روزنامه هیواد

د ((تعلیم فرض دى)) په نامه کمپاین پیل شو

د کابل د پوهنې ریاست په دغه ولایت کې د ۱۳۹۹ ښوونیز کال لپاره ښوونځیو ته د نویو زده کوونکو شاملولو (( تعلیم فرض دى! )) په نوم کمپاین پیل کړ.دغه کمپاین د کابل ولایت له بګرامیو ولسوالۍ پیل شو.د کابل د پوهنې رییس سید عزیزاحمد هاشمی بګرامیو کې په دې اړه د سیمې د لسګونو خلکو په ګډون جوړې شوې غونډې ته وویل چې دغه کمپاین به د کابل نورو ولسوالیو ته هم وغځوی.دى وایی: (( غواړو لرې کلیو ته دا پیغام ورسوو چې خلک د پوهنې په بهیر کې د ښځینه ښوونکو د کموالی او نورو ستونزو له امله نجونې او دغه راز هلکان ښوونځیو ته نه لېږی، ولسونه باید په دې ډول خپل اولادونه له زده کړو بې برخې نه کړی.))د بګرامیو ولسوالۍ د پوهنې آمر محمد نذیر عتیقی دغې غونډې ته وویل چې یاد کمپاین به  په ښوونځیو کې د خلکو د جوړو شویو شوراګانو له خوا هم مخته یووړل شی ،چې نجونې او هلکان ښوونځیو ته وهڅوی.د کابل د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال په کابل کې څه باندې ۳۲۹ زره کسان په ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید