روزنامه هیواد

د بلک واټر مشر د ولسمشر غنی له سیاسی مخالفانو سره کتلی

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د بلک واټر امنیتی خصوصی شرکت رییس اریک پرینس د ولسمشر غنی له یو شمېر سیاسی مخالفانو سره پټې کتنې کړی دی.

ورځپاڼه وایی، اریک پرینس، چې هڅه کوی د افغانستان جګړه په قرارداد واخلی او د افغانستان کانونه استخراج کړی، په داسې حال کې د ولسمشرۍ له احتمالی کاندیدانو، ملېشه یی قوماندانانو، او نورو نفوذ لرونکو سره کتلی چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټه په رانژدې کېدو ده.

نیویارک ټایمز وایی، له کومو کسانو سره چې ایریک پرینس کتلی، ټول هغه کسان دی چې د ولسمشر اشرف غنی د واک د پاى ته رسېدو هڅه کوی. کابل، متحدو عربی اماراتو او واشنګټن ته د ښاغلی اریک پر له پسې سفرونه او له بېلابېلو خواوو څخه د خپلې طرحې د ملاتړ لپاره هلې ځلې سبب شوې چې ولسمشر غنی ورڅخه نور هم لرې شی.

ورځپاڼه ښاغلی پرینس ته د نژدې افغان چارواکو په قول وایی، په حکومت کې ځینو چارواکو حتى هڅه کړې چې اریک پرینس ته وېزه منع کړی.

راپور زیاتوی، د بلک واټر امنیتی کمپنۍ مشر څو ځلې هڅه کړې چې په کابل کې له ولسمشرمحمد اشرف غنی سره ووینی، خو ولسمشر غنی یې هر ځل غوښتنه ور رد کړې ده.

ویل کېږی چې ایریک پرینس په کابل کې د افغانستان د کانونو وزارت له ځینو چارواکو سره هم کتلی دی.

څو تنو افغان چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلی چې ولسمشر غنی د ښاغلی پرینس پلان نه یوازې ګټور نه بولی، بلکې وایی چې کړکېچ لا سختوی او له طالبانو سره د سولې هڅې ناکاموی.

د بلک واټر مشر د افغانستان ولسمشر د خپل پلان د اجرا لپاره لوى خنډ بولی.

ښاغلى غنی د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ بلک واټر ته په اشارې په تونده وویل«بهرنیو امنیتی کمپنیو ته به هېڅکله اجازه ورنه کړی چې هېواد ته راشی.»

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ملی امنیت سلاکار هم په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان حکومت به اجازه ورنه کړی چې له ترورېزم سره مبارزه د پیسو د ګټلو لپاره پر تجارت بدله شی.

دا هم ویل شوی چې د بلک واټر مشر له صلاح الدین ربانی، عطا محمد نور او د پنجشېر، تخار او بلخ له ځینو مشرانو سره کتلی دی.

د بلک واټر مشر هغوى ته ویلی چې که د افغانستان حکومت ورسره موافقه وکړی، د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د جګړې له خصوصی کېدو سره مخالفت نه کوی.

دا امنیتی شرکت په عراق کې په ګڼو جنایتونو او بشری ضد اقداماتو ملامت دى.

اریک پرینس د افغانستان د جګړې د خصوصی کېدو له وړاندیز سره دا هم غوټه کړې چې د افغانستان د قیمتی مینرالونو په شمول د کانونو د ایستلو چارې به هم ورسپارل کېږی چې د جګړې لګښت له دې لارې پوره کړی. ورځپاڼه وایی چې دا هغه شى دی چې ولسمشر ټرمپ هم ورته لېواله دى.

د بلک واټر مشر له افغانانو سره په کتنو کې ویلی چې له افریقا څخه به د کانونو د سپړلو ماشینونه افغانستان ته راوړی او تر هر څه وړاندې به د لوګر پر عینک کان کار پیل کړی.

نیویارک ټایمز وایی، پرینس له یوې رسنۍ سره په خبرو کې د خپلو هدفونو د تشریح کولو په مهال یو دا وښود«د امریکا د لوړې ټکنالوژۍ د پرمختګ لپاره د نادرو او کلیدی مینرالونو استخراجول…»

ورځپاڼې د یو شمېر جګپوړو امریکایی چارواکو نظرونه هم خپاره کړی چې د بلک واټر له وړاندیزونو سره یې مخالفت کړى او ویلی چې د ایریک پرینس نسخه د افغانستان لپاره ګټوره نه ده.

دا احتمال ډېر شته چې د بلک واټر خاوند د افغانستان د راتلونکى کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د هغه چا کلک مالی ملاتړ وکړی چې د افغانستان د جګړې د خصوصی کېدو ژمنه ورکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید