روزنامه هیواد

د بندونو په جوړولو او د اوبو په سپما سره د وچکالۍ له زیانونو مخنیوى کولاى شو

دافغانستان په زیاترو ولایتونو کې له دې جملې په کابل کې دڅښاک داوبو دکمښت له امله ستونزې پیدا شوی دی وږی میاشتې په لومړۍ د افغانستان دجمهور رییس محمد اشرف غنی په مشرۍ داوبو دښه مدیریت او سپما او دځینو نورو موضوعاتو په اړه په ارګ کې خبرې وشوې او اړوندو وزارتونو ته لارښوونه وشوه چې په دې برخه کې لاس په کارشی. څرنګه چې افغانستان یو کرنیز هېواد دى، نوکروندګر اومالدار له ډېر ګواښ سره مخ دی. دا چې له دغې طبیعی ستونزې څخه هېوادوال څنګه وژغورل شی، دافغانستان دعلومو اکاډمۍ د مځکې دمرکز رییس ښاغلی احمد امېد (( افضلی)) د هېواد ورځپاڼې دخبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې دوچکالیو اوپه کابل کې داوبو دکمښت له امله ستونزې راولاړې شوی دی .ددغو ستونزو داوارولو لپاره کومه لاره غوره ده ؟ داسې وویل: داوبو دبندونو په جوړولو او داوبو په سپما سره دوچکالۍ له تاوانونو څخه مخنیوى کولاى شو . داوبو بحث نړیوال بحث دى، دمځکې دکرې دوه سلنه اوبه خوږې دی او اویا سلنه اوبه غیرخوږې .موږ یوازې دڅښاک لپاره له دوه سلنې خوږواوبو څخه ګټه پورته کولاى شو ، په نړۍ کې داوبو کمښت بېلابېل لاملونه لری همدغه لاملونه دی چې یو ویشتمه پیړۍ داوبو پېړۍ نومول شوې ده. ځینې سیاستوال په دې اند دی چې کېداى شی دریمه نړیواله جګړه داوبو پرسرمنځ ته راشی. په دې بنسټ اوبه له ځانګړی  ارزښت څخه برخمنې دی په افغانستان او نورو هېوادونو کې داوبو دکموالی عوامل توپیر لری. موږ دغه عوامل په دوو برخو وېشو:طبیعی عوامل لکه: وچکالی او داقلیم بدلون ددې لامل شوى چې اوبه کمې شی یاداچې اورښتونه په خپله ټاکلې موده ونه شی او سربېره پردې ونه توانېږو چې اوبه زېرمه اوذخیره کړو. اوس موږ وینو چې په نړۍ کې داوبو کمښت منځ ته راغلى دى.دهند ،چین ، پاکستان اوایران هېوادونه هم داوبو له کمښت سره مخ شوی او دنړۍ ډېرنورهېوادونه له دغې ستونزې سره لاس اوګریوان دی.

 ده زیاته کړه: داوبو په کمښت کې نور لاملونه هم رول لری.لکه د وګړو ډېروالى، له ترمځکې لاندې اوبو ډېره گټه پورته کول او ښارونو ته پراختیا ورکول کولاى شی داوبو کموالى منځ ته راولی پردې بنسټ په کابل کې د ترمځکې لاندې اوبو سطحه ټیټه شوې ده. سربېره پردې کوم ځایونه چې په طبیعی توګه اوبه په کې وی، لکه: قول حشمت خان ،قول آبچکان  اوهمداسې نور ځایونه وچ شوی دی. ددغو قولونو په چاپېریال کې تعمیرونه جوړ شوی اوډېر ځایونه کانکریټ او سمنټ شوی ، کله چې واوره  او باران اوریږی په دغو ځایونوکې اوبه نه شی جذبېدلى کله چې داوبو تغذیه ترسره نه شی او یوازې اوبه مصرف شی ،نو دهرې ور ځې په تېرېدو سره داوبو سطحه ټیېږی.

ښاغلی افضلی څرګنده کړه: داوبو دکمښت دمخنیوی لپاره ځانګړې طرحې کولاى شی منځ ته راشی چې وتوانېږو دکابل دخلکو داوبو اړتیا تریوه بریده حل کړو. که څه هم چې دغه ستونزه اوس نړیواله شوې ،بیاهم کېداى شی دحل لارې چارې ورته وموندل شی. لومړنۍ دحل لاره داده چې خلکو ته پوهاوى ورکړل شی اوخلک هم پردې پوه شی چې اوبه ارزښتناکې دی ، خو لږ دی . لومړى بحث خلکو ته دپوهاوی ورکول دی او پردې باید پوه شی چې داوبو په مصرف کې سپما منځ ته راشی او داوبو دضایع کولو مخه دې ونیسی . سربېره پردې دولت کولاى شی ځینې کړنلارې ترکارلاندې ونیسی، چې ځینې لوى دنوشابو دتولید شرکتونه له ترمځکې لاندې اوبو څخه ګټه پورته نه کړی. دوى کولاى شی چې له سطحی یا دګاونډیو ولایتونو تر مځکې لاندې اوبو څخه ګټه پورته کړی ، څو په کابل اونورو لویو ښارونو کې داوبو سطحه ټیټه نه شی. بله دحل لاره داده چې باید داوبو بندونه جوړ کړاى شی او دولت دنده لری چې پردغه بهیر تمرکز وکړی ترڅو آبگردان بندونه هم جوړ شی، دا دواړه بندونه ډېر ضروری او اړین دی . که چېرې موږ دغه کارته پاملرنه ونه کړو داوبو له بحران سره مخ کېداى شو اودهرې ورځې په تېرېدو سره به داوبو کموالى ډېر شی او د څاګانو داوبو سطحه به هم کال په کال ټیټه شی، خوکه چېرې موږ دوه یادرې داوبو بندونه په لوړو ځایونوکې جوړ کړو ،له شک پرته دغه اوبه په مځکه کې جذبېږی او دچاپېریال له ساتنې او د کرنې له سکتور سره مرسته کولاى شی، په ټوله کې دسکتورونو لپاره دغه بندونه گټور کېداى شی. ددغو بندونو په جوړولو سره تریوه بریده داوبو پروړاندې له راولاړو ستونزو څخه مخنیوى کولى شو. دمځکې دمرکز رییس ددې پوښتنې په ځواب کې چې کروندګر اومالدار له وچکالۍ سره مخ دی کېداى شی حاصلاتو او څارویو ته یې تاوان پیښ شی ،تاسې په دې اړه کومه دحل لاره غوره بولئ؟

ډاګیزه کړه: دوچکالۍ له امله په تېرو لسیزو کې هم دافغانستان حاصلاتو اومالدارۍ ته ډېرتاوانونه رسېدلی دی. له بده مرغه په روان کال کې دهېواد کابو اتلسو ولایتونو ته ډېرتاوانونه اوښتی دی . نورو ولایتونو ته لږ تاوانونه رسېدلی دی. زموږ هېواد کرنیز دى او دوچکالۍ منځ ته راتلل یو حیاتی بحث ګڼل کېږی.کله چې وچکالی منځ ته راځی ، نه یوازې داچې زموږ کرنې ته ضرر پیښیدلى شی ، بلکې مالدارۍ ته هم تاوان پېښیدلى شی. نولومړنۍ مرسته چې دولت یې کولاى شی هغه له کروندګرو سره باید وشی دمالدارانو څاروی باید ژر وپېرل شی او په هغوځایونو کې چې دوچکالۍ له امله خلکو ته لږ تاوان پېښ شوى دى، دا څاروی بایدددغو سیمو پرخلکو وپلورل شی. ددې ترڅنګ دولت دې هڅه وکړی چې دامکان تربریده دڅارویو له غوښو ګټه پورته کړو او هغه وزارتونه چې غوښې ته ډېره اړتیا لری پرهغو دې وپلورل شی.لکه دملی دفاع اودکورنیو چارو وزارتونه اودملی امنیت لوى ریاست. دغه ارګانونه ډېرغوښه مصرفوی. په دې توګه به دڅارویو دمړینې اویا ورته له زیان پېښېدو څخه مخنیوى وکړاى شو.               محبوب_ هېواد

ممکن است شما دوست داشته باشید