روزنامه هیواد

د بی بی مهرو له قلعه خاطرڅخه تر قلعه فتح الله پورې د سړک په جوړولو سره به د خلکو ستونزې حل شی

دبی بی مهرو له قلعه خاطرڅخه ترقلعه فتح الله پورې دسړک جوړولو چارې دپسران محمدنعیم شرکت له خوا عملاً پیل شوی دی. په دې سیمه کې ډېر وګړی ژوند کوی او دواورو او بارانونو د اوریدو پرمهال له ډېرو ستونزو سره مخ وی. اوس خلک ددغه سړک جوړولو ته، چې اوږدوالى یې (۲۷۰۰) متروته رسیږی دخوشحالۍ احساس کوی. دهېواد ورځپاڼې خبریال دپسران محمدنعیم شرکت دسروې له مسئول ښاغلی عبدالواحد((خانزاده)) سره مرکه کړې، چې خپرېږی.

پوښتنه: دبی بی مهروله قلعه خاطر څخه ترقلعه  فتح الله پورې دسړک جوړولو کار پیل شوى دى، داسړک څومره اوږدوالى لری او څومره کار پرې شوى دى؟

ځواب: دبی بی مهرو له قعۀ خاطر څخه ترقلعه فتح الله پورې دسړک جوړولو کارچټک شوى دى. دغه سړک (۲۷۰۰) متره اوږدوالى لرى، مخکې له دې، چې موږ پردغه سړک کارپیل کړو، سړک کم سوره و، خوکوم کورونه، چې په دې اوږدوکې پراته دی هغه باید استملاک شی، چې دسړک سورپراخ شی یوشمېرکورونه دمرکز زون له خوا استملاک شوی دی اوتاسې ګورئ، چې کارعملاً پرې روان دى. یادشوى سړک (۱۵) متره سورلری، چې یو مترګلدانونو ته ځانګړى شوى دى. که څه هم دغه سړک بېلابېل طبقات لری، خو اوس موږ پر(۸۰۰) متره سړک، چې شااوخوا کورونه یې استملاک شوی دی کارپیل کړى اوتر ۶۰ سلنې پورې کار پرمخ تللى دى، خو ددوه طبقې سړک کارلا پاتې دى. وروسته سړک اسفالت کېږی اوترشلو راتلونکو ورځو پورې به ددغه سړک دقیرکولو شاهدان واوسو. دپاتې سړک د جوړولو کارهم روان دى، خو ستونزه دسړک په اوږدوکې، چې کوم کورونه پراته دى د هغو داستملاک چارې دی، چې دمرکز زون پرغاړه دی. موږ هڅه اوهاند کوو،چې له بی بی مهرو څخه ترقلعه فتح الله پورې هېوادوالو او د موټروتگ اوراتګ ته آسانتیاوې برابرې کړو.

پوښتنه: د۲۷۰۰  متره سړک جوړول څومره موده وخت په برکې نیسی؟

ځواب: ما مخکې هم ستونزې ته اشاره وکړه، چې دسړک په اوږدوکې ډېرکورونه پراته دی،  هغه باید استملاک شی، چې زموږ کارګړندى شی. د(۸۰۰) مترو په اوږدوکې، چې اوس کار روان دى په بشپړه توګه داستملاک شویو کورونو پیسې نه دی ورکړل شوی.

پیسې باید دمرکز زون له خوا دویجاړوشویو کورونو خاوندانوته ورکړل شی. تر(۸۰۰) متروپورې سړک تر۲۰ راتلونکو ورځو پورې قیررېزی کېږی، خوله دې اضافه  دجوړولوچارې یې ځکه ځنډېږی، چې دسړک په دواړو غاړوکې کورونه پراته دی، هغه باید استملاک شی.  اوس خلک دسړک له جوړولو سره مخالفت کوی. کله،چې دمرکز زون له خوا دسړک شااوخواسیمه برابره شی، موږ دوه پلانونه لرو، چې یوپه بل پسې به پلی شی. قردادی شرکتونه، چې کوم کارونه ورسپارل کېږی هغه ژر پرمخ بیایی.  داکار دخلکو او شرکت په ګټه دى. موږ دمرکززون ته په تمه یو، چې دښاروالۍ له لارې دپاتې سړک دجوړولو پړاو ونه بشپړشی، چې پرجوړولویې پیل وکړو.

پوښتنه: هغه کورونه، چې له بی بی مهروڅخه ترقلعه فتح الله پورې دسړک په اوږدوکې پراته دی څښتنانوته یې  پیسې څوک ورکوی؟

ځواب : دویجاړو شویوکورونو پیسې ورکول دمرکز زون پرغاړه دی. هغه کورونه،چې وړاندې استملاک شوی وو، چې دهغولپاره بانکی کارتونه جوړېږی اودخپلې سیمې له لارې له بانک څخه پیسې ترلاسه کوی، موږ به وتوانیږو، چې ترقلعه فتح الله پورې دنورسړک دجوړولو کارهم ګړندى کړو.

پوښتنه: هغه کورونه،چې دبی بی مهرو له قلعه خاطر څخه ترقلعه  فتح الله پوری پراته دی. نمره یاپلان شوی نه دی، بلکې په کرنیزو مځکوکې جوړشوی دی. ددغوکورونو داستملاک دپیسو حساب څنګه اجرا کېږی؟

ځواب: ددغه سړک په اوږدوکې، چې کوم کورونه پراته دی ډېرمالکان یې قبالې په واک کې نه لری، نودوى هغه لګښتونه

چې پرخپلو کورونو یې کړی دی دهرې یوې بسوې مځکی له مخې یوه اندازه پیسې دکورونو مالکینو ته ورکول کېږی،  هغه مالکین،چې دخپلو کورونوقبالې په واک کې لری هغوى ته دهغوکسانو په پرتله، چې قبالې په واک کې نه لری یوه اندازه ډېرې پیسی ورکول کېږی اوسربېره پردې یوه اندازه دکور دویجاړېدوپیسې هم ورکول کېږی.

پوښتنه: دپسران محمدنعیم دسړک جوړولو چاروشرکت څه مهال منځ ته راغلى اودهېواد په نورو کومو سیموکې یې کارونه پرمخ بیولی دی؟

ځواب : زموږ دسړک جوړولو شرکت له ۱۵ کلونو راهیسې فعالیت لری او دسړک جوړولو ښه تجرپه لری. څو ورځې وړاندې یې دسمنګانوښارسړک د ۲۵ کیلومتروپه اوږدوالی بشپړکړ. اوس د۳۶ کیلومترو په اوږدوالی دشمالی سالنګ سړک پرجوړولوبوخت یو او سربېره پردې د۲۵ کیلومترو په اوږدوالی د اندراب سړک دجوړولو کارعملاً روان دى. ددغه سړک قراداددوه نیم کاله دى، خویوکال پرې کارشوى دى. همدارنګه موږ دوه میاشتې وړاندې د۱۵ کیلومتروپه اوږدوالی د سنګلاخ سړک قیررېزی کړ. دجغل اچولو کار په مرکز اوو لاتیونوکې روان دى.

پوښتنه  له کابل ښاروالۍ سره ستاسې همغږی څنګه ده؟

ځواب : کابل ښاروالی زموږ له کانترکتور سره همغږی لری اوپه خپله کانترکتور هره ورځ زموږ دشرکت له کار څخه څارنه اونظارت کوی، نو کوم کارچې کانترکتور پرغاړه اخیستى له کابل ښاروالۍ سره په ګډه پرمخ درومی. زموږ له کار څخه ښاروالی دنظارت کومه دنده په یوازیتوب سره نه لری، خو دمرکز زون له خوا ز موږ کارنظارت کېږی.

پوښتنه: دبی بی مهرو له قلعه خاطر څخه ترقلعه  فتح الله پورې خلکوته څه پیغام لرئ؟

ځواب: دسیمې خلک، باید دمعیاری اوستندرد سړک دجوړولو له بهیرڅخه خوښ وی اوله موږ سره دې خپله همکاری وساتی، نودرنې کورنۍ دې نظارت اوپاکی دیادسړک په اوږ دوکې پرځانونو ومنی، موږ دکارپرمهال له ککړتیاووسره مخ کېږو، نودخلکو همکاری اړینه ده.

محبوب

ممکن است شما دوست داشته باشید