روزنامه هیواد

د بلک هاک جنګی څرخیو ۱۵ افغان پیلوټان له زده کړو فارغ شول

د افغانستان د هوایی ځواک ۱۵ پیلوټان او ټرینر پیلوټان په کندهار کې د بلک هاک یو ایچ ۶۰ ماډل څرخیو له زده کړې فارغ شول.دغو ۱۵ افغان ځوانانو د کندهار په هوایی ډګر کې د بلک هاک څرخیو د پرواز ۳ میاشتنی کورس بشپړ کړ.په دغه ډله کې ۸ کسه پیلوټان، ۲ یې ټرینر پیلوټان او ۵ کسان د څرخیو له دروازې څخه انداخت کوونکی شامل دی، چې د فراغت مراسمو ته یې کندهار د هوایی ځواکونو قوماندان تورن جنرال عبدالرزاق شیرزی او ګڼ چارواکی ورغلی وو.د پیلوټانو فراغت مراسموته جنرال شیرزی په وینا کې ویلی: دغه نوی ځوانان به د افغان هوایی ځواک د لا پیاوړتیا سبب شی او د دښمن پټنځایونه به په آسانۍ په نښه کړی.افغانستان له ۲۰۱۵ میلادی کاله راوروسته د خپلو هوایی ځواکونو په پیاوړتیا کار کوی ، چې تر دې دمه یې خپلې جنګی څرخۍ او جنګی الوتکې له ۱۳۰ اړولی او پر نړیوالو ټینګار کوی ،چې په دې برخه کې یې هم باید د افغان ځواکونو تکیه پر نورو راکمه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید