روزنامه هیواد

د بهرنیو اسعارو بازار او د پیسو د تبادلې نرخ

په پخوانیو پیړیو کې د شیانو  د پېر او پلور لپاره د سرو او سپینو زرو سکو څخه استفاده کیده، عموماً به دغه سکې د یوخاص امپراتور له خوا چاپ کیدلی یعنی کوم امپراتور به چې واک درلوده ، نو په خپله امپراتورۍ کې به یې ځانګړی سکې چې د امپراتور نوم، ځانګړی نښان یا عکس به پرې حک شوی وو د شیانو د اخیستلو او یا د کار په مقابل کې د مزد په حیث به ورنه استفاده کیدله، د دی ترڅنګ له بارټر (‌Barter) سیستم څخه هم ګټه اخستل کیده یعنی د پیسو پرځای توکې او خدمات یو دبل سره تبادله کیده  د بارټر سیستم اوس هم په وروسته پاتی هېوادونو او په کلیوالی  سیمو کې شتون لری، په بارټر سیستم کې د اجناسو د حقیقی قیمت پرتله کول سخت وو بله دا چې د داسی خلکو پیداکول چې یو د بل اجناسو ته اړتیا ولری ستونزمن وو. په ۲۰۱۹ کال د اسلامی هېوادونو په یوه غونډه کې  د مالیزیا لومړی وزیر  محمد مهاتر وویل ددی لپاره چې اسلامی هېوادونه د امریکا متحده ایالاتو د اقتصادی بندیزونو تر اغیزې  لاندی رانشی باید له  یو بل سره د بارټر سیستم له لاری سوداګری وکړی.

د سرو زرو معیار یا The Gold Standard

ددغه سیستم له لارې د یو هېواد د پولی واحد ارزښت د سرو زرو له لاری معلومیده ، یعنی یو هېواد به د سروزرو نرخ ټاکه او په هماغه ټاکلی نرخ به یې سره زر اخیستل چې له دی لاری به د هماغه هېواد د پیسو ارزښت معلومیده ، مثلا که افغانستان د یو  ګرام سرو زرو بیه ۴۰ افغانۍ وټاکی،  نو د افغانیو ارزښت به د یو ګرام سرو زرو ۱/۴۰ مه برخه وی  یعنی که د همدغه یو ګرام سره زرو قیمت یو امریکایې ډالرو، نو یو ډالر مساوی د ۴۰ افغانیو سره کیده ، دغه سیستم اوس له منځه تللی دی.

له  دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته د هېوادونو ترمنځ سیاسی او اقتصادی اړیکو تغییر ومونده  او نړیوالې اړیکې په داسی ډول ترتیب شوی چې د دغه ډول غمیزې د بیا رامنځ ته کیدلو مخنیوی وکړای شی ، د نړیوالی جګړی څخه د مخه پانګوالو نظامونو د ۱۹۳۰ م کلونو له لوی اقتصادی بحران څخه سخته ضربه لیدلی وه د Bretton wood agreement په اساس نړیوال بانک ، ملګری ملتونه او د پیسو نړیوال صندوق رامنځ ته شو، په پیل کې د نړیوال بانک د رامنځ ته کیدلو هدف داو چې جګړه ځپلو هېوادونو سره په بیارغوونه کې مرسته وکړی او د روپو نړیوال صندوق یا IMF څخه هدف داو چې د اقتصادی بحرانونو د رامنځ کیدلو مخنیوی وکړی. په ۱۹۴۴ میلادی کال د Bretton Wood Monetary Conference کې د امریکا متحده ایالاتو د نړۍ هېوادونه وهڅول ترڅو د سروزرو پرځای د امریکایې ډالرو پواسطه د خپلو هېوادونو د اسعارو ساتنه وکړی، په هغه وخت امریکا پریکړه وکړه چې یو اونس سره زر به په ۳۵ امریکایې ډالرو وپېری او ددې ترڅنګ امریکا د نړۍ ۸۰ ٪ سره زر درلودل ، دغه سره زر امریکا په دویمه نړیواله جګړه کې په خپلو متحدینو باندی د وسلې د پلور په مقابل کې  ترلاسه کړی وو نو د نړۍ هېوادونو ورسره موافقه وکړه .  په ۱۹۷۱ میلادی کال د امریکا جمهور  رییس ریچارد نکسن د سروزرو پورې تړلی سیستم لغوه او پر ځای یی د تبادلې ازاد سیستم اعلان کړ.

د بهرنیو اسعارو دتبادلې مارکېټ 

باید په یاد ولرو چې پیسی په خپل ذات کې کوم ارزښت یا INTRINSIC VALUE نلری بلکې د روپو ارزښت د روپو په استعمال پوری اړه لری یعنی په دی معنی چې څومره  د روپو استعمال او تقاضا زیاته وی هغومره د هغه کرنسی ارزښت او قیمت لوړ وی ، د روپو تقاضا د اسعارو له مارکیټ څخه معلومیږی، دا عبارت د هغه مارکیټ څخه دی چېری چې د مختلفو هېوادونو پولې واحدونه  تبادله کېږی،دا تبادله د مختلفو عواملو له امله کېږی مثلا سوداګرۍ لپاره،  که بهرنی سوداګر وغواړی په افغانستان کې تولید شوی توکې وپېری افغان سوداګران یواځی افغانۍ په بدل کې اخلی نو بهرنی سوداګر مجبور دی د خپل هېواد پولی واحدونه افغانیو ته تبدیل او بیا افغانی توکې وپلوری او یا که بهرنیان وغواړی افغانستان ته راشی نو مجبور دی دلته لومړی افغانۍ واخلی،  کله کله خلک د نورو هېوادونو روپۍ له خطر څخه د بچ کیدلو لپاره هم اخلی او په ځانګړی ډول ډالر زیات اخیستل کېږی یعنی د خپل هېواد پولې واحد پر ډالرو بدلوی او له ځان سره یې ساتی ځکه ډالر نسبت نورو پولی واحدونو ته زیات ثابت قیمت لری، او کله سره زر هم اخیستل کېږی. په کوم نرخ چې ډالر په افغانیو بدلیږی هغې ته د تبادلی نرخ وایې، مثلا که یو ډالر ۷۵ افغانۍ کېږی، نو ۷۵ د تبادلی نرخ دی . پوښتنه داده چې ولی د ځینو هېوادونو د پیسو نرخ لوړ او د ځینو نورو ټیټ دی ، ددی مختلف عوامل دی ، کله یو هېواد په قصدی ډول غواړی د خپلو روپو ارزښت ټیټ وساتی د  چېن هېواد پدی باندی تورنیږی چې دغه عمل ترسره کوی دیته په اقتصادی اصطلاح کې Devaluation وایې د دې طریقه داده چې هېواد خپله کرنسی بازار ته وړاندی کوی او په مقابل کې یې ډالر اخلی ، دا کار له دی امله کوی چې غواړی خپل توکې پر نورو هېوادونو په ارزانه بیه وپلوری . بعضی وخت هېوادونه او په ځانګړی ډول د یو هېواد مرکزی بانک چې د روپو د چاپلو واک او اختیار لری د خپلی کرنسی لپاره نرخ د ازاد بازار پواسطه د اسعارو په مارکیټ کې د تقاضا او عرضی له لاری معلوموی ، همدی امله د افغانیو په نرخ کې زیاتوالی او کموالی راځی.  ددی لامل دادی چې د افغانیو د تبادلی نرخ په ازاد بازار کې ټاکل کېږی د افغانۍ قیمت ځکه لویږی چې دهېواد امنیتی وضعه خرابه ده او خلک نه غواړی افغانۍ وساتی یا سرمایه ګزاری وکړی ، د امنیت د خرابیدو په وخت کې خلک باوری کرنسی رانیسی لکه ډالر او یا هم سره زر، چې دواړه یا  ساتل کېږی  او یا بهر وړل کېږی ، کله چې  ډالر د افغانیو په مقابل کې اخیستل کېږی نو د افغانیو تقاضا کمیږی خو د ډالرو تقاضا زیاتیږی نو ځکه د افغانیو قیمت لویږی، نور علتونه یې په افغانیو نه راکړه ورکړه، ده او دا ددې لامل کېږی چې افغانۍ نه استعمالیږی او قیمت یې  او یږی د افغانیو د قوت لپاره باید افغانستان په یو داسی هېواد بدل شی چې د تادیاتو بیلانس یې مثبت وی یعنی د وارداتو څخه یې صادرات زیات وی.  بل امکان دادی که سوله راشی نو بیرته افغانۍ خپل ارزښت ترلاسه کولی شی ځکه دلته بیا پانګه اچونه زیاتیږی، په افغانیو باور زیاتیږی او ورسره بهرنی سیلانیان ډالر راوړی او دلته یې په افغانیو تبادله کوی.

په لنډ ډول لاندی مهم عوامل د پیسو د ارزښت د زیاتوالی او کموالی سبب ګرځی:

د پیسو عرضه او تقاضا

د هېواد سیاسی او او اقتصادی حالات

د راتلونکې په اړه  د خلکو اټکل

د لویو سوداګرو له خوا د پیسو اخیستل او احتکار کول 

دا چې نړیوال تجارت په ډالرو ترسره کېږی او په ځانګړی ډول د تیلو خرڅلاو. دې ډول تجارت اسیایی هېوادونه له زیان سره مخامخ کړی خصوصا هغه هېوادونه چې د تیلو لګښت یې زیات دی په نړۍ کې له پنځو هېوادونو څخه چې د تیلو زیات لګښت لری څلور یې په اسیا کې دی چې عبارت دی له چېن، هند، جاپان او سویلې کوریا، امریکا چې مخکې د تیلو خالص پیرونکی هېواد و، اوس په خالص پلورونکی هېواد بدل شوی دی. په ډالرو سوداګری امریکا ته هم ددی ځواک ورکړی ترڅو په نورو هېوادونو اقتصادی بندیزونه ولګوی، ددی ترڅنګ د امریکا حکومت او خلک په اسانۍ سره کولای شی پور ترلاسه کړی.

ولې مرکزی بانکونه خپلی پیسې په زیاته پیمانه نه چاپوی ؟

کله چې د یو هېواد په داخل کې یوه کرنسی د پلور او پېر لپاره کارول کېږی او د یو هېواد مرکزی بانک کولی شی پیسی چاپ او بازار ته وړاندی کړی نو ولی دا کار نه کوی تر څو وکولای شی خپل دولتی پورونه ورکړی او له عامو خلکو سره زیاتې پیسی پیداشی ؟ ددی پوښتنی ځواب دادی چې دا کار به د ددې هېواد د پیسو ارزښت کم کړی او انفلاسیون یا د پیسو پړسوب به رامنځ ته شی ، کله چې  اوخدمات د پیسو په پرتله کم وی د زیاتو پیسو د شتون له امله د خلکو غوښتنې ډیریږی نو ورسره د شیانو په نرخونو کې زیاتوالی راځی چې په نتیجه کې پیسی په تدریجی ډول خپل ارزښت دلاسه ورکوی. زیمبابوی هېواد کې د پیسو د زیات چاپ کیدلو له امله ددغه هېواد کرنسی ارزښت له لاسه ورکړ او د انفلاسیون کچه پکې آن ۸۰ میلیارده سلنه لوړه شوه ، اوس په دغه هېواد کې امریکایی ډالر کارول کېږی. دېته ورته پېښې په یوګوسلاویا، هنګری او وینزویلا کې هم ترسره شوی دی.

ولې ډالر د نړۍ غښتلې کرنسی ده ؟

د ډالرو د چاپ او عرضه کولو اختیار د امریکا له مرکزی بانک Federal Reserve  سره دی .دغه بانک وخت او حالاتو ته په کتلو سره ډالر عرضه کوی . د سوداګرۍ ترڅنګ ډالر د اکثرو هېوادونو لپاره Reserve Currency ده یعنی مرکزی بانکونه ډالر له ځان سره ساتې ترڅو د خپلو پیسو د تبادلی نرخ پری ثابت وساتی. ډالر له دی امله زیاته غښتلی کرنسی ده چې د امریکا اقتصاد دنړۍ غښتلی او ځواکمن اقتصاد دی ، بله دا ده چې خلک هم په ډالر زیات باور لری، عموماً د اقتصادی کړکیچونو پر مهال خلک غواړی خپله سرمایه  په خوندی مواردوsafe haven  کې بنده کړی نو ځکه د ډالرو او سرو زرو  قیمت د بحران پر وخت لوړیږی.  

د افغانیو تاریخ او د تبادلې نرخ

افغانۍ په رسمی ډول د غازی امان الله خان د حکومت په وخت کې چاپ شوی، د ظاهر شاه د حکومت په وخت نور بانک نوټونه چاپ شول، هر نظام نوی بانکنوټونه وړاندی کړی، د روس د یرغل او کورنیو جګړو پرمهال افغانیو خپل ارزښت په ښورا ډول له لاسه ورکړ، په ۱۹۷۳ کال د تبادلی نرخ ۶۷ و خو د جګړو په وخت له ۷۰۰۰۰ تر ۸۰۰۰۰ پوری لوړ شو. په ۲۰۰۲ کال د اکتوبر په میاشت کې د هغه وخت ولسمشر حامد کرزی اوسنی بانک نوټونه چې جرمنی کې چاپ شوی وو اعلان کړل هغه وخت د تبادلی نرخ ۴۹ افغانۍ و ، ددې ترڅنګ ۱۰۰۰ پخوانۍ افغانۍ له یوې افغانۍ سره معادل وټاکل شوی،  ۲۷ میلیارده افغانۍ چاپ شوی ترڅو د ۱۵ ټریلیونه پخوانۍ کرنسی پرځای کار وکړی، دوه میاشتی وخت خلکو ته ورکړل شوی و، ترڅو پخوانۍ افغانۍ په نویو تبدیلی کړی ، نوی افغانۍ په تدریجی ډول بازار ته عرضه شوی، خو د وخت په تیریدلو او حالاتو ته په کتلو سره اوس مهال د ۸۱- افغانیو په شاوخوا کې د تبادلی نرخ دی ، دغه نرخ په ازاد بازار کې ټاکل کېږی.

زاهد الله محمدی

ممکن است شما دوست داشته باشید