې د دغه هېواد د لاسوهنې مخه باید ونیول شی. پاکستان د خپلو ګټو د خوندی ساتلو لپاره ،چې یوه یې د ډیورند مسئله ده، په پاکستان کې یې په جهادی تنظیمونو کې نفوذ وکړ او له هغوی یې د خپلو ګټو د ساتلو لپاره کار واخیست. وروسته یې بیا طالبان د خپلو ګټو د ساتلو لپاره رامنځ ته کړل، چې طالبانو هم په افغانستان کې د خلکو په وژلو او د هېواد په ورانولو لاس پورې کړ او زموږ هېوادوال دغه وژنې او ورانۍ په سترګو ګوری. باید هڅه وشی ،چې د پاکستان ټغر د افغانانو ترمنځ د سولې راوستو له خبرو وایستل شی. ترهغه وخته پورې، چې د پاکستان شتون د سولې په خبرو او مذاکراتو کې وی،هېڅکله په افغانستان کې سوله نه شی راتلای.همدغه منافق او مغرض پاکستان دی،چې په افغانستان کې د افغانانو ترمنځ،نفاق او جګړې ته لمن وهی. افغانان باید خپله ستونزه له طالبانو سره حل کړی، طالبان دې هم خپل ځان د پاکستان له اسارته خلاص کړی.

په داسې یوه حالت کې د سولې راوستو خبرې مثبته پایله ورکولای شی.بیا هم زه خپله خبره تکراروم، چې طالبان او د افغان دولت استازی دې پر یوه مېز راغونډ شی او د سولې خبرې دې پیل کړی او سربېره پردې هغه غوښتنې چې دواړه لوری یې له یو بل څخه لری هغه دې په دقت او هوښیارۍ واوری او د پلی کولو لپاره دې لاس په کار شی، که چېرې په خبروکې ډېرې ستونزې پرتې وې، کېدای شی د ملګرو ملتونو له استازو مرسته وغوښتل شی. په دې توګه به دغه ټولنه د طالبانو او افغان دولت ترمنځ ستونزې لرې کړای شی.

پوښتنه: د سیمې او نړۍ د سترو هېوادونو رول د سولې راوستو په خبروکې څومره اغېزمن ارزوئ؟

ځواب: د طالبانو او امریکا ترمنځ په خبروکې روسیه، چین، ایران، عربستان او د قطر هېوادونه ښکېل وو، هغوی له خبرو خبرېدل، داچې ولې د سولې خبرو مثبته پایله ورنه کړه، دغو ټولو هېوادونو په طالبانو معاهدې لاسلیکولې ، نو موږ به له دغو سترو قدرتونو د سولې راوستو لپاره څه تمه ولرو؟

دغه هېوادونه د دې پرځای،چې د خپلو هېوادونو د ګټو د ساتلو په فکر کې  وی، په افغانستان کې دې د سولې راستو له بهیر سره په اخلاص اوصداقت مرسته وکړی.

پوښتنه : د سولې په را روانو خبروکې باید له کوم پروسیجره ګټه پورته شی چې مثبته پایله ورکړی؟

ځواب: له دوو اوونیو راهیسې بیا د سولې د خبرو زمزمې  پیل شوی، خلیلزاد پاکستان ته تللی دی. اوس  موږ ګورو، چې د سولې راوستو خبرې په پاکستان او  طالبانوپورې تړل شوی دی. د افغانستان د دولت استازو  ته لازمه ده چې د بین الافغانی خبرو او اوربند کولو  پروسیجر په راتلونکو خبرو کې وړاندې کړی.

ښاغلی خلیلزاد د دې پرځای چې پاکستان او طالبانو ته ورغلی وای، باید افغانستان ته راغلی وای او د سولې خبرې یې د افغان دولت له استازو سره مطرح کړې وای. ښاغلی خلیلزاد ته دا ښایی چې طالبان د افغان دولت له استازو سره د خبرو لپاره اړ کړی ، چې  دغه خبرې پایله ورکړی.

نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید