روزنامه هیواد

د ترکیې په سیاحتی او توریستی برخو کې اورونه لګېدنه

د ترکیې د کرنې او ځنګلونو وزیر، بیکیر پاکدمیرلی وړمه ورځ ووېیل، چې په عادی ډول سره دغه ډول اورونه د اوږدې مودې په جریان کی بلېږی، خو اوس هغه یوازی د دوو ورځو په جریان کی لګېدلی دی.له تیری چهارشنبې راهیسی د ترکیې په ډېرو برخو کې په عین وخت کې ډیر اورونه لګیدلی دی،په ځانګړې ډول په سیاحتی او توریستی برخو، یعنی د مدیترانې سره په سواحلو کې.د ترکیې د اطفائیې اداره په ټول توان سره کوښښ کوی ،چې اور کنترول کړی، خو دغه کار ډېر سخت او د اطفائیې اکثره کارکوونکی ډېر ستړی او ستومانه دی.د رسمی ارقامو له مخې، په دغو اورونو کې تر اوسه دری کسان مړه شوی چې یو په کې هغه ۲۵ کلن ځوان دی چې د اور په وژلو کې یې داوطلبانه برخه اخیستې وه.د کرنې وزارت په حواله په دغو اورونو کې ډېر څاروی او ځنګلی حیوانات هم سوځېدلی او تلف شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید