روزنامه هیواد

د بلغاریا صدراعظم په کورونا ویروس اخته شوی

په داسې حال کې چې په بلغاریا کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر په زیاتېدو دی د دې هېواد صدراعظم په (کوویډ-۱۹) ناروغۍ اخته شوی دی.بویکو بوریسوف پر فیس‌بوک پاڼه لیکی، چې له دوو معاینو وروسته روښانه شوه، چې دی په دې ناروغۍ اخته شوی دی. بوریسوف لیکلی ، چې د ډاکټرانو له سپارښتنې سره سم په کور کې پاتې کېږی.بلغاریا چې د وګړو شمېر یې اووه میلیونه دی تر دې دمه د کورونا ویروس ۳۷۶۰۰ مثبتې پېښې ثبت کړی او ۱۰۸۴ کسان د دې ناروغۍ له کبله مړه شوی دی.د بلغاریا حکومت د اکتوبر له ۲۱مې نېټې راهیسې یو لړ نوی محدودیتونه لګولی او په ودانیو کې دننه یې د ماسک اغوستل جبری کړی دی.همداراز د پلازمېڼې سوفیې په ګډون په یو شمېر ښارونو کې د شپې کلپونه هم بند شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید