روزنامه هیواد

د ترکمنستان پارلمان له افغانستان سره د ستراتیژیک مشارکت هوکړه تصویب کړه

د ترکمنستان پارلمان د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د ستراتىژىک مشارکت د هوکړې مسوده تصوىب کړه.د ترکمنستان حکومت وایی چې د دوو هېوادونو ترمنځ د ستراتىژىکو همکارىو سند د سږ کال په لومړىو کې په عشق آباد کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غنی او د ده د ترکمن سیال قربان قُلی بىردی محمدوف ترمنځ لاسلىک شوى و.همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګمرکی همکارىو، هوایی ترافىک، د رېللارې د تېرېدو د موقعىت، د تېلو او ګازو په سکتورونو کې د همکارۍ او د هرات ولاىت ته د ترکمنستان د صادراتی برېښنا د زىاتوالی په اړه هوکړې لاسلىک شوې.دواړو هېوادونو  دغه راز د اقىنې د رېللارې د جوړېدو او د ترکمنستان د سىرهىتباد او د افغانستان د تورغونډۍ ترمنځ د رېلګاډی د تګ راتګ په اړه هم تفاهملىکونه امضا کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید