روزنامه هیواد

د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره ډېرو طالبانو وسلې اېښی

د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازی وایی: د بهرینو ځواکونو په وتلو سره ډېری طالبان په دې پوه شوی، چې نور یې جګړه مشروعیت نه لری.ښاغلی کټوازی چې پرون په کابل کې د قومی مخورو عالی شورا په پرانست غونډه کې وینا کوله او وېیل، چې ډېری طالبانو اوس له جګړې لاس اخیستی دی.ښاغلی کټوازی لومړی د قومی مخور شورا د رامنځ ته کېدو په اړه معلومات ورکړل، چې پر وینا یې په درېیو برخو کې به له حکومت، د سولې عالی شورا او ولسونو سره کار کوی.د ده پر وینا د یادې شورا لومړی کار حکومت او د سولې عالی شورا ته د سولې او ملی منافعو په برخه کې د سلا مشورو ورکول، په دویم قدم کې حکومت او چارواکو ته د ولس ستونزې، غوښتنې او اواز رسول او په درېیم قدم کې د ولسونو او قومونو تر منځ د جرګو له لارې د شخړو او ستونزو هوارول دی.نوموړی د یادې شورا رامنځ ته کېدل په اوسنیو شرایطو کې خورا ګټور اقدام وباله ځکه پر وینا یې افغانستان په دې اوسنیو حساسو شرایطو کې تر بل هر څه د قومونو او ولسونو یوالی او اتفاق ته اړتیا لری.کټوازی د خبرو په پای کې د سولې پروسې ته هم اشاره وکړه ویې ویل، چې حکومت په هېواد کې تلپاتې سولې او ثبات ته ژمن دی او په دې لار کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوی.دی وایی: د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ سره د طالبانو د جګړې هغه مشروعیت چې پر وینا یې : دوی د بهرنیانو پر وړاندې جهاد کوی هم له منځه تللی او اوس ډېری طالبان پر دې پوه شوی دی.شمیم خان کټوازی و وېیل ،چې د بهرنیانو د وتلو لړۍ له پیل سره د طالبانو د جګړې وروستۍ ادعا، چې جهاد کوی هم ختمه شوې او ډېری طالبان پر دې اوس پوه شوی دی.ده زیاته کړه(( موږ ته معلومات راځی، چې په یو شمېر ولایتونو کې ډېری طالبان پر دې پوه شوی، چې نور یې جګړه مشروعیت نه لری، نو ځکه یې وسله ایښې او جګړه یې پرېښې ده.)) د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې مشر وایی: د قومی مخور د شورا یوه بله دنده دا هم ده، چې له دې وروسته به ولسوالیو، کلیو او بانډو ته ځی او هغه طالبان په دې حقیقت پوهوی، چې نور بهرنیان په وتو دی او د دوی جګړه مشروعیت نه لری.دا لومړی ځل دی، چې یو لوړ پوړی دولتی چارواکی وایی، چې د بهرنیانو په وتلو سره ډېری طالبان په دې پوه شوی، چې جګړه یې نور مشروعیت نه لری او وسله یې ایښې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید