روزنامه هیواد

د ترهګرو په ملاتړو هېوادونو دې فشار زیات شی

افغان حکومت وایی: نه یوازې له امریکا، بلکې له ټولې نړۍ سره د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې هم لاسی دی.وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپټمبر د یوولسمې د حملو د کلیزې په مناسبت یو ځل بیا طالبانو ته خبرداری وکړ، چې دوی به په بې ساری ډول وځپی، افغان حکومت په هېواد کې پر ترهګریزو ډلو د فشار په راوړلو ټینګار کوی.که څه هم افغان حکومت په دې اړه په ځانګړی ډول څه نه وایی، خو د ملی امنیت شورا وایی، چې له ترهګرۍ سره مبارزه نه یوازې د افغانستان ،بلکې د ټولې نړۍ مسوولیت دی.د دغې شورا ویاند کبیر حقمل د پنجشنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته ویلی ،چې پر هغو هېوادونو او قوتونو دې فشار وارد شی چې له ترهګرو ملاتړ کوی.ده وویل: له ترهګرۍ سره مبارزه یوازې د افغانستان مسوولیت نه دی، بلکې د ټولې نړی دی، ځکه ټوله نړۍ باید په دې برخه کې صادقانه ونډه واخلی، په ځانګړی ډول پر هغو هېوادونو او سیمه ییزو قوتونو دې فشار راوړل شی ،چې له ترهګرو ملاتړ کوی او خپلو اهدافو ته له همدې لارې د رسېدو استفاده کوی.ښاغلی حقمل وایی: که چېرې طالبان له ترهګرو خپله لار بېلوی، افغان حکومت ورسره د سولې مذارکاتو ته چمتو دی.که څه هم ښاغلی حقمل د کوم ځانګړې هېواد نوم نه یادوی، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د  چهارشنبې په ورځ په خپله وینا کې ویلی، چې د طالبانو پر وړاندې د امریکایی پوځیانو عملیات دومره شدید شوی ،چې مخکې یې ساری نه و لیدل شوی.له بل لوری د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند وایی، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ جګړه به د افغانانو او ملکی وګړو په وژلو سر ته ونه رسېږی.دی وایی: له بده مرغه جګړې د پوځیانو په پرتله ملکیانو ته زیاته مرګ ژوبله اړوی، پوځیان خو په روحی او جسمی لحاظ جګړو ته چمتو وی، خو دلته بیا ملکی وګړی زیات زیامنېږی، د امریکا او طالبانو په جګړه کې به زیاتو افغانانو ته مرګ ژوبله واوړی.دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې یکشنبې په شپه د امریکا ولسمشر د طالبانو او زلمی خلیلزاد تر منځ له نهو پړاونو وروسته د سولې خبرې لغوه کړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید