روزنامه هیواد

د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د افغانانو ملی رسالت دى

څه ناڅه څلوېښت کاله کېږی چې زموږ په هېواد کې دګاونډیو هېوادونو( پاکستان، ایران او روسیې له خوا تپل شوې جګړه روانه ده او زموږ ډېرو هېوادوالو په دې جګړه کې خوږ ژوند له لاس ورکړى او شهیدان شوی دی .

پاکستان چې تهداب یې په درواغو جوړ دى، په خپله کاذبه ژبه له افغانانو سره په ظاهر کې د همدردۍ او خواخوږۍ چیغې وهی، خو په باطن کې د افغان وژنې او د افغانستان ورانولو لپاره د داعش، حقانی شبکې او طالبانو په ګډون یو شمېر ترهګرې ډلې ټپلې دکراچۍ او لاهور په عسکری اونظامی مرکزونو کې دوحشیانه بریدونو لپاره روزی اوپنجابیان هغوى ته پوځی اونظامی روزنه ورکوی .

دوى افغانان یوه شېبه هم  کرار نه پرېږدی چې په ارامه ژوند وکړی او دخپل وطن د آبادۍ او سمسورتیا لپاره کار وکړی.

دسیاسی شنونکو په آند پاکستان هغه دښمن دی چې زموږ د وطن آبادی نه غواړی ، د کورنیو ملی ځواکونو پیاوړتیا یې دسترګو اغزی دی او همدارنګه زموږ په هېواد کې دامن او  ثبات دګډو ډولو او د بشردوژنې لپاره غیر اسلامی او غیر انسانی کړنې کوی  ، دغه خصمانه کړنې د افغان ولس لپاره ګواښ بلل کېږی  او د طالب ، داعش او نورو ترهګرو ډلو په مرسته یې  دافغانانو پرضد تپل شوې جګړه پیل کړې.

دغه جګړه کوم شرعی روایت نه لری، داځکه چې داسلامی هېوادونو په غوښتنه په اندونیزیا کې دلومړۍ ځل لپاره یو نړیوال کنفرانس جوړ شو. په دغه کنفرانس کې ټولو دینی عالمانو پرېکړه وکړه چې داجګړه شرعی او اسلامی جواز نه لری مخالفین باید د بین الافغانی خبرو له لارې دغه شخړه په عادلانه توګه حل کړی. بیا په سعودی عربستان کې د  ۳۰ اسلامی هېوادونو په ګډون یو اسلامی کنفرانس جوړ شو او په افغانستان کې یې جګړه  یو غیراسلامی حرکت وباله ،ټولو په یو آواز له طالبانو څخه د سولې غوښتنه وکړه اوپه دغه اسلامی کنفرانس کې دګډون بلنه ورکړل شوه ، خو مخالفینو بیاهم دخپلې د ملامتۍ  د پټولو له لپاره په دې کنفرانس کې دګډون لپاره خپل چمتو والی ونه ښود. بلکې دوى پر جګړه او افغان وژنه ټینګار وکړ. دجګړې او افغان وژنې لپاره په اسلام کې جواز نشته، نو په دې اساس دسعودی عربستان  دجدې غونډې دافغانانو پرضد جګړه مردوده او فتته و بلله.ددغو ناخوالو دحل لپاره ښکاره لاره د مسلمانانو پخلاینه اودوستی ده. په اسلام کې دښمنی اوجګړه لویه ګناه ده باید ډډه  ترې وشی. په افغانستان کې دترهګرۍ دمخنیوی لپاره باید د ملی وسله والو ځواکونو په خواکې ودرېږو، د دوى کلک ملاتړ وکړو او د دښمن په مقابل کې له کورنیو ځواکونو سره  هر راز مرستې وکړو، ځکه د ولسونو له همکارۍ پرته حکومت نه شی کولاى چې په هېواد کې دترهګرۍ دمخنیوی لپاره بریالی ګامونه پورته کړی.ټول باید په یوه سپېڅلې وطنى روحیه هڅه وکړو چې د دښمنانو پلانونه او دترهګرۍ کړنې خنثى اوشنډې کړو.ځکه افغانستان زموږ ټولو ګډ کور دى. ددې کور دجوړولو لپاره باید د وحدت ترسیورى لاندې له دې لویې بلا څخه چې ترهګرى ده ځان خلاص کړو.

محمد رسول کلام

ممکن است شما دوست داشته باشید