روزنامه هیواد

د تروریزم پر وړاندې ګډه او همغـږې مبارزه ستر لومړیتوب دى

له شک پرته چې په افغانستان کې روانه بدمرغه جگړه پر افغان ولس له کابو څلورو لسىزورا په دېخوا د پردىو له لورې تپل شوې او په دې لړ کې هم په ستره کچه افغان ولس ته نه جبىره کىدونکی ځانی او مالی زىانونه وراوښتى دی ، البته په دى کې هم هىڅ شک نه شته چې په افغانستان کې د روانو جګړو ترشا دسیمې داستخباراتی سازمانونو اوپه ځانګړې توګه دځىنو ګاونډىو هىوادونو داستخباراتی شبکو پراخ لاس دى اودغه مغرضې استخباراتی شبکې دخپلو ناوړو موخو دتحقق لپاره دافغان حکومت ټول وسله وال مخالفین اوپه ټولیزه توګه ترهګریزې ډلې په خپله غىږه کې ساتی، روزنه اوپالنه یې کوی، تجهیز کوی یى اوبیا وروسته یى دخپلو ګټود ترلاسه کولو په موخه دافغانستان په شمول دسیمې اونړۍ یو شمىر هىوادونو ته د تخریبی او تروریستی اعمالو ترسره کولو ته هم ورلىږی ، نوددغه ګواښ د مخنىوی لپاره په سىمه ىىزه کچه همغږې مبارزې ته ډىره اړتیا لیدل کېږی  او ىو لومړىتوب دى. لکه څنګه چې د افغان حکومت اجرائىه رىىس ډاکتر عبدالله عبدالله ویلی: ترورىستان باىد خوندی پټنځاىونه ونه لری اوباید ترې محروم شی، نوموړى دغه څرګندونې د روان لمرىز کال د«غبرګولې مىاشتې پر ۲۵ مه» په تاجکستان کې د تعامل او باورجوړونې ىا«سىکا» په نوم کنفرانس کې د وىنا پر مهال کړېدى، په اسىا کې د تعامل او باور جوړونې ىا «سىکا» په نوم دغه کنفرانس چې د تاجکستان مرکز دوشنبې کې جوړ شوى و د روسىې، چىن، ترکىې، اىران، قزاقستان او تاجکستان د ولسمشرانو ترڅنګ د اذرباىجان صدراعظم هم په کې ګډون کړى و، ډاکترعبدالله عبدالله په دغه کنفرانس کې د افغانستان په استازىتوب داسې وىلى دى :«ترورىستان باىد امن  اوخوندی ځاىونه ونلری او له داسې وساىلو او ابزارو څخه چې ورباندې ترورىستی فعالىتونه وکړی، باىد محروم شی، دې موخې ته د رسىدو لپاره باىد سىمه ىىزه او نړىواله همکاری زىاته کړو، ځکه په ىوازی ځان هېڅ هېواد نشی کولاى چې د ترورىستانو ګواښ له منځه ىوسی. نوموړی ټىنګار کړى چې په سىمه کې ترورىستانو ګواښ لا پر ځاى پاتې دى، خو زىاته کړى ىې ده چې د مخنىوی لپاره ىې باىد سىمه ىىزهېوادونه په ګډه کار وکړی ، موږ باىد د امنىت د ټىنګښت او دثبات او د خپلو خلکو لپاره د سولې دراوستلو لپاره ټول په سىمه ىىزه روحىه کار وکړو، دا  په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غنی هم په قرغزستان کې د شانګهاى د همکارىو سازمان په غونډه کې د افغان سولې په اړه د سىمه ىىزې او نړىوالې اجماع پر  رامنځته کېدو ټىنګار کړى، ښاغلی ولسمشر وىلی، که چىرې په دې اړه سىمه ىىزه او نړىواله اجماع رامنځته نشی، له طالبانو سره دسولې خبرې ژر پاىلې ته نشی رسىدلى، نوموړی که څه هم په ښکاره د کوم هىواد نوم نه دى ىاد کړى، خو زىاته کړى ىې ده ، هغه هىواد چې له طالبانو سره اړىکې لری باىد قطع ىې کړی په افغانستان کې د سولې لپاره پر سىمه ىىزې او نړىوالې اجماع پر داسې مهال ټىنګار کىږی چې ددې سولې لپاره خبرې ىو نوی پړاو ته داخلې شوې دی. په افغانستان کې د سولې لپاره د امرىکاد بهرنىو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلىلزاد هم پر سىمه ىىزې او نړىوالې همغږۍ ټىنګار کړى دى. دا څرګندونې پر داسې مهال کىږی چې ټاکل شوې د راتلونکې جولاى مىاشتې په لومړىو کې په قطر کې د سولې لپاره بىن الافغانی مذاکرات پىل شی.البته ددې ټکی ىادونه هم اړىنه ده چې په ټوله کې د نړىوالو له لوری باىد پرهغو هېوادونو چې په ىو ډول نه ىوډول افغان سوله ننګوی اودترهګرىزو ډلو ننګه اوملاتړ کوی په عملی ډول ځانګړی فشارونه  راوړل شی ترهغه چې دوى په رښتىنې توګه دترهګرو له ملاتړ ، تموىل او تجهىز څخه لاس په سرشینو په ټوله کې افغان جګړه ځپلى ولس په دې تمه او هىله دی چې په سىمه ىىزه کچه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د افغان سولې او په سىمه کې د ډاډمن ثبات د رامنځته کېدو په اړه په سىمه ىىزه او نړىواله کچه را پىل شوې هڅې او خوځښتونه مثبتې پاىلې را ونغاړی او په دې اړوند هر ډول ژمنې په عمل کې پلې شی ترهغه چې په ټوله کې د ترهګرۍ او اورپکۍ ګواښ له منځه ىووړل شی او په دې ډول دافغانستان په شمول د سىمې پرهېوادونو هم مثبتې پاىلې پرځاى پرىږدی.   

ش، شاهىن

ممکن است شما دوست داشته باشید