روزنامه هیواد

د بلې دورې لپاره له ګوېترېش د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ملاتړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغه نړیوال سازمان د مشرۍ د بلې دورې لپاره د انتونیو ګوېترېش د پاتې کېدو ملاتړ وکړ.دې شورا عمومی اسمبلۍ ته، چې ۱۹۳ هېوادونه یې غړی دی، سپارښتنه وکړه، چې د ۲۰۲۲ میلادی کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د پنځو کلونو لپاره خپل ماموریت نوی کړی.په ملګرو ملتونو کې د اېستونیا سفیر سوین یرګنسن ،چې روانه میاشت د امنیت شورا مشری کوی، وېیلی عمومی اسمبلۍ به احتمالاً د جون پر ۱۸مه دغه ګمارنه تصویب کړی.ګوېترېش چې پخوا یې د پرتګال د صدراعظم په توګه هم دنده ترسره کړې، د ۲۰۱۷ میلادی کال په جنورۍ میاشت کې د پخوانی سرمنشی بانکی مون پر ځای د ملګرو ملتونو د سرمنشی په توګه وټاکل شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید