روزنامه هیواد

د ترکیې غونډه به حللاره ومومی

افغان او امریکایی دیپلوماتانو د افغان سولې په هکله د ترکیې پر جوړېدونکې غونډې او سولې خبرې وکړې.د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په خپرولو سره ویلی، چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د امریکا د سفارت له شارژدافیر راس وېلسن سره پر افغان سولې او په ترکیه کې د جوړېدونکی کنفرانس په هکله خبرې وکړې.په اعلامیه کې راغلی، دواړو لوریو په دې لیدنه کې د تاوتریخوالی پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه او تمه یې وښوده ،چې د استانبول غونډه په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېښودلی شی.سرچینه زیاتوی: محمد حنیف اتمر د افغان سولې په هکله د مسکو کنفرانس او دغه راز له سولې د آسیا زړه هېوادونو ملاتړ خورا مهم وباله او تمه یې وښوده ،چې د سیمې د هېوادونو په همکارۍ په افغانستان کې جګړه پای ته ورسول شی.د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس امریکایی او افغان لوری د اړیکو پر پراختیا، د ترکیې د غونډې پر اجندا او دوه اړخیزو همکاریو هم بحثونه او خبرې وکړې.ټاکل شوې په ترکیه کې د افغان سولې په هکله کنفرانس د روانې اپریل میاشتې په ۱۶ جوړ شی.دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غنی به له طالبانو سره د سولې لپاره د ترکیې په غونډه کې د سولې د لارې درې پړاویزه نقشه وړاندې کړی.رویټرز خبری اژانس ادعا کوی ،چې د ولسمشرغنی د سولې طرحه یې لیدلې ، چې د هغې پر اساس، تر انتخاباتو مخکې د اوربند غوښتنه شوې ده.

د یو بل خبر له مخې:  د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د ترکیې له سفیر اوزهان ارطغرل سره د استانبول غونډې لپاره پر همغږیو خبرې کړې دی.د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د ترکیې له سفیر اوزهان ارطغرل سره د استانبول غونډې لپاره پر همغږیو خبرې کړې دی.د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې  په ورځ په خبرپاڼه کې ویلی: د ښاغلی اتمر او ارطغرل لیدنه وړمه ورځ شوې ده.په خبرپاڼه کې ویل شوی، دواړو لورو همدا راز په دې لیدنه کې د استانبول د کنفرانس لپاره د همغږیو پر رامنځ ته کېدو او د دې بهیر لپاره پر تیاریو بحثونه کړی دی.سرچینه زیاتوی، په کابل کې د ترکیې سفیر ویلی، هېواد یې د افغان سولې لپاره هڅه کوی او او د استانبول د کنفرانس لپاره اړینې تیارۍ نیول شوې دی.په دې لیدنه کې همدا راز د ترکیې د کنفرانس پر احتمالی اجندا هم خبرې شوې دی.اتمر د ترکیې له حکومت مننه کړې ،چې تل یې په افغانستان کې د سولې او ثبات له راتګ سره همکاری کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید