روزنامه هیواد

د ترهګرۍ ځالو له منځه وړلو پرته، سوله ناشونې ده!

په افغانستان کې یوازې له طالبانو سره د امریکا د دوه اړخیزو خبرو او له هغوی سره د تړون پر بنسټ سوله نه شی راتلی، موږ ولیدل،چې دا هر څه له دې سره سره ناممکن شول، لامل یې هم روښانه دی، هغه په افغانستان کې د یو شمېر ګاونډیانو او سیمې یو شمېر نورو رقیبو هېوادونو لاسوهنې دی، دغه هېوادونه په افغانستان کې له جګړې پرته بل څه نه غواړی او په دې کې یې ګټې دی، طالب، ترهګر ، داعش ، القاعده او نورې ترهرګرې ډلې د دغو هېوادونو هغه ملېشې دی، چې باید په افغانستان کې د هغوی د ګټو لپاره جګړه وکړی او د دې جګړې لپاره آن له ځانونو هم تېرېږی!

اوس چې په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره د امریکا ځانګړی استازی تازه پاکستان او هند ته سفر کړی او له هنده یې غوښتی، چې له طالبانو سره په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره خبرې وکړی، دا د پاکستان لپاره تر ټولو سخته مسئله ده، ځکه پاکستان په افغانستان کې د هند د رول مخالفت کوی ،خو هندوستان بیا په سیمه کې د افغانستان یوازنی دوست دی او له افغانستان سره ستراتیژیک تړون لری، همدا رنګه هندوستان په افغانستان کې پر بنسټیزې پروژو بوخت دی او له افغانستان سره یې څه ناڅه دری میلیارډه ډالره مرسته کړې ده، خو برعکس پاکستان هم له افغانستان او هم له هندوستان سره په جګړه بوخت دی او د طالب او ترهګرو او یا القاعده پر مټ له خپلو دغو دواړو ګاونډیانو سره جګړه کوی، نو په دغه راز حالت کې به هندوستان له طالبانو سره څرنګه خبرې وکړی؟ کله چې پاکستان، طالب ډله له افغان حکومت سره خبرو نه حاضروی، نو له هندوستان سره به یې څنګه خبرو ته حاضره کړی او یا به د هندوستان په خبره څنګه پاکستان له افغان حکومت سره سوله وکړی!؟ خپله پاکستان ته هم د منلو نه ده، چې دهندوستان په څېر ستر رقیب یې په افغانستان کې د پاکستان تپل شوې جګړې ته پای ورکړی؟ دا ناممکنه ځکه ده، چې پاکستان هندوستان ته په افغانستان کې د بیارغاونې او پرمختیایی پروژو پلی کولو اجازه نه ورکوی او په مخ کې یې امنیتی خنډونه جوړی، نو پاکستان به له هند سره په افغانستان کې د سولې راوستو په مسئله کې هوکړه ونکړی! هو د خلیلزاد یوه خبره او یوه طرحه ډېره مهمه ده!

په اصل کې د خلیلزاد دا وروستی سفر د سولې لپاره بیا هم له بده مرغه کومه مثبته پایله نه شی لرلی! که امریکا په حقیقت کې په افغانستان کې سوله غواړی، نو بیا دې په پاکستان کې د ترهګرۍ ځالې له منځه یوسی، د دې ځالو له منځه  وړل، د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې اصلی موخه ښوودل کېده، خو نن امریکا چې ناټو هم ورسره مله ده، له دې اوږه خالی کوی، همدا ده، چې په افغانستان کې د سولې را وستو هڅې له خنډ او ځنډ سره مخ کېږی! بل لوری له طالبانو سره د امریکا هوکړې، په اصل کې افغانانو او د افغان حکومت لپاره هېڅ ګټه نه ده کړې، بلکې طالبان چې د امریکا د رقیبو لوریو ملېشې دی، امریکا ته په دې ډګر کې سخته ماتې ورکړه او پرې ویې منله ،چې د دغو رقیبو ډلو په خوښه، دا ومنی چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې یې ماتې خوړلې او له افغانستانه به وځی!

بل لوری روسیې هم پر طالبانو ستره پانګونه کړې، چې امریکا ته سرخوږی جوړ کړی او له طالبانو سره د امریکا هوکړه د روسیې لپاره هم ستره بریا ده، ځکه روسیه له افغانستانه د امریکا د ایستلو لپاره هر څه ته لاس اچوی او دا یې ستره موخه ده، روسیه غواړی، چې افغانستان یې تر خپل نفوذ لاندې وی. بلې خواته بیا ایران هم ورته موخې لری او له امریکا سره په دښمنۍ کې د ترهګرۍ او طالبانو ملاتړ کوی! په دغه راز حالت کې د سولې راوستو لپاره د امریکا اوسنۍ هڅې کومه ګټه نه لری، که امریکا او نړیواله ټولنه په افغانستان کې سوله غواړی، نو په سیمه کې دې د ترهګرۍ ځالې له منځه یوسی!

 

ممکن است شما دوست داشته باشید