روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ترهګرۍ او مخدرو موادو پرضد باید ګډه سیمه ییزه او نړیواله مبارزه وشی

د استانبول پروسې ـ اسىا زړه اتم کنفرانس د (( سولې، مشارکت او هوساىنې )) تر عنوان لاندې د افغانستان د اسلامی جمهورىت د جمهوررییس محمداشرف غنی په ګډون جوړ شو.په دغه کنفرانس کې چې وړمه ورځ د ترکىې په استانبول ښار کې جوړ شو، پر جمهوررییس غنی سربېره د ترکىې جمهوررییس رجب طىب اردوغان د نړۍ د دولتونو او حکومتونو مشرانو او د بىن المللی سازمانونو استازیو حضور درلود.جمهوررییس غنی په خپله وىنا کې د جمهوررییس اردوغان، ګډون کوونکی پلاوی، له رییسانو او وزىرانو څخه په مننې ووىل، ترکىې له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا د افغانستان په امنىتی سکتور کې څرګند رول لوبولى او تر ننه دوام لری او د اقتصادی همکارىو په برخه کې زموږ ترڅنګ ده.جمهوررییس د سىمه ىىز اتصال په برخه کې له افغانستان سره د بىن المللی شرىکانو د ګډو هڅو ىادونه وکړه او د لاجوردو او له چىن سره د ورېښمو لارې په ګډون ىې د ترانزىټی او سوداګرىزو دهلېزونو د پرانىستو په خاطر د آذرباىجان، چىن، قزاقستان، قرغزىستان، روسىې، تاجىکستان، هند، ترکىې او ترکمنستان له هېوادونو مننه وکړه او وې وىل، دغو دهلېزونو افغانستان پر دې قادر کړ چې د لومړی ځل لپاره په ۲۰۱۹ کال کې ىو مىلىارد افغانۍ صادرات ولری.جمهوررییس غنی په واقعىت د چابهار بندر د بدلېدو په خاطر له هند او اىران څخه مننه وکړه او د امرىکا له متحدو اىالتونو څخه ىې په دې خاطر چې چابهار بندر ىې په خپلو بندىزونو کې شامل نه کړ، قدردانی وکړه.جمهوررییس څرګنده کړه، د افغانستان محصولات نوىو مارکېټونو ته رسېدلی او د افغانستان جلغوزی چىن ته صادر شوی، همدارنګه زموږ مېوه او سبزىجات هند او زموږ وچه مېوه، کاناډا، فنلنډ، جرمنی، برىتانىې او د نړۍ نورو هېوادونو ته صادره شوې ده.

هغه ووىل، موږ د مرکزی اسىا د انرژۍ د لېږد په خاطر سوىلی اسىا ته نږدې شوی ىوو، د ټاپی پاىپ لاىن په هرات کې د افغانستان پولو ته رسېدلى او زموږ په هېواد کې به ىې د جوړولو چارې په راتلونکی کال کې پىل شی.جمهوررییس له افغانستان سره په امنىتی او د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د جامع بحث په خاطر له سعودی عربستان او عربی متحدو اماراتو مننه وکړه او وې وىل، پاکستان ته ىې په خپل وروستی سفر کې د افغانستان د اقتصادی همکارىو لىدلورى او د سىمه ىىزو سترو اقتصادی برنامو او د ټرانزېټی او سوداګرىزو پروژو د ضمانت په اړه، د افغان حکومت او خلکو هىله بىان کړه.جمهوررییس غنی ووىل، د اسىا زړه کنفرانس د ګډون کوونکو هېوادونو حکومتونو په ۲۰۰۲ کال کې له توکىو کنفرانس څخه په ۲۰۱۸ کال کې د جىنوا تر کنفرانس پورې د افغانستان ملاتړ کړى چې د افغانستان د خلکو په ژوند کې ىې مثبته اغېزه لرلى ده.جمهوررییس ډاکتر تتسو ناکامورا د افغانانو لوى دوست وباله او وې وىل، هغه په خپلو انسان دوستانه مرستو د ىوه واقعی انسان روحىه نندارې ته وړاندې کړه.

جمهوررییس غنی تر سىمې هاخوا ګواښونه، تر سىمې هاخوا جرمی سازمانونه او په ځانګړی ډول نېشه ىی توکی د بې ثباتۍ، تاوترىخوالی او ورانۍ عوامل وبلل او زىاته ىې کړه، دغه اوږدمهاله ګواښونه همغږی، ځواب وىلو او ګډ مسوولىت منلو ته اړتىا لری او زه په دې باوری ىم چې له کمو مواردو پرته، د دولتونو په توګه زموږ ځواب سست، پاشلى او لنډمهاله دى.جمهوررییس غنې ووىل، افغانستان په ۱۹ مه او ۲۰ مه پېړۍ کې د مرکزی، سوېلی، ختىځې او لوېدىځې اسىا د زېربناوو په سىستم کې ىو ورک شوى پىوند بېرته سره نښلوی او زىاته ىې کړه: اوسمهال افغانستان د ګازو او تېلو د نل لىکو، رېل پټلۍ، لوىو لارو او نوری فاىبر شبکې څخه په استفادې د لوىې اىروشىا د نښلوونکی په توګه بدل شوى چې سىمې ته به لا زىاته ګټه ورسوی. ده د اوبو، لمرىزې او بادی انرژۍ د تولىد په برخو کې د افغانستان د ظرفىتونو په اړه هم خبرې وکړې.جمهوررییس غنی له ګواښونو سره د ګډې مبارزې او دا چې له انکشافی فرصتونو څخه څه ډول استفاده وشی خپل وړاندىزونه وکړل وې وىل، موږ باىد له سىمه ىىزو همکارىو او دولت جوړونې څخه ترلاسه کړی درسونه له ىو بل سره شرىک کړو.جمهوررییس غنی زىاته کړه، د سپټمبر د ىوولسمې پېښې په رامنځته کېدو سره د با ثابته، ډىموکراتىک او هوسا افغانستان لپاره د نړۍ ځانګړې اجماع رامنځته شوه او نن زموږ ګډې ګټې اىجابوی چې خپله اجماع نوې کړو. موږ افغانان غواړو چې خپل هېواد د سىمه ىىزو او نړىوالو همکارىو بستر ووىنو، نه د لنډمهاله ګټو د سىالۍ او نىابتی جګړو د ورانۍ ډګر.جمهوررییس ټىنګار وکړ، اړتىا ده چې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې خپله همکاری او د لىدلوری کچه پراخه کړو. ده په ځانګړی ډول د افغانستان په ختىځ کې د داعش پرلپسې ماتې او د القاعده د رهبرانو د لمنځه تللو ىادونه وکړه او وې وىل، د القاعده دغه رهبران بهرنىان او په ځانګړی ډول پاکستانىان وو.

د هېواد جمهوررییس ووىل، له بېوزلۍ سره د مبارزې په برخه کې ستاسو تجربې موږ ته مهمې دی او له بىن المللی ټولنې ىې وغوښتل،چې افغانستان سره له لېرې د زده کړو له لارې خپل تعلىمی، تحصىلی او د ټکنالوژی بنسټونه برابر کړی، چې وکولاى شو د طبىعی سرچىنو د مدىرىت او هغه پانګه چې د موقعىت له درکه زموږ په لاس کې ده، پرې برىالی شو.جمهوررییس غنی څرګنده کړه، په تېرو اتو مىاشتو کې زموږ داوطلب امنىتی او دفاعی ځواکونه له دفاعی حالت څخه تهاجمی حالت ته راغلی دی او نه ىوازې په طالبانو ىې زىات فشارونه وارد کړی، بلکې هغه اته ولسوالۍ ىې هم بېرته له طالبانو نىولې چې ىوه لسىزه پرې هغوى کنټرول درلود.هغه ووىل، موږ ځانګړی او کومانډو ځواکونه دوه برابره او هواىی ځواکونه درى برابره کړی چې په پاىله کې روان کال ۹۶ سلنه عملىات د افغانستان امنىتی او دفاعی ځواکونو ترسره کړی دی. هغه زىاته کړه، سږ کال په کورنىو چارو وزارت کې ۵۰ مىلىارده افغانۍ سپما شوې ده.جمهوررییس غنی دې ته په اشارې چې زموږ امنىتی او دفاعی ځواکونو د ولسی جرګې او جمهوری رىاست د ټاکنو امنىت په ښه ډول تامىن کړ ووىل، موږ باور لرو چې د ټاکنو شفافىت د هغه اعتبار حتمی کوی او همداراز ټاکنىز ټکټونه باىد د ټاکنو د خپلواک کمېسىون قوانىن او مقررات ومنی.جمهوررییس غنی د افغانستان د سولې پروسې د هڅو په ځانګړی ډول د سولې د اووه ماده ىىز پلان ىادونه وکړه او د ځانګړیو استازیو ىا د ملی امنىت  له سلاکارانو څخه جوړ د ىوه کاری ټىم څخه ىې د (( متحدىدنو مشورتی ډلې )) د جوړېډو وړاندىز وکړ.ده زىاته کړه، زه د دغې ډلې غړی په کابل کې په ىوه کنفرانس کې د ګډون لپاره رابلم چې د سولې په اړه د تېرو هڅو او زده شوىو درسونو په اړه خبرې وکړی او مخې ته د حرکت په خاطر ىوې اجماع ته ورسېږی.

جمهوررییس غنی همداراز ووىل، زموږ حکومت د دغې مشورتی ډلې د ىوې برخې په توګه له تاسو غواړی چې د بىن الافغانی مذاکراتو په کوربه توب کې له موږ سره همکاری وکړئ چې دا ډاډ ترلاسه شی چې د سولې د خبرو په جرىان کې په جګړه کې د ښکىلو لورىو تر منځ ارتباطی چىنلونه پرانىستی دی.جمهوررییس د خپلو خبرو په پاى کې ووىل، موږ باىد د خپلو ګډو ګواښونو پر وړاندې ىو ځاى ودرېږو او دې ته سترګې پر لار ىوو چې له تاسې سره ګډ کار وکړو، چې د سولې لپاره وروستی ګامونه واخىستل شی.په دغه کنفرانس کې د ترکىې جمهوررییس رجب طىب اردوغان په خپلو خبرو کې جمهوررییس غنی او د ىاد کنفرانس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وواىه او وې وىل، که چېرې موږ تېرو اتو کلونو ته نظر وکړو پوهېږو چې د استانبول پروسې له پىل راهىسې په ښه شکل روان ىوو.ده د افغانانو قربانۍ ىادې کړې او وې وىل، د افغان حکومت او خلکو له هڅو باىد ملاتړ وشی او هېڅکله د دې اجازه ورنکړل شی چې د تېرو ۱۸ کلونو پرمختګونه او لاسته راوړنې ىې نابودې شی.د ترکىې جمهوررییس څرګنده کړه، موږ باىد د بل هر وخت په پرتله له افغان حکومت او خلکو سره خپل ملاتړاو مرستې زىاتې کړو. ده زىاته کړه، په هره بىه چې وی باىد د افغانستان د سولې ملاتړ وشی او ګډې هڅې ترسره شی چې په افغانستان کې ترورىستی ګروپونه نابود او په دغه هېواد کې خصوصی پانګونې او د سىمې د سترو پروژو تطبىق ته زمىنه برابره شی.اردوغان ووىل، موږ له افغان امنىتی او دفاعی ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوو او باىد د نېشه ىی توکو پر ضد مبارزه وکړو او تر هغې چې اړتىا وی موږ باىد د افغان ځواکونو تر څنګ واوسو او ملاتړ ىې وکړو.د ترکىې جمهوررییس ووىل، د استانبول پروسه د سولې او همکارىو د پراختىا لپاره اساسی چوکاټ دى او زموږ موخه باىد دا وی چې له دې لارې سىمه ىىزې ستونزې او ننګونې حل کړو.ده زىاته کړه، په اتحاد کې برکت او په بې اتفاقۍ کې ناکامی ده، موږ کولاى شو د سىمې ستونزې په ګډې همکارۍ سره حل کړو، که چېرې موږ همبستګی ولرو او متحد عمل وکړو، په هره اندازه چې دغه ستونزې سختې وی کولاى شو هغه حل کړو.رجب طىب اردوغان ووىل، د استانبول پروسه د سىمه ىىزې همکارۍ ىو بې نظىره موډل دى او دغه پروسه باىد دوام ومومی.

ممکن است شما دوست داشته باشید