روزنامه هیواد

د بیان آزادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسی حق ته ژمن یو

 ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، افغان حکومت د بیان آزادۍ او معلوماتو ته د لاسرسی حق ته ژمن دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقی پر ټوېټر اطلاعاتو ته د لاسرسی د نړیوالې ورځې په تړاو د افغان حکومت اعلامیه خپره کړې.اعلامیه لیکی، چې افغان حکومت د اساسی قانون، د رسنیو د ټولیز قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون په رڼا کې اطلاعاتو ته لاسرسی د هر افغان وګړی حق ګڼی او د هغه ساتلو ته ژمن دی.په اعلامیه کې راغلی:په تېرو څلورو لسیزو کې د بیان آزادۍ تر ټولو ستر بستر ،چې د پرانیستې ټولنې لپاره د دولت او خلکو د ارادې او ژمنیتا څرګندونه کوی او په سیمه کې ساری نه لری اوس مهال رامنځته شوی دی.اعلامیه زیاتوی، چې د افغانستان معاصر تاریخ د ټولیزو آزادیو او یوه ولسواک نظام د مخنیوی د هڅو شاهد دی او اوس مهال هم دغه ډول ګواښونه شته چې باید پام ورته وشی.

اعلامیه کې زیاته شوې:موږ خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو ،چې د بیان آزادی او معلوماتو ته د خلکو لاسرسی به د مهم او اساسی حق په توګه پاتې کېږی او حکومت د تېرو ۱۹ کلونو د ټولو لاسته راوړنو ساتلو ته ژمن دی.افغان حکومت داسې مهال یو ځل بیا د بیان آزادۍ ساتلو ته خپله ژمنتیا تازه کوی چې پرون د سپټمبر ۲۸مه اطلاعاتو ته د لاسرسی نړیواله ورځ وه.که څه هم د افغانستان په معاصر تاریخ کې د بیان آزادۍ له اړخه تېر ۱۹ کلونه بې ساری بلل کېږی ،خو اوس هم افغان خبریالان نیوکې کوی، چې یو شمېر مواردو کې پر وخت او مهمو اطلاعاتو ته لاسرسی نه لری او یو شمېر حکومتی ادارې د معلوماتو ورکړه کې ټنبلی کوی.د خبریالانو په باور، همدا اوس دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو له بهیر هم لرې ساتل کېږی او هغه ډول اطلاعات نه ورکول کېږی چې خلک یې هیله لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید