روزنامه هیواد

د بیان او قلم آزادی د ولسواکۍ ستره لاس ته راوړنه ده

دافغانستان دولت او حکومت دملت دژبې ، سترګو او غوږونو په توګه د رسنیو اومطبوعاتو زیاتو ارزښتونو ته په کتو سره د خلکو د ذهنونو او فکرونو د روښانه کولو لپاره داساسی قانون دحکم له مخې د بیان پرآزادۍ تل ټینګار کړى دى چې له امله یې په هېواد کې دبیان آزادۍ په دې سیمه کې دلومړى مقام د ترلاسه کولو ویاړ راخپل کړى دى، خوله ډېره بده مرغه د رسنیو او مطبوعاتو له خبریالانو او ژورنالیستانو او دقلم له نورو خاوندانو اوفرهنگیانو سره د ترهګرو او زورواکانو تاوتریخوالى بې سارې کچې ته رسیدلی چې د رسنیو کارکوونکی اومینه وال یې له زیاتو اندېښنو سره مخ کړی دی او دولسواکۍ  دیوې سترې لاسته راوړنې او دغه راز دملت او دولت د ژبې ، سترګو او غوږونو په توګه یې د رسنیو او مطبوعاتو آزادی ټکنۍ کړې ده.

داچې دورځپاڼو، تلویزیونونو، راډیوګانو اوخبری اژانسونو په ګډون دولتی اوخصوصی رسنۍ اوس مهال دنړۍ په پرمختللو دیموکراتیکو، وګړنیو او ولسی ټولنو او هېوادونو کې په مقننه ، قضائیه او اجرائیه درې ګونو قواوو پسې دڅلورمې اوآن دلومړنۍ قوې په توګه مقام خپل کړى دى او آن به یادو درې ګونو قواوو او اداروکې دفسادونو او نورو نیمګړتیاوو په اړه له واقعیتونو څخه پرده ېورته کوی، نو پردې بنسټ په یو هېواد کې ددیموکراسى او ولسواکۍ دیوې سترې لاس ته راوړنی په توګه درسنیودآزادۍ دزیاتو ارزښتونو اونقشو نو په اړه یادو واقعیتونو ته په پام سره دخبریالانو، ژورنالیستانو، لیکوالانو، ورځپاڼه لیکونکو او دقلم دنورو خاوندانو په ګډون دخبری اژانسونو، راډیوګانو، تلویزیونونو، ورځپاڼو، جریدو، مجلو او نورو غږېزو، انځوریزو او چاپی رسنیو او خبری آژانسونو دکارکوونکو دهڅونې له پاره باید زیاته زمینه برابره شی او هغوى په دغسې سختو شرایطوکې چې ژوند یې هره شېبه اوهره لحظه ددښمنانو له مرګونو ګواښونو سره مخ کیدونکى دى، باید زیات ونازول شی او آن دفرهنګی کادرونو په توګه دې له کادرى معاشونو اومالی امکاناتو څخه برخمن شی، نه داچې دهېواد دغه ډول فرهنګی او علمی شخصیتونه نور هم وټکول شی او
دا خطار ونو له ورکولو سره سره دحق الزحمو او اضافه کار یو له امتیازاتو او له خپلو حقه حقوقو څخه محروم شی او له دې لارې دلازیاتو اقتصادی ستونزو له ګاللو سره مخ شی.ددې له پاره چې له یوې خوا دولسواکۍ دیوې سترې لاس ته راوړنې په توګه دبیان دآزادۍ په اړه د افغانستان دخلکو د یوې سترې ملی وثیقی په توګه دافغانستان داساسی قاانون ۳۴ مه ماده دعمل جامه واغوندی او پرمټ یې په افغانی ټولنه کې درسنیو ارزښتونه نور هم ښه وځلېږی او له بلې خوا دافغانستان ، سیمې او نړۍ دورځنیو حالاتو، پېښو ، نوروبدلونونو ، اکتشافاتو او اختراعاتو په اړه دخلکو دپوهاوی په برخه کې رغنده اوټاکونکى رول ولوبوی د لیدونکو ، دلوستونکواو اورېدونکو په زړونو کې ځاى ونیسی او له دې لارې خلکوته دسترو او رښتینو معنوی اوفرهنگی  خدمتونو دسرته رسولو جوګه شی، نو اړینه ده چې افغان حکومت دخپلو نه ستړی کېدونکو هلوځلو په پایله کې دافغانستان دخلکو دژوندانه په بېلابېلو امنیتی ، اقتصادی ټولنیزواو نورو ډګرونو کې دمثبتوبدلونونو، پرمختګونو او نوروانکشافاتو دراوستلو په لړکې دورځپاڼو ، خبری اژانسونو، راډیوګانو، تلویزیونونو، جریدو او مجلو په ګډون دهېواد درسنیو دښې ودې او دهغوى دخبریالانو، ژورنالېستانو، لیکوالانو او نورو مسلکی کارکوونکو او کادرونو او په سر کې یې ددولتی رسنیو دمسلکی کارکوونکو او کادرونو دهڅونې له پاره نوره هم ښه زمینه برابره کړی او له مالی امکاناتو دې برخمن کړی چې له امله یې وکړاى شی ددولت په چوکاټ او اډانه کې درسنیو له لارې خپلو خلکوته درښتینو معنوی او فرهنګی خدمتونود سرته رسولو جوګه شی او له دې لارې نه یوازې دیوې ډېرې سترې اړتیا په توګه دټولو ملی ، سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه دخپلو خلکو دپوره پوهاوی له پاره زمینه برابره کړی، بلکې دهېواد په قضایی ، عدلی او امنیتی ادارو او نورو دولتی او حکومتی ارګانونو کې داصلاحاتو دراوستلودلوړ هدف دترلاسه کولو له پاره هم لاره پرانېزی او په دى توګه به له هېواده دفسادونو تورټغر دتل له پاره ټول کړی او دافغانستان په وړاندې  به دنړیوالې ټولنې پوره باور راخپل کړی.  اوس مهال رسنۍ یا ډله ییزې خپرندویې وسیلى په یوې ټولنه کې دخلکو له پاره دیوې رهبری کوونکې او سترې فشاری قوی په توګه ستر اهمیت لری اوکولى شی چې چارواکی او نور زورواکی او اړوندې دولتی او خصوصی اداری دخپلو چارو نیمګړتیاوو ته متوجه کړی او دهغو دله منځه وړلولپاره یې وهڅوی او په دې توګه په ټولنه کې داړوندو چارو داصلاح او سمون لامل وګرځی. زموږ په ګران هېواد کې له څه دپاسه څلورو لسیزو جګړو او کړکېچونو مخکې مطبوعاتو دومره وده نه وه کړې او په تېره بیا دجګړې اوتاوتریخوالی په کلونو کې چې له لړوډکوډاروونکو وریځو د ټول هېواد فضا نیولې وه اوناپوهی اونفاق وروستی پړاوته رسېدلی وو مطبوعات هم دګوتوپه شمار زورواکانو په خدمت کې وو، دځورېدلی ملت اوخلکو لپاره یې د خدمتونو پرځاى دبېلتون اونفاق په لاره کې منفی او غیرمطلوبې خپرونې کولې. دهېواد په دننه او بهر کې آن زموږ دفرهنگیانو اولیکوالوترمنځ له دې جملی څخه داروپا او دلاتینې امریکا په هېوادونو کې قلم او کاغذ د یوبل پرخلاف دتورې په توګه کارول کېدل چې موږ دزیات شمېر جریدو او مجلو دخپرېدو شاهدان وو، یو چې یوازې او یوازې دیوبل پرخلاف یی تورونه لګول، زموږ ملی یووالی ته یی زیان رساوه او د دښمنانو په ژرنده یې اوبه ورزیاتولی، دقلم قدسیت او عفت او د ژورنالیزم اخلاقی اصول یی هم ترپښو لاندې کول او خپل ایمانی اووجدانی مسئولیت یی هېر کړى و. او س چې په هېوا د کې ډله ییزې رسنۍ له منل شویو نورمونو اواصولو سره سم بشپړه آزادی لری پرونى اونننى نسل چې له قلم سره سر اوکار لری یا تصویر جوړوی اویا لیکنې کوی څومره پیکه اوبې مفهومه به وی، چې په صوتى او تصویرى رسنیو اومطبوعاتو کې دملی گټو پرځاى د قومی، ژبنیو ، تنظیمی اوسیاسی گټو په باب فکر وکړى اوله دښمن څخه د یو موټی پیسو دترلاسه کولو په خاطر ملی گټې ترپښو لاندې کړی. اوس چې زموږ خلکو دجګړې د اور دلمبو مړو کولو ته کلکه ملاتړلې ده لاس وهو نکی اوجګړه ماران د افغانانو دبچیانو دوینو له تویولو لاس نه اخلی، په آگاهانه اوناآگاهانه ډول دجګړې لیکې لاتر اوسه پورې په بشپړه توګه دړې وړې شوی نه دی، د هېواد مطبوعات او ډله ییز نشراتى وسایل چې په حقیقت کې په دولت کې په اجرائیه ، مقننه او قضائیه درې ګونو قواوو پسې څلورم رکن بلل کېږی ،تاریخی رسالت لری چې دملی هدفونو دتحقق په خاطر ټولې شخصی ،قومی، سمتی ، ژبنۍ اوسیمه ییزې ګټې شاته وغورځوی اوپه هېواد کې دجنګ جګړو، بې اتفاقیو او نورو ناخوالو پرضد خپرونې وکړی. اوس چې دهېواد په مرکز اوولایتونو کې په سلګونو ورځپاڼیې،جریدې ،مجلې او یو زیات شمې راډیویی اوتلویزیونې چینلونه شته دوى حق لری چې  له خپلو نشراتی پالیسیو سره سمې خپرونې وکړی او د خپلو دایمی هیلو اومفکورو په سرکې دملی گټو دترلاسه کولو اودملی یووالی دهدفونو تحقق ته ځاى ورکړی اوپه صادقانه ډول عمل ورباندې وکړی. نن ورځ زموږ ویاړلى، خو جګړه ځپلى ملت ملی مطبوعاتو ته سخته اړتیا لری څو دهغو په مرسته هېواد دناخوالو له توفانونو څخه وژغورل شی او دمثبتو بدلونونو اوپرمختګونو  لاره ووهی. مطبوعات او رسنۍ تاریخی ،ایمانی او وجدانې رسالت لری چې په یوه واحده لیکه کې درسنیو له منل شویو نورمونو سره سم په هغې لاره کې چې ملی گټې پکې نغښتې وی اوچت ګامونه واخلی اوله هغو امکاناتو څخه په گټې اخیستو سره چې په واک کې یې لری په اوسنیو پیچلو اوسختو شرایطو کې دهېواد پالنې حقانیت ثابت اوخپل ایمانی ، هېوادنى او انسانی رسالت سرته ورسوی.

قرار

ممکن است شما دوست داشته باشید