د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اقتصاد عالی شورا غونډه د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ د چهارشنبې په ماښام د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه. په پیل کې، جمهوررییس لارښوونه وکړه، چې د هېواد د صنعتی برخې د تقویه کولو د څرنګوالی پر اساس دې خصوصی سکتور په هېواد کې د پانګونې جلب څرنګوالی واضح تحلیل، د صادراتو زیاتوالی او وارداتو کموالی او د هېواد د صادراتی عمده توکو لپاره د ارزښت زنځیر دولت ته وړاندې کړی،چې د پانګونې لپاره غوره زمینه برابره او ستونزې له منځه یووړل شی. جمهوررییس غنی کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته دنده وسپارله،چې په تولید او کیفیت سربېره د کرنیزو تولیداتو د ارزښت زنځیر ته هم پام وکړی، چې د هېواد مېوو او کرنیزو توکو ته د سیمې او نړۍ په مارکېټونو کې د سیالۍ زمینه برابره شی.همداراز جمهوررییس د بودجې سند برابرولو د څرنګوالی په اړه وویل: بودجه د ټولنې د واضح لومړیتوبونو، د هېواد د متوازن انکشاف او د ادارو د ظرفیت پر اساس برابرېږی او هماغسې چې د بودجې تطبیق په ښارونو او کلیوکې اقتصادی خوځښت رامنځ ته کړی، باید د کارموندنې د زیاتوالی، اقتصادی ودې او د ټولنې د هوساینې لامل شی. د کندهار د اقتصادی انکشاف په موخه، د هوایی ډګرونو اقتصادی انکشاف کمېسیون ته دنده وسپارل شوه،چې د کندهار محلی ادارې او خصوصی سکتور په همکارۍ، د کندهار اقتصادی انکشاف لپاره د پانګونې د جلب په موخه سراسری کنفرانس جوړ کړی او د کندهار د اقتصادی انکشاف لومړیتوبونه تشخیص کړی. د مرکز او ولایتونو په صنعتی پارکونو کې اولسو شرکتونو ته د مځکو وېش وړاندیز د اقتصاد عالی شورا غړو تصویب کړ او د لا زیاتې پانګونې د جلب په موخه، د اساسی زېربناوو قېمت کموالی یو متر مربع (۵،۱۴) افغانۍ تائید شو. د اقتصادی عالی شورا غړو پرله پسې دری ځله د وخت تمدید قرارداد د ژمنو ماتولو او د ژمنو په عملی کولو کې د قراردادی ناغېړۍ په اړه تصمیم ونیو، چې د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو کانونو قراردادونه لغوه شی. د غونډې په پای کې د ازبکستان له ریل پټلۍ ادارې سره د افغانستان ریل پټلۍ ادارې د مالی حسابونو نه تصفیه کولو ستونزې په اړه بحث وشو او په پای کې د دواړو طرفونو ترمنځ په قرارداد کې د ابهاماتو په دلیل اختلاف رامنځته شوی او د ازبکستان له لوری د اختلافاتو او ابهاماتو د له منځه وړلو غوښتنه کړې ده.د اقتصاد عالی شورا غړو له ازبکستان سره ښو اړیکو ساتلو ته په پام، د ازبکستان ترانس ساګدیانا ریل پټلۍ تصدۍ سره د حیرتان ـ مزارشریف ریل پټلۍ د ساتنې او ګټې اخیستنې خدمتونو د مالی حسابونو د تصفیه کولو په اړه د ترانسپورت وزارت وړاندیز تائید کړ، ترانسپورت وزارت ته یې دنده وسپارله چې په راتلونکو قراردادونو کې په وضاحت له مقابل لوری سره، د دغه ډول ابهاماتو مخنیوی وکړی.