روزنامه هیواد

د بېوزلۍ په کمولو کې د غله جاتو د بانکونو اغېزمنتوب

د غله جاتو بانکونه د خوراکی توکو د زېرمه کولو ځای دی څو د هغوکسانو لپاره چې د خپلو اړتیا وړ توکو په برابرولو کې ستونزې لری د خوراکی توکو د ورکړې له لارې مرسته ترسره شی. دغه ډول بانکونه په ټوله نړۍ کې د پیک شویو غذایی موادو د ضایع کېدو او همدارنګه د اړینو کسانو ترمنځ د خوراکی توکو د وېش او  لوږې په وړاندې د مبارزې په موخه تاسیس شوی دی. له ۱۹۸۰ لسیزې څخه راپدېخوا د نوموړو بانکونو جوړېدو په ټوله نړۍ کې په ډراماتیک ډول وده کړې ده. اوس په ټوله نړۍ کې له ۵۰۰ نه زیات د غله جاتو بانکونه شتون لری چې له ۲۰ میلیونه څخه زیاتو مستحقو کسانو ته اړین خدمتونه وړاندې کوی.په افغانستان کې دغله جاتو بانکونه په دې وروستیو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسی تړون ملی پروګرام په نوښت د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې جوړ شوی دی. د دې برنامې له لیدلوری، په کلی کې د خوراکی توکو زېرمه کول د خلکو په مشرۍ یوه ستراتېژی ده چې کلیوال په دې وتوانېږی څو د خوراکی توکو اوږد مهاله کمښت له (۳ میاشتونه تر ۴ میاشتو) نه  تر ډېرې مودې پورې چې ښځې، نارینه، ماشومان او بېوزلې کورنۍ له هغه سره مخامخ دی، کم کړی. په لومړی ګام کې د غله جاتو د بانکونو خدمتونه د ټولنې په ډېرو بېوزلو کسانو چې په عمومی ټوګه د یوکلی له ۷ څخه تر ۱۲ سلنه کورنۍ جوړوی تمرکز لری. په ټوله کې د دغه رازکورنیو سرپرستی د کونډو، معیوبو او یا هم بوډا کسانو په غاړه وی او یا هم له  هغو کورنیو څخه دی چې د مځکې خاوند نه وی او یا هم د نورو په مځکو کې د کارکوونکی په توګه کار کوی. بانک او عاید نه لرل د دغو کورنیو عامې ځانګړتیاوې دی . دوی د خوراکی توکو د پیرودلو لپاره پیسې نه لری . په ځینو حالاتو کې هغه کورنۍ چې یو تن روغ کس ډوډۍ ګټونکی هم لری، د ډېرو بېوزلو له ډلې څخه شمېرل کېږی،خو د دغو کورنیو زیاتره ( له ۸ تنو څخه زیات دی) اړوند کسان په پام وړ توګه د خوراکی توکو له کمښت سره مخامخ دی، د خوراکی توکو ټیټ کیفیت او لږه اندازه چې دغه کورنۍ د بېکارۍ په موسم کې ترې ګټه اخلی، د ماشومانو په نه زېږون، د میندو او ماشومانو په ذهنی او فزیکی ودې او روغتیا منفی اغیزې لری.

د بېوزلۍ د کمولو لپاره، د کلیو اوسېدونکی کولای شی د خوراکی توکو زېرمې جوړې او هغه په ډېرو بېوزلو کورنیو چې هغوی خوراکی توکی نه لری، ووېشی. غیرخوراکی توکی لکه لرګی، کمپلې، ژمنۍ جامې او بوټان هم باید زېرمه او
و وېشل شی.هغه کسان چې خوراکی توکی او اضافی عایدات لری د اړتیا وړغذایی مواد او نورو توکو په برخه کې باید مرسته وکړی.

د همدې اصل له مخې، د ولسی تړون ملی پروګرام په هېواد کې د لومړی ځل لپاره د غله جاتو د بانکونو نوښت عملی کړی او د دې ارمان د تحقق لپاره د برنامې زیانمنونکې برخه هڅه کوی،چې د غله جاتو بانکونه فعال وساتی . البته د کلیو په پراختیایی شوراګانو

کې هم د زیانمنوونکو د پراختیا فرعی کمېټې شتون لری چې د کلیو د پراختیایی شورا نوموړې فرعی کمېټې د زیانمنوونکو ډلو پراختیا ده چې د موسمی لوږې برنامه د ځوانانو او دکرنې د فرعی کمېټې په مرسته پرمخ بیایی . دغه عملیه په عمده ډول په لاندې ډول ترسره کېږی.

۱ ـ په غریبو او بېوزلو کورنیو کې لېست برابروی .

۲ ـ  د ټولو بالقوه تمویل کوونکو لېست برابروی.( سوداګر بزګران، سوداګر،هغه افغانان چې بهردی، د نورو ښارونو اوسېدونکی)

۳ ـ  د ځوانانو او د خپلې کمېټې د غړو دندې ټاکی څو د خوراکی او غیرخوراکی توکو د راټولولو په کمپاین کې د سیمو ور په ورد مهال وېش له مخې کار وکړی.

۴- په کړکېچنو حالاتو کې د غریبواو ډ ېرو بېوزلو کورنیو د اړتیا وړتوکولېست لکه اوړه، غوړ، حبوبات، پیاز، کمپلې، لرګی، جامې او نور برابروی.

۵ ـ کمپاین په لاره اچوی او هره میاشت ارزونې ترسره کېږی.

۶- زېرمه تنظیموی (له هغو موادو څخه جوړېږی چې وچ ، امن او پرته له حشراتو څخه وی).

۷ ـ د ټولو مرستو د سمې اندازې او حساب ورکولو له امله یوه پیمانه یا (ترازو) وپېرودل شی ( چې دا کولای شو د راټولو شویو مالی وجهو څخه وپېرو).

۸ ـ د هغه کورنۍ پېژندنه چې د ټولو د اعتماد وړ وی څو خوراکی توکی  زېرمه کړی.

۹ ـ کومه کورنۍ چې خوراکی توکی زېرمه کوی د هغو موادو په ثبتولو کې چې له زېرمې څخه بهر وځی یا اچول کېږی مرسته وکړی.

۱۰  ـ د خوراکی توکو وېشلو لپاره مناسب سیستم ، مهال وېش او د اړتیا په صورت کې د خوارکی توکو وړاندې کولو ته پراختیا ورکړی.

۱۱ – د ننګونو د حل لپاره د یوې ستراتېژۍ رامنځ ته کول چې د خوړو راټولولو ستونزې له منځه وړی ورته پراختیا ورکړی. له نېکه مرغه د ولسی تړون ملی پروګرام تر اوسه په دې توانېدلی، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د غله جاتو۴۴۷۰ بانکونه جوړ کړی او ۱۰۷۸۷۲ نه زیاتو کسانو ته یې خوراکی او غیر خوراکی توکی وېشلی دی . همدارنګه د خوراکی توکو د بانکونو له پیل نه تر اوسه شاوخوا ۱۳۰۱۳۱۹ امریکایی ډالر د خلکو په وسیله را ټول شوی او ۶۷۸۰۲۹ امریکایی ډالر د ولسی تړون ملی پروګرام، ټولنیز ګډون د مالی وجهی پروګرام (SIG) ورکړی دی. د هېواد په کلیو او بانډو کې د غله جاتو بانکونه په پراخه توګه د بډایو او غریبو خلکو سره مخامخ شوی، آن تر دې چې په دې وروستیو کې د ۹۳ جریبه په مساحت مځکه د هېواد په زیاتره ولایتونو کې د خوراکی توکو بانکونو ته وقف شوی ،څو له درېیو نه د تر پنځو کالو پورې د هغه محصولات د غذایی بانکونو له لارې د کلیو ډېرو بېوزله قشرونه ته ووېشل شی.

عزت الله اکبری

ممکن است شما دوست داشته باشید